
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد ( ص) د نيګمرغه ميلاد د پرتمينې نمانځنې په خاطر د حج او اوقافو وزارت دکب دمياشتې له ١٧ نيټې څخه تر ٢٢ نيټې پورې د رحمت اللعالمين داوونۍ په نامه اعلاموي او د جوماتونو له امامانو ، دتکاياو او حسينه و له خطيبانو او واعظانو او ديندارو هيوادوالو ، ټولنيزو او فرهنګي مرکزونو ، صوتي او تصويري رسنيو ، علمي مرکزونو او رسمي دولتي ارګانونو څخه غوښتنه کوي چې دغونډو په جوړولو او د ډول ډول مراسمو پرځاى کولو سره دغه ستره ديني او تاريخي پيښه ونمانځي .