
الحاج استاذ بیانزی
بسم الله الرحمن الرحیم
مسلمانانو ورونو ، مونږ په دی هکله مخکی هم دی ته ورته لیکنه درلودله ، دا چه زمونږ شیعه ورونه دا نامنل شوی عمل هر کال په ډیر جدیت او شدت ، ځانوهلو او ځان وژلو ( خود زدنی او خودکشی ) په کړنو تر سره او تجلیلوی د منلو وړ خبره نه ده زمونږ مسلمانان ورونه دی مونږ یی باید له دی عمل مخ راواړوو .
مجبور یم تکرار تکرار یی ولیکم لکه قران عظیم الشان کی چه د امر او نهی احکام تکرار تکرار ( لکه ماشومانو ته چه لویان تکراری تکراری توصیی کوی) ، تکرار شوی دی مونږ یی د خپلو ورونو د اصلاح او اسلامی یووالی په خاطر چه هم یی ژوند او هم یی اخرت ښکلی شی تکراروو
عاشوری دوی د حسین رض د شهادت پوری ځانګړی کړی ( کوم چه زمونږ د پیغمبر نازولی او مجاهد لمسی وو چه د لمانځه وخت کی به یی دواړه لمسی په خپلو اوږو کینولی وو لمونځ به یی ورسره کوو) ، مونږ هم ورته احترام لرو . مونږ یی هم د شهادت قدر کوو خو په دی هکله له افراطه کار غیر اسلامی او غیر انسانی عمل دی په دی هکله زه هغه شیعه ورونو ته چه دا کار کوی لاندی توصیی لرم :
لمړی : د عاشوری ورځ یواځی په دی مقدسه نه ده چه دی کی حضرت حسین رض ، د هغه مبارکه کورنی او ملګری یی ( چه شمیر یی ۷۲ کسانو ته رسیدو ) په کی په شهادت رسیدلی بلکه د عاشورا په دی سپیڅلی ورځ تر دی دمخه ډيری مهمی پیښی رامنځته شوی وی حدیث شریف دی فرمایی که په دی ورځ څوک روژه ونیسی الله ج ورته د یوکال ګناهونه وربخښی . زه نه پوهیږم دوی هغه نوری سپیڅلی حادثی ولی نه یادوی که د ثواب په خاطر وی خو هغه هم تردی کم یا زیات ثواب لری، دا خبره هم د پوښتنی وړ ده.
دوهم : که د شهادتونو خبره وی ، تر دی دمخه خلفایی راشدین چه ( حضرت علی رض هم پکی وو) د اسلام د دشمنانو له خوا هم په شهادت رسیدلی، برخلاف دوی د عاشوری د ستری ورځ اهل تشیع ورونه د خلفاوو د شهادت او د اسلامی بی شمیره مهمو او مثمره کړنو پر ځای هغوی ته لعنت لیږی او نه یواځی خلفاوو په هکله د نورو ډیرو سترو مجاهدو او علماوو صحابه وو کرامو پسی سپکی سپوری وایی او د اسلام دشمنان یی خلکو ته ور پیژنی .
حضرت ابوبکر رض چه خپله ټوله سرمایه یی د اسلام په لیارکی ولګوله ، د اولینو مسلمانانو د قطار په ډیرو اولو کی وو ، د حضرت محمد ص خسر ، اول خلیفه او تردی چه کله به حضرت محمد ص ته څه ورپیښ وو حضرت ابوبکر صدیق یی د نایب امام په حیثیت مسلمانانو ته د جماعت ورکولو دنده تر سره کوله او تر ټولو ډیر مهم چه کله حضرت محمد ص مدینی منوری ته د کفارو له مظالمو او پرله پسی وحشتونو اولین هجرت کولو حضرت ابوبکر رض یی یواځنی کس د ډیر باور وړ وو چه د ده سره ملګری وو چه د هغه غار د یار په نوم شهرت لری( چه دوی دواړو پکی د کفارو له ویری پناه اخستی وه ) او داسی نور او نور ، دغه اهل تشیع ورونه بی له دی چه له الله ج سره له مخامخ کیدو ډډه وکړی او یا له خپل وجدان وشرمیږی ، د لعنتی او کافر په نوم یادوی همدا سی نورو خلفاوو او معزز عشره مبشره صحابه کرامو پسی هغه څه وایی چه د روس او امریکی پسی به یی هم ونه وایی حتی د حضرت عایشی رض پسی د حضرت محمد ص اخری او تر ټولو ګرانه ماندینی پسی چه اخری عمر یی د هغی سره تیر او د هغی په کور او د هغی په غیږ کی یی مبارکه روح الله ج ته وسپارله ، هغه عایشه رض چه قدسی نیم احادیث له هغی مبارکی خولی رانقل شوی هغی پسی ډیری بی حرمته او غیر اخلاقی خبری کوی .
له دوی احترامانه پوښتنه لرم چه ایا دوی تر حضرت محمد ص ډیره پوهه او تجربه لری او که دوی کی بل نوی پیغمبر نازل شوی چه سرور کاینات د خپلو ملګرو په خلوص، شهامت ، قدوسیت ، پوهه او تجربه نه پوهیده او دوی پوهیږی هغه مبارک ورته خاینین نه بلکه ، صادق ، فاروق او داسی نوروایی ، ایا دوی به دوی ته حاظر شی چه څوک یی کوم ایت الله یا حجت الله ته د خاین نوم یاد کړی ؟ یعنی هغه چه د وی روزلی او د دوی یاران دی هغه د پیغمبر تر روزل شوو او ملګرو ډیر مخکی دی یعنی دوی تر پیغمبر هم هوښیاران او خارق العاده قوت او پوهه لری ؟
دریم : الله ج انسانان او پیریان د عبادت د پاره خلق کړی یعنی د انسان جسم او روح په ګډه د الله له خوا انسانانو ته د عبادت کولو د پاره امانت ورکړی دی چه باید د همدی د عبادت د پاره وکارول شی ، دا چه څوک دغه دواړه د الله ج د عبادت د وړتیا څخه وباسی حرام او کفر دی نو ځانوهنه او ځانوژنه ، حرامه او شرک دی مرتکب به یی د تل د پاره په جهنم کی پروت وی ( مګر هغه چه د الله ج په لیار کی د الله ج د رضا د لاسته راوړنی د پاره څوک ځان وهنی او یا ځانوژنی ته مجبور شی ) هر څه چه د الله ج په امر او رضا کی وی هغه هم عبادت دی ولی د دوی د دغه وژنو حکم نه په قران او نه په حدیثو کی شته . عزا داری په ورځ به یی خلکو ته نیکی توصی او د الله ج په لیار کی خیراتونه کول ، داسلامی مدرسو د پاره به یی کتابونه او مجاهدینو د پاره یی وسله اخستلی او داسی نور نه دا چه هم ځانونه او هم اسلام بدناموی د دوی دغه وهل او ټکول د دوی ژوند او اخرت دواړه تباه کوی
څلورم : دوی بیا نه یواځی ځانونه وهی بلکه ډیرځله داسی کلمات کاروی چه حضرت حسین رض او دهغه کورنی اهل تسنن په شهادت رسولی . دا سمه ده چه یزید شیعه نه وو اهل تسنن هم د ده دا ظالمانه عمل غندی ظالمانه او وحشیانه عمل یی ګڼی ، مګر د هغو په شهادت کی یوآځی یزید نه بلکه د کوفی شل زرو شیعه ګانو هم برخه درلودله ، د فریب کاری بیعت یی ورسره کړی وو ده مبارک ته یی د کوفی د راتګ بلنه ورکړه کله چه هغه مبارک کوفه کی د کربلا دشتی ته یی سفر راورسید بیایی د خپلی کورنی او ملګرو سره ځانله پریښود ، کله می هم دا فیصله شی چه دا د دوی ځانوهنه به د دوی دهغه فریب کاریو د عمل سزا وی چه د حضرت حسین رض او د هغه د سپیڅلی کورنی او ملګرو ته د شهادت سبب جوړ شو.
پنځم : د دوی دا ځان وهنی او ځان وژنی هر کال د مسلمانانو تر منځ فاصلی زیاتوی او نړیوالو ته د اسلام دین او مسلمانان کم عقل او له مدنیته لویدلی ښکاری دا د اسلام او مسلمانانو لویه بدنامی ده نړیوال له اسلامی دعوت کرکه کوی . دا بلکل د یهودو او نصاراوو هغه غوښتنی چه اسلام او مسلمانان باید کمزوری کړی تمثیلوی او تعمیلوی
شپږم : اسلام کی د تحریفاتو زیاتوالی : شیعه ګان هر کال د همدی د پاره چه خپل دا ډول اعمالو ته اسلامی رنګ ورکړی ، دا کار خپلو پلویانو ته ثواب وروپیيژنی اسناد او تاییدیی پیدا کړی له منقولو او ځانه به نوی احادیث جوړوی او یا به د ایتوتو او احادیثو غلط تعبرونه رامنخته چه په دی کاربه اسلام هم لکه د عیسویت په شان ټوټی ټوټی شی او د اسلام د شمنانو لاس وهنه به هم زیاته شی لکه د سوریه په شان مسلمانان خپلو کی سره وجنګوی
اووم : مقاومت د طاغوت په مقابله کی : دا چه حسین رض او یارانو یی د څه د پاره هغه عظیمه قربانی ورکړه ؟ ټولو ته په ډاګه ده دغه شیعه ورونه بیا دغه ځان وهنی د څه د پاره او د چا په دستور تر سره کوی؟ ولی بیا د هماغه ظالمانو سره د مسلمانانو په ضد په یوه سنګر کی دی کوم چه اوس د حسین په شان مجاهدین په شهادت رسوی ، او بیا هغه ظالمان چه زمونږ سیاسی قدرت ، خپلواکی ، ناموس ،دین ، خاوره ، هوا ، وچه اولمده یی اشغال کړی ، زمونږ خلک وژنی او ښځی مو بی عفته کوی د زمکی لاندی او باندی زیرمی مو غلا او لوټ کوی او په نشه توکو مو روږدوی او فاسده اداره یی په مونږ تحمیل کړی چه تر اشغلګرو دوی څو ځلی وحشیان دی په سلو کی دیرش یی همدغه شیعه ورونه دی نوکه تاسی باندی حضرت حسین رض ګران وی د حضرت حسین د دشمنانو سره د حضرت حسین د ملګرو په خلاف ولی ملګری او هم سنګره یاست ایا ستاسی دریز به هماغه د کوفی د خلکو په شان دوه مخی نه وی د کومو د پاره چه تاسی نن ځانوهنی کوی نو که تاسی هم د کوفی د خلکو په شان دریز غوره کړی ستاسی راتلونکی نسل به ستاسی د جزاوو د جبران د پاره ځانوژنی کوی .