شل دې کړه خو شل به یې نه کړې !

 
د رسنیو د راپورنو له مخې پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفرونو د شمیرې ستن په نولسو ولاړه وه چې په دا اوسني سفر یې شل کړه په دې معنا چې ولسمشر صاحب د خپل قدرت په دا دولس کلنه دوره کې دا شلم ځل دی چې د اسلام آباد د سیاسي مشرتابه سره ګوري ویني او د طالب او امثاله له لاسه ورته زړه خوري ، خو د چا یې څه ؟
د دواړو ملکونو وګړي په دې پوه دي او حالات هم ددې شاهد دي چې تیرو نولسو لیدنو کتنو چې په ډیره دوستانه او د ورورګلوۍ په فضا کې تر سره شوي له تربګنۍ اودښمنۍ (د پاکستان له خوا ) پرته نور څه نه دي زیږولي او پنجاب د افغانستان په هکله یو انچ هم له خپل دریځه نه دی په شا شوی .
زمونږ کرزي صاحب له خپل اړخه ډیرې هلې ځلې وکړې ډیر نرم نرم وګړید ، رڼې رڼې اوښکې یې په عامه محضرونو کې د پنجاب له لاسه تویې کړې خو پنجاب په خپل ځای ولاړ دی او د افغانستان په لوبه کې یې غیری پنجابیان د مجاهد ، غازي او شهید په نامه د خپل سحر لاندې راوستي، په مخ کې یې د شترنج د پیاده ګانو په شان ځغلي او ددې لوبې خوراک کیږي .
شک نه شته چې د دواړو ملکونو خوار وګړي د تیرو نولسو سفرونو په وخت کې د هر سفر پایلې ته هوسیدلي او ډیر ډیر نیک اومیدونه یې د دواړو ملکونو د مشرانو د لیدنو پورې تړلي خو د سفر له ختمیدو وروسته او حتی کله کله د لیدنو کتنو د ورځو په جریان کې پنجاب هماغه پنجاب وو او پیاده ګانو یې ددې خاورې د تنکیو بچیانو وینې رخیصتاً في سبیل پنجاب توی کړي او د همدې وطن نوي ځلمکي یې د خپل بادار د اِرضا کولو لپاره د جنت د حورو په هوس د بارودو په اورونو کې سیځلي دي او د افغان په کور یې د ماتم لړۍ توده ساتلې ده .
که غوا توره ده شدې یې سپینې دي ، اوس ټول په دې پوهیدلي دي چې طالب څوک دی ؟ چیرته دی ؟ څوک یې روزي ؟ او څه ترې غواړي ؟
پخپله د پاکستان سیاسیون هم که په عامه مجالسو کې د طالب له ملاتړ څخه لفظي انکار کوي خو په حقیقت کې طالب د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره خپله پانګه Asset)) ګڼي او کلک پرې ولاړ دي .
ښکاره ده چې هغوی ته داسې شرایط برابر شوي او داسې خلک په لاس ورغلي چې خپل نن او سبا نه پیژني ، وړاندي وروسته نه شې کتلای ، د تور او سپین تمیز نه شي کوای او ډیر په ارزانه بیه د خپل ځان او ورور وژلو او کور ورانولو ته اماده کیږي نو پنجاب به دا لوبه سړه کړي !
ابداً نه !
نا امیدي ګناه ده خو له یوي خوا د پنجابیانو په لاس کې پورته ذکر شوې پانګې (Asset) او له بلې خوا د ولسمشر کرزي د ضعیفه شخصیت ، کمزورې ادارې او فاشل قیادت په نظر کې نیولو سره حتی د ولسمشر د شلم سفر څخه هم د مثبتو پایلو تمه کول لویه خطا ده .
پنجابیانو ته د کابل د ادارې کمزورتیا او هرچاخاني او د افغانستان د قیادت نا اهلي ډیره ښه معلومه ده نو ځکه یې په رڼا ورځ د کونډې نه خو تر دې مخکې ،
شل دې کړه خو شل به یې نه کړې !