اروپا ته ښاغلي فاروق اعظم د سفر خبرتيا

ګرانو وطنوالو !  السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
ستاسی د روغتيا او خوښۍ تردعاء وروسته.
 لکه تاسي چی خبر ياست زه څه وخت دمخه د افغانستان دکړکېچ دسياسی حل د پيدا کولو په منظور امريکا، بيا اروپائي هيوادو او وروسته افغانستان او پاکستان ته ولاړم. په دغه تلاښ کی چی چيري چا يو پوه او دوطن په درد دردمن افغان راښوولی دی ورغلی يم.  ددغه ورکي دپيدا کيدو په لار کی د مرستی لپاره تاسوته هم درغلم او د ګران هيواد د نجات په منظور می ستاسو نظر وغوښت. داځکه تاسی دوطن مغتنمه دارائې او د ياد څوک ياست.  زه ستاسی له مېلمه پالنی او نيک نظر ډيره مننه کوم.  
ما په دغه سلسله کی دننه او بهر په سوو کسان وليدل چي په هغو کي تاسو محترم، ښاغلو حامد کرزی، يو شمير وزيران، واليان، د شوری وکيلان، دپوهنتون استادان، ليکوالان، پوهان، قومي مشران او دجهاد رهبران هم شامل دی.  ما دا ټول معلوماتونه راټول او تنظيم کړل او دافغانستان دکړکيچ دسياسی حل په منظور مي د يو وړانديز خاکه ورڅخه ترتيب کړه. ستاسی سره مي وعده کړي وه چي دراټول سوی معلوماتونو نڅوړ به درسره شريکوم او چي کله مو دافغانستان دکړکېچ دسياسي حل يو نسبی فارمول پيدا کړ بيا به په ګډه د هغه دتطبيق او عملی کولو لاری پلټو. اوس زه غواړم دخپلی وعدې سره سم بيا ستاسو حضورته درسم او نه يوازی راټول سوی معلوماتونه درسره شريک او دغه وړانديز درته تشريح کړم بلکه دهغه د عملی کيدو په لار کی مو هم نظر وغواړم چي همهغسي بيا وکړو. زه خپل سفر دا وار له اروپائي هيوادونو په لاندی ډول پيلوم. په هرهيواد کي می دتماس لپاره تلفون هم ښوولی دی.
(Tel. + 33 478 974 592                                       فرانسه (9 – 11 مارچ 2009         
(Tel. + 49 15775568782, 49 1785607923              2009 جرمنی (12 – 25 مارچ                                                                
(Tel. 45 6030 5500,  45 31625912               2009 ډنمارک (26 – 27 مارچ   
(Tel. 46 (0)853 184 129,   46 (07) 6215 8176       2009 سويدن (28 – 31 مارچ
(Tel. 00 47 638 17286              ښاغلی طارق بزګر              2009 ناروې (1-2 اپريل
(Tel. 31 622 303611,                                                           2009  هالينډ (3 –4 مارچ
(Tel. 32 48 68 42 383                                                                     2009  بلجيم (5-6 مارچ     
زما د لاری په مسير کي چي هرافغان غواړی زما سره ووينی، زه يې په خدمت کي يم، تماس دی راسره ونيسې. او که د يورپ په کوم بل هيوادو کي محترم افغانان زما ددغه پروګرام سره علاقه لری او غواړې چي زه ورسم، د افغانستان په باب معلومات ورکړم او د حل وړانديز ورته تشريح کړم، په ډيره خوښې حاضر يم. زما سره دی په تماس کي سی. زما موبايل تلفون دی:
 + 44 7944573690,        Email: farouqazam@hotmail.com
درناوي.   بريالی اوسی.
فاروق أعظم