درحمان  با با مزار

چې  د  رحمان  بابا  مزار  ورانوي
د پښتنو  ستر  افتخار  ورانوي
 
دا د فرهنګ او  د ادب  دښمنان
زموږ کلتورزموږ يادګار ورانوي
 
زموږ تاريخ ته دوی په سپکه ګوری
دوی زموږ  څلي  او منار  ورانوي
 
نن د صوفی عبدالرحمان په پلمه
د تصوف  پلونه  او لار  ورانوي
 
دوی دا انصاف او انسانيت نه لري
نن که رحمان سبا انصار ورانوي
 
دا تنګ نظره  دتعصب  ليونيان
د افغانانو  کار  او  زيار  ورانوي
 
اغيار به دا ارمان تر ګوره ويسي
چه  د  افغان  ولس  ګلزار  ورانوي
 
افغانی  زموږ   د پرګنو   يووالی
د دښمن ځاله او اعتبار ورانوي
--------------------------------------
سميع الدين افغانی
٨ / ٣ / ٢٠٠٩
مهاجرت