د افغانستان، ايران او تاجېکستان د ولسمشرانو د دريمې غونډې ګډه اعلاميه

دافغانستان داسلامي  جمهوريت د جمهوررئيس  ښاغلي حامدکرزي ، دايران داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس ښاغلي محمود احمدي نژاداودتاجکستان د جمهوررئيس  ښاغلي امام علي رحمان  دريمه  درې اړخيزه غونډه د  ١٣٨٧  هجري لمريز کال  دکب  يا ( اسفندماه )دمياشتي په يوويشتمه نيټه چې د ٢٠٠٩ ميلادي کال دمارچ دمياشتي له يوولسمې نيټي سره  سمون خورې  په تهران کې جوړه شوه.دهغو خبرو په بهيرکې   چې  په دوستانه فضا اوپه ښه تفاهم سره  ترسره شوي په درې اړخيزو اړيکوپورې اړونده موضوعگاني او  ددرې واړو هيوادونودعلاقي وړ گډو مسئلو او دغه راز دسيمه ييزو اونړيوالو مسئلو په باب غور او څيړني وشوې .دافغانستان داسلامي  جمهوريت ، دايران داسلامي جمهوريت اود  دتاجکستان  جمهوريت دهيوادونو مشرانو  چې له دې وروسته  ( لوري )بلل کيږي  ددرې واړو  دوستو او ورونو هيوادونو په تاريخې اوفرهنگي پيوندونو باندې  دټينگار په ترڅ کې  اود سياسې ، اقتصادي اوفرهنګي اړيکو  دلازيات ټينگښت  ، پراختيا اوپياوړتيا اودغه راز دڅواړخيزو همکاريو د کچې دلوړولو په مقصد ددغو مواردو په باب موافقه وکړه.(١)لورو  ددوشنبې په ښارکې د ١٣٨٧   هجري لمريز کال وږي يا ( شهرپورماه ) دمياشتي په اوومه نيټه  چې د ٢٠٠٨  ميلادي کال  داگست  دمياشتي له اته ويشتمې نيټي سره سمون خوري   ددر ې واړو هيوادونوپه گډي وينا کې دليکل شويو مادو او د ٢٠٠٨ ميلادي کال دمارچ دمياشتي   په ٢٥ نيټه  چي د ١٣٨٧هجري لمريز  کال دوري دمياشتي له شپږمې نيټي سره سمون خورې اود ٢٠٠٨ ميلادي کال  دجولاي دمياشتي په ٢٩ نيټه  چې د ١٣٨٧ هجري لمريز کال دزمري  يا ( دمرداد ماه ) دمياشتي له اتمې نيټي  سره سمون خورې  ددرې واړو هيوادونو دبهرنيو چارو  دوزيرانو  دگډو ويناو په جدي تقيبولو اواجرا کولو باندې ټينگاروکړ.  (٢)جمهورو رئيسانو په برياليتوب سره  دايکو دغړو هيوادونو دمشرانو دلسمې  غونډې د جوړيدو له امله دخوښي دڅرگندولو په ترڅ کې  ټينگار وکړ چې د اقتصادي همکاريو دسازمان  په  چوکاټ کې دهمکاريو برياليتوب ،  دټولو غړو هيوادونو دگډو هڅو  حاصل دي . او هيله يې وکړه چې ددغې روحيي استمرار  اودهمکاريوله تگلوري څخه دخنډونو په لري کولو کې دغړو مثبت  کړه وړه  او له پخوا زيات دڅواړخيزو اړيکو دپراختيااو ژورتيا د زمينو برابرول  هماغه شان دوام  ومومي .(٣)لورو  دملي همغږي کوونکو دگډي شورا دفعالولو  اړتيا ته په پاملرني سره ټينگارو کړ چې دبهرنيو چارو وزيران   ددغې شورا دفعاليت په باب دخپلېڅيړنې  او ددرې اړخيزو موافقه ليکونو دعملي کولو دپرمختگ دبهير نتيجې  ددرې واړو هيوادونو دمشرانو څلورمې غونډې ته وړاندې کړې.(٤)لورو ددرې واړو هيوادونو ترمنځ په  هميشنې وده کې  دپراخو اقتصادي اوتجارتي اړيکو  ارزښت ته  په پاملرنې   اوددرې  واړو هيوادونو په اوسنيو صنعتي ظرفيتونو او ځواکمنيو ته په پاملرني سره  دکانونو درايستلو په حوزو  اوپه ازادو سيمو کې دهمکاريو دپراختيا په لاره کې دتجربو اواطلاعاتو دتبادلي په اړتياباندې ټينگاوکړ.(٥)لورو  په پخوانيو موافقو باندې په ټينگاراوددرې اړخيزواقتصادي همکاريو گټو ته په پاملرنې سره اودبار وړونکي او مسافر وړونکي ترانزيت په لاره کې دواټونو اوداوسپني دپټليو  دجوړولو په برخه کې دگډو طرحو  عملي کول اود افغانستان  له خاورې څخه ايران ته  دتاجکستان دبريښنا دليږدونې طرحهسيمه ييز ارزښت لروونکي وبلله  اويوځل بيايې دکورنيو اوبهرنيو پانګي اچوونکو دجلبولو له لارې ددغو طرحو  په عملي کولو کې  دگړنديتوب په نسبت خپل ملاتړ اعلام کړ.لورو دغه راز  په دې برخه کې دهمکاريو د تحقق په لاره کې  داړوندو وزارتونودمرستيالانو په کچه  دگډي کميټي فعالول  ضرورې وبلل .(٦) لورو  ددرې واړو هيوادونو ترمنځ دگډ تلويزيون دجوړولو موضوع دپاملرني  وړ اواغيزمنه وبلله اودتاحکستان اوافغانستان هيوادونو ته دايران داسلامي  جمهوريت دصدا اوسيمادمحترم رئيس ښاغلي ضرغامي دوروستي سفر دمثبت بللو  په ترڅ کې  دتماسونو داستمرار اوپه دغو سفرونو کې دترلاسه شويو تفاهماتو  دعملي کولو په اړتياباندې ټينگاروکړ. (٧)لورو ددوستو او ورونو ملتونو  دگډو تاريخې اوفرهنگي اړيکو اوپيوندونودلازيات ټينگښت  اوپراختيا په مقصد  دگډي تلويزيوني شبکي  د جوړولوپه رغنده رول باندې ټينگار وکړ او ددرې واړو هيوادونو له اړوندو مسوولينو  څخه يې وغوښتل چې  دمشرانو دراتلوونکي غونډې له  جوړيدومخکې دموافقو دعملي کولو په لاره کې زياتي هلې ځلې وکړې .(٨)لورو دتروريزم  ، بيلتون غوښتنې ، بنسټ پالنې  ، نشه يي توکو اودنويو سازمان موندلو جرمونو له مظاهروسره  دمقابلي په مقصد  چې دسيمې دهيوادونو دټولنيز ثبات  اودملي امنيت لپاره  جدې گواښ بلل کيږي دگډو همکاريو دزياتوالي په لاره کې  خپل تياري اعلام کړ.(٩)لورو  په افغانستان کې دبيا رغاوني دبهير ارزښت ته  په پاملرني سره ،  په هميشنې سولي باندې لاس  بري  اوپه دغه هيوادکې د اقتصادي ودي  په مقصد  دنړيوالي ټولني  دغړو، مالي مرکزونو  ، مرستندويو هيوادونو  اودگاونديو اودسيمې دهيوادونو په گډون   په دوه اړخيزو، درې اړخيزو اوڅو اړخيزو همکاريو باندې  ټينگار وکړ  اوپه دي بهيرکې  داغيزمن گډونلپاره يې ټولو لورو ته  بلنه ورکړه  .(١٠)لوري  له اټومې وسلوڅخه په خلاصي نړي  او دنړي په بيلابيلو سيمو په تيره بيا دمنځني ختيځ   په  حساسه سيمه کې  له غه شان وسلو څخه دخلاصو سيمو  د جوړولو په ملاتړ باندې  په ټينگارسره  له اټومې انرژي څخه سوله ييزه استفاده د اټومې وسلو دنه خپريدو دتړون  (NPT)  دغړوهيوادونو له مسلمو  حقوقو څخه بولي .(١١)لورو  دملگروملتودسازمان اوپه هغه پورې  داړوندو ارگانونو په چوکاټ کې او دغه راز داسلامي هيوادونو دکنفرانس  ، دشانگهاي دهمکارى دسازماناو دنورو نړيوالو اوسيمه ييزو سازمانونو په چوکاټ کې ددرې اړخيزو همکاريو په دوام باندې ټينگار وکړ  اوخپل دريځونه  دنړيوالو اوسيمه ييزوموضوعگانو په برخه کې  ددوره يې  اومنظمو سلامشورو  اوخبرو اترو له لارې  يوخيل کوي .دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررئيس حامدکرزي  اودتاجکستان  جمهوررئيس امام علي رحمان  په دغو خبرو کې په مثبتو نتيجو باندې دلاسبري په لاره کې  دلازمو اسانتياو دبرابرولو او ميلمه پالني په خاطر دايران داسلامي جمهوريت له  جمهوررئيس  محمود احمدي نژاد څخه مننهوکړه  .دغه اعلاميه  د ١٣٨٧ هجري لمريز کال دکب يا (اسفند ماه )  دمياشتي په يوويشتمه نيټه  چي د ٢٠٠٩  ميلادي کال  دمارچ دمياشتي له يوولسمي نيټي سره سمون خوري دتهران په ښارکي  په دريو نسخو په دري ،. فارسي اوتاجکې  ژبه چې يوشان اعتبار لري لاسليک کړ.