
د ګران هیواد افغانستان په تاریخ کې د
ولسمشرۍ د انتخاباتو دا دریمه تجربه ده چې د راتلونکي کال په حمل کې به تر سره شي ـــ
هغه هم که د ګاونډیانو خوښه وي !
لمړۍ دوه تجربې د کرزي صاحب د سر صدقه
شوې او د دریمې لپاره هم پر مخ د نقاب اچولو او بیا میدان ته د راتلو په هڅه کې
دی خدای خبر چې څه به کیږي .
حالاتو ته په کتو او د کاندیدانو د غر
او پش څخه خو داسې ښکاري چې انتخابات به وشي خو زمونږ بد بختي وګورئ چې کله یو په
تول پوره نه شو پیدا کولای او کله ټول په تول پوره یو !
څوک ولسمشر کیدای شي ، ولسمشر باید څه
صفات او خصوصیتونه ولري ؟ دا خبره مهمه نه ده ځکه چې ـــــ دا افغان ولسمشر انتخابیږي
ـــ او افغان ولسمشر پخوا له دې هم د کومو
لوړو او ځانګړو خصوصیتونو خاوند نه وو ! د هیواد او هیوادوالو دې خدای مل شي .
دا ځل بیا هم د نوماندانو یو اوږد لست
جوړ شویدی چې د “ایک انار سو بیمار” په
کچ دی .
دا نوماندان هر یو داسې ګواښونه کوي
چې له هیڅ چا سره نه یو ځای کیږم او په ځانته ځان یې ګټلای شم ، څلور په کې احمدزي
او دوه په کې محمدزي دي او ډیره د خوند خبره خو لا دا ده چې دوه په کې د یوه پلار
زامن دي او حشمت یې له اشرفه ډیره د غنا دعوه کوي .
قانوناً په دې کې څه مشکل نه شته خو
عرفاً که په یوه کور کې د دوه ورونو تر منځ دومره تفاهم هم نه وي چې یو بل ته په
پوهه ، مشرولۍ او مردمدارۍ کې تن کیږدي نو دوی به دا ملک کومې خوا ته رهبري کړي !
د وحدت خوا ته او که د نفاق او تفرقه
خوا ته !
د کاندیدانو دا دومره کثرت او د هر
اهل او نا اهله میدان ته را دنګلو خلکو ته د رنګارنګ تبصرو او تجزیو مخه خلاصه کړې
ده چې ما هم په دې ټیل کې خپل د زړه بړاس د قلم له څوکې توی کړ .
د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د
نوم لیکنې د بهیر د شلو ورځو په لومړیو نولسو ورځو کې ایله دوه تنو خپل نومونه
لیکلی وو او رسماً یې ځانونه کاندید اعلان کړي وو خو دا نور پنځه ویشت رئیس جمهور
صاحبان د نوم لیکنې د اخرې ورځې په اخرو شیبو کې د انتخاباتو په کمیسون داسې راتوی
شول لکه چې بیخي خبر نه وو او همدا اوس خبر شو ، چې د همدې بې پروایۍ او بې نظمۍ
له امله یې د کابل ښار اکثره اوسیدونکي د سختو ستونزو سره مخامخ کړل او د
انتخاباتو د کمیسون کارکوونکي یې هم تر نیمې شپې په دفترونو کې پاته کړل .
وجه څه وه ؟
دا پوښتنه د هر چا په ذهن کې وه او هر
چا به ورته د خپلو معلوماتو او قیاس ارایي ګانو پر بنسټ څه نا څه ځواب درلود خو
ددې پوښتنې یو ځواب ټولو ته هله راڅرګند شو چې د یوه محتمل ولسمشر صاحب یو معاون د
نوم لیکنی یوه ورځ وروسته بګیل شو او میدان یې پریښود ، دې کار خلک په دې پوه کړل چې دا ټول ولسمشران صاحبان د
سلاتې په جوړولو سخت مصروف وو، د پښتون ، تاجک ،ازبک او یا هم هزاره د سلاتې جوړول
خو اوس د ملي وحدت د ساتلو یواځینۍ نسخه ده چې جوړونکی یې (حکیم وحدت ملي) کرزي
صاحب دی .
نو د پښتون ، تاجک ، هزاره او ازبک تر
منځ د معامله ګرو منډو ترړو او یو بل ته ددې خوار ملک په تشو هډوکو کې د برخې منلو
ته د نولسو او شلو ورځو وخت ریښتیا هم کافي نه وو ځکه نو ځینو دغه تعهدونه په تادۍ
کې ډیر په خام تار تړلي وو چې یوه ورځ یې دوام وکړ ، نو که ولسمشران صاحبان ایله په
اخرنیو شیبو کې نوم لیکنې ته وزګار شول ګرم یې مه بولۍ.
را به شو اوس د هغه خوار محتمل ولسمشر
حال ته چې په یوه پښه پاته شو ، اوس خو د توبې دروازه هم تړل شوې ده هسې نه چې په
دا دومره کثرت الرجالۍ کې دا ولسمشر صاحب په یواځې یوه معاون خوار افغانستان ډرایف (چلول) کړي او راتلونکي پنځه
کاله زمونږ ملک له دوهم معاون صاحبه بې برخې پاته شي او یا په بله اصطلاح د دوهم
معاون صاحب برخه بې خاونده پاته شې.