
نن زموږ دفرهنګ او تاريخ دښمنانو زموږ پريو بل تاريخي وياړ يرغل وکړ او په پيښور کې يې د رحمان بابا عليه الرحمه مقبره په چاوديدونکوموادوويجاړه کړه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داطﻻعاتو او فرهنګ وزارت دغه ناوړه عمل په کلکه غندي خو له دې سره لر اوبر ، وياړمن افغان ولس ته دا ډاډ هم ورکوي چې دغه ډول بې غيرته حملې زموږ د تاريخ پر زرينو پاڼو ګردنه شي غورزولاى .
دافغانستان داسلامي جمهوريت داطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې د رحمان بابا مقبره په ښکلې بڼه او قيمتي ډبروجوړه کړې وه دېته ژمن دى چې دستر رحمان بابا د مقبرې دبيا رغولوچارې به بيا هم په غاړه واخلي .