غزل


د سترګو د بڼو سره په جنګ کي لیونی سوم
ساقي د سرو لبانو پدې رنګ کي لیونی سوم
محفیل ته دي راوړي د دیدن تشي وعدې دي
پیالې دي ډکي نه دي په تش شرنګ کي لیونی سوم
وعدې دي د ماضي دي تر راتلونکي لاره باسي
نه شونډي مالیدلي نه په بنګ کي لیونی سوم
نه درغلم کوڅې ته سر ببر ګریوان شلیدلي
 نه پرې وتم پر مځکه په پالنګ کي لیونی سوم
نوري د خوشال خان د غېږي سیوری مدام نېسه
په سیوری د مغل باچا اورنګ کي لیونی سوم
    غزل
ستا یادونه ستا پر لاره را سره وي
 لکه ستوري تر سهاره راسره وي
ټوله شپه دي په سپوږمۍ کي انځور ګورم
 سهار ستا تندی هنداره را سره وي
داسي مه وایه ،چي تا یم زه هیر کړي
ستا یادونه به تر داره را سره وي
که پر لره که پر بره خوا یم تللي
خو ګامونه تل تر یاره را سره وي
نوري میني د یار دومره زورولي
 چي اوس بیره د هر کار را سره وي