
نيټه: ١٦-١٢-١٣٨٧
په ډېره خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د خواخوږی او انسانيت ستر سمبول، د تصوف شاعر او د پښتنو ستر شخصيت ارواښاد رحمن بابا پر هديره باندي د اسلام، پښتونوالی او شريعت دښمنانو بريد کړي چي دا عمل د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په کلکه غندي او دا عمل يو غير انساني او د اسلام د مقدس دين د لارښوونو پر خلاف عمل ګڼي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه هيئت او ټول غړي په دا ناوړه عمل کې خپله خواشيني او خفګان و افغان ولس، د نړي ټول پښتنو او احساس لرونکي وګړو ته څرګندوي او عاملينو ته ئي د لوي څښتن تعالي د درباره څخه سخته سزا غواړي.
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر