
بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
صلیب د عیسایانو نښه ده اومقدس يې بولي، اوپه دې عقيده دي چي حضرت عیسی عليه السلام په دار ځړول شوی دی.
دوی په دې عقيده دي چي عيسی عليه السلام دلرگيوپه ذريعه په دارځړول شوی دی.
عيسی عليه السلام ولي اودڅه لپاره په دارشو؟
يهوداونصاری په دې عقيده دي چي مسيح عليه السلام په دارشوی مړشوی دی.
يهودگومان کوي چي مسيح په الله سره کفروکړ(العياذبالله)له دې امله دوی ورباندي حمله وکړه اودوی وايي چي په دارمړشو.
اوددوی په اندپه دارمرگ دلعنت سره مستلزم دی.
نصاری هم دغسي عقيده لري چي مسيح په دارشوی مړشوی دی خودوی ددې وجه داوايي چي دی په دې خاطرپه دارشوچي دانسانيت لپاره يې قرباني ورکړه څودوی ددوی دپلارآدم عليه السلام له گناه څخه خلاص کړي.
اوهغه گناه يې له هغې وني خوراک ووچي ترې منع شوی وو،نوداگناه يې اولادته نقل شوه اوالله تعالی دآدم عليه السلام ټول اولادته په قهرشو،نوداسي منځکړي ته اړتياوه چي داگناه پورته کړي اوپه دې راضي شي چي په دارمړشي.
اودغه منځکړی چي له گناه خلاصوونکی دی ددوی په گومان دابايدداسي وي چي له نوروبېل وي اوله گناه اوخطاءڅخه خالي وي اودغه صفات يوازي دالله په زوی کي کېدای شي ـ هغه چي ددوی په گومان خپله الله دی،بياددې گناه داخيستلولپاره دبدن اړتياشته.
نوله دې امله دعيسی په صورت کي مجسدشواودمريمي له نس څخه به راوزي،بيابه په دارمړکېږي څودانسانانولپاره ځان قرباني کړي،نوالله پاک په دې فداکارۍ سره دآدم له زامنوراضي کېږي اوداگناه ترې پورته کېږي.
ځکه ددوی په انددالله پاک دعدل په بناءعذاب ضروري وو(خوالله پاک عذاب ورنه کړ)اودرحمت په بناءيې خپل ځان دُنياته راکښته کړاوځان يې په دارکړاودانسانانولپاره يې ځان قربان کړ څوپردوی باندي رحم وکړي(گناه يې ورمعاف کړي)
(دراسات في الاديان اليهودية والنصرانية ص۲۲۶،همدارازکلام النصاری فی کتاب الخطيئة والکفارة ص۳۳، ۳۴همداراز:کفارة المسيح ص۱۷ ،۲۴همداراز:ماهي النصرانية ص۷۶، ۸۸)
دصليب نشان دعيسايانوپه اندډېرمحترم اواهميت لرونکی دی.
خودې ته موبايدپام وي چي دې نښان ترڅلوري عيسوي صدۍ پوري اجتماعي اهميت نه درلود،له دې څخه وروسته دوخت په تېرېدوسره ددې اهميت په عيسايانوکي رامنځ ته شو.
نوددوی دغه عقيده هم دنوروپه څېروروسته رامنځ ته شوې ده.
دمسلمان عقيده هغه ده کومه چي الله جل جلاله په خپل مقدس کتاب کي بيان کړې ده چي نه حضرت عيسی عليه السلام په دارشوی اونه مړشوی دی بلکي الله پاک ديهوديانوله شرڅخه وژغوری اواسمان ته يې ژوندی پورته کړ.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام