
د هشت مارچ په پلمه
د کابل – سرينا پر هوټل ( د سيمينار محوه خشونت عليه زنان ) شعارونه ځړېدلي وو .
د هوټل غولي کې لوکس موټر ولاړ وو ، شيبه وروسته ډله _ ډله ، نجونې او ميرمنې چې په غاړو کې يې طلايي زنځيرونه ځنګېدل را ووتې .
يوې چې له غاښونو يې د کبابوپاتې شونې په وچکي راويستې وويل : دغه سيمينارونه بايد نور هم جوړ شي ، موږ ښځې بايد خپل حقونه وپېژنو اودفاع ترې وکړو ، ترڅو به له موږ سره خشونت وي !؟
يوې بلې چې پرشونډو يې تازه لب ستک ( لب سرين ) راتېر کړى و ، په احتياط شونډې بېرته کړې :
اوس نو هغه وخت تللى چې ښځو ته به چا دانسان په سترګه نه کتل ، حقونه به يې تر پښو لاندې و ، اوس ديموکراسي ده .
هغې لا خپله خبره پسې غځوله چې دوه ميندې يې مخ ته را تاوې شوې .
د يوې له غاړي د ماشوم وچ او چاودلي لاسونه راتاو و او بلې خپله وړه ښپې يبله لور چې له يخنۍ تکه شنه اوښتې وه ، له لاسه نيولې وه .
يوې غږ کړ :
خوېندو! ماشومان مې له لوږې مري ، بيمار دي ، تاسو ته د يوې مور درد ښه معلومېږي د خداى په خاطر څه راکړئ !
له هوټله راوتلې يوې ميرمنې په قهر له غاښونو وچکى وغورځاوه :
همدا تاسو د ښځو نوم بد کړى ، دا وخت وګوره او ستا سليقه !
بلې غږ کړ : تاسو غوندې بې ذوقه ښځې چې وي ، موږ به ښه خپل حقونه ترلاسه کړو ، خشونت به ښه ورک شي .
هغوى روانې شوې او سوالګرو ميندو تر ډېره د هغوى تورو دستکولو ته کتل چې په اوږو کې يې ټالۍ وهلې .