دښکېلاک (استعمار) سا (روح) پېژندنه

  د «حق اوحقيقت» ګړونه د(ارستو)له مهاله دخپلو استادانوپهٔ پل پهٔ فلسفه کې پراخ دود شوي ، هغه انساني ژوند په عقيده پورې تړلی بولي او عقيده! مطلق حقيقت (څښتن)ته درسېدو ېواځنۍ لاربولي .
دانسانانوترمنځ اوانساني ګډ ژوند کې حق اوحقيقت نسبي دی ،او په ٔ درېو اړخونو پورې اړه لري. :
۱-دحق او حقيقت غوښتونکی ،په ٔګوته کونکی ،  پېژندونکی او پرېکړې وال . ېا( کړووال) .         ۲-هغه څه ٔ (شی ،موضوع) چې موږ په ٔ هغه ٔ کې د  حق او حقيقت پلټنه ( دعوا ) کوو. ېا
( په ٔ کړو وال ) .
۳-(قېد) ېا »»  چېرې ؟ کله ؟ څرنګه ،... ؟ (شپول اوتړلتېاوې ېې) .              
بل ګړ دارستو لهٔ پلوه د « زهٔ » ګړ څېړل شوی .
د « اېمانوېل   کانت » شاګرد  « فيښتې» ( نښتر،سرپ) ددې ګړ ځانګړی فلېسوف دی . داګړ له بده مرغه پهٔ فارسي ژبه کې د (نيو ، اټکل ، درک ، پېژند ،.....) وړ نهٔ دی .
پهٔ پښتو  او نورو  ډېرو هندواروپاې ژبو کې ښهٔ څرګندېږي .  :  زهٔ  ګورم . ما  وليدلو . ما  ګوري .
څوک؟  زهٔ   ؛  د چا ؟   دما (زما ) .          
  ۱-  بې لهٔ ما نړۍ  د تصور وړ نهٔ ده .    ۲- بې لهٔ « زهٔ » نړۍ دتصور وړ نهٔ ده .
 پهٔ دوومه  جمله ( ګړ تړلې ، ګړ ځنځير ، غونډله ، تړلې ) کې « زهٔ» د سړي (انسان) پهٔ مانا دی .
د  څوک ؟  زهٔ   ؛ چې داول ېوکس پهٔ تــــــــــــوګه  ما پهٔ  « زهٔ » ( ټولنه) کې ورګډوي .
د  چا ؟   د ما   ؛ داول ېوکس خاوند پهٔ توګه     ما  لهٔ « زهٔ» ېا ټولنې رابېلوي .
زهٔ  ( پېښوری  دنوښار پلار، پښتون / اوغان ( مسلما ن وېلو ته ځاې  نهٔ پاتې کېږي ) ، انسان ) ېم . ورګډ .
د  ما    ژبه    پښتو     ده .( فارسي ، اردو ، عربي ، ....، نهٔ ده . ) . را بېل .
له نوروفلسفي څېړنو ېې تېر ېږو .
زهٔ   پښتون /اوغان  ېم     څهٔ  مانا ؟
۱-هر پښتون / افغان   پهٔ هر ځاې کې چې وسېږي  مسلمان دی .
۲ –هيڅ  پښون /اوغان بې څوکه نهٔ دی . ېانې  دېو مخامخ (مقابل)ېو او  د اتېا ملېونه مخامخ اتېا ملېونه ملاتړ لري.
۳- هيڅ   پښتون / اوغان  بې شتو  او بې ملکيته  نهٔ دی (ځان خاوند بولي) .
۴- نژدې هيڅ   پښتون / افغان  له خپل  قووته  او هوويته  خبر نهٔ دی.
۵- خو ، نړۍ او دښمنانو  پېژندلی .
لنډه داچې دنوې رېاضي له مخې هر نوم وال ، هر ډېري (سټ) ته ورګډ  او   رابېلېدلی شي .
زهٔ  دېو  پښتون /اوغان پهٔ توګه  لهٔ ټولو  لومړی   بلوڅ  ، تاجک، هزاره ،ازبک ،... ،....ته پهٔ ډېرو تعريفونوکې ور ګډ ېلی  او را  بېلېد لی شم . دا را بېلېدنې غېر طبعي او غېر انساني نهٔ دي . همدا را بېلېدنې دي چې  انساني ژوند ته رنګ او خوند ور کوي اوبېرته ېې سره ګډوي . خېالونه ، خوبونه ،  تصورونه ، هيلې اوارزوګانې ، فانتازۍ ، پهٔ تېرو وېاړ، په ټولنه ېا ډېري (سېت ) کې ځان لوړول ، نهٔ ېوازې د شخصي اوټولنيزې خوښۍ ، بلکې دټولنيزې پرمختېا هڅاند هم دی .   
زه ٔ دونېا کې پېدا شوی           مادونېا ده پېداکړې
موږه دواړه پېداي شوي    موږه دواړه سره شتهٔ ېو
د دونېا سره وران نهٔ ېم     خو دځان سره سم وران ېم      او دانسان سره سم وران ېم
چې هغه پهٔ ارام وينم    زهٔ ارامه ناارام شم
چې هغه په ٔ توان وينم   له ٔ توانه ناتوان شم
چې ېې نهٔ وينمه روغ ېم   دبل ډېرو ته ناروغ ېم
کهٔ ددهٔ وي کهٔ زما وي     دېو مرګ ته مې تا بېا وي
بينا يي کهٔ دا بلا وي   خداېهٔ سترګې رانه واخله
موږ دې پېچلې نړۍ ته زموږ لهٔ پرېکړې او ارادې پرته راځو . اول اورو (دمور ژبه،مينه) بېا سترګې غړو وينو( مېنه) ، لهٔ همهغې ورځې موږ ګېر ېو،ورو ورو ټولنيز ګډ زوند ته ننوزو ځان  څښتن او نړۍ پېژندلو پړاوونه لنډوو  ،اړتېاوې باېد پوره کړو،پسې ګرځو ، پهٔ پېښه (تصادف)مخ ته راځي ، پر مخ ځو او مخ کېږو(مقاومت) . ځان ازادوو او ،همدارنګه :
 دژوندي پهٔ توګه خوراک ، څښاک ، جنسي اړيکو او نوروته اړ ېو .
د انسان په توګه ايډېالونه لرو ، او ځان لومړيتوب ته هڅو، لهٔ زهٔ څخه  »»( زما) ته زو .
همدا حېواني اولوړې انساني اغږنې دي ، چې ستونځې رامنځ ته کوي ، هر څوک  ځاااااااان ته حق ورکوي او خپله وړاندې که وه ٔنه حقيقت بولي ، او تر هغې په تېري کې وي چې ېا ېې مخه ونيول شي( پهٔ زور   او  کله کله هم پهٔ قانون) اوېا ېې نور لهٔ توانه وتلي وي . سکندر څه ونهٔ کړل ، تموجين ( چنګېز ) چا پهٔ کلي کې نهٔ پرېښود لو ،  انګرېزه دمېوند غچ څو کرته واخستلواولاېې زړهٔ ېخ نهٔ دی ، دورور هېواد شوروي اتحاد  وروري  او د ديموکراسۍ  د سينه دربي امريکا  زړه سوی  مو پهٔ خپلو سترکو وليد ل اولا ګورو ېې .  
استعمارګر که ٔ پخواني دي ېا اوسني ، امپرېالستي وي ېا سوسېالستي ، اسلامي وي ېا غېر اسلامي ، ټول ېو رنګ  موخې  او ورته لارې لري . هغو غولونه ، وعده ورکول ، درواِغ وېل ، زور زېاتی ، نوي دځان په ٔګټه عقيدوي بنسټونه ،  او اېن مصنوعي خو کاري پېغمبران جوړوي ، او ددې دپاره  ټوله ميډېا په ٔ لاس کې لري . هر تور   سپینولی   او هر سپين تورولی شي .  بده ېې  ولسي   او په ٔ تېره روشنفکري ذهنيت کډوډول دي  ،او لهٔ ټولو بده ېې داده چې دا ېې درک کړه چې کهٔ څوک پښتون ورکول غواړي ، نو پښتو او پښتونولي  دې  توره  اوسپکه کړي ، او پهٔ دې کار کې تر اوسه برېالي دي .

څو ورځې مخکې هالېندي مقاماتو له ٔخوا دمړېو دلست خپرول او دځنېو له ٔ خوا هغه پهٔ خپله ګټه څرخول، وروستۍ او لومړۍ  ټولې ناخوالې  په ٔ ېوه خوا او کله کله هم  بېا بې ارتباطه پهٔ  ېو شخص ورتپل ، ترشا څهٔ نورې جرړې لري . پښتانهٔ تراوسه « ژبه ،مشر ،مرکز » نهٔ لري ، نوپهٔ استعماري بهير اوپلانونو به ېې ځه  خبر شي . چې لا اوس ېې هم نهٔ زده کوو ، نو ګنا دچا ده؟ غوږ ته نهٔ ګورو اوپهٔ  سپي پسې منډې وهو ،هرڅهٔ لرو ، خو« تس لاس مودشمن دی » .
 ترکومه بريده  چې زهٔ په ٔ دې هکله زما پهٔ اند پهٔ نسبي حقاېقو خبر ېم تاسو ټولو سپېڅلېو سره ېې شريکوم . :
۱- خارجي اغېزې : اوغانانو نيم اوغانستان لهٔ انګريزانو ازاد کړ ، روسانولومړی په رسميت وپېژندلو ، افغان دولت هم لومړی وو چې د شوروي دولت ېې پهٔ رسميت وپېژندلو .  ددوم نړېوال جنګ پهٔ پاې کې د شوروي اتحاد سوسېالستي استعمار  او د امريکادمتحده اېالاتو امپرېالستي ښکېلاک  ددوه نړېوال سترځواک پهٔ توګه رامنځ ته سول .
پښتنو دانګريزانوسره کينه لرله اولري به ېې امريکاېان ېې ورسره ېوشی بلل او هغو هم ورسره مينه وال نهٔ وو ، کبل (علت) ېې پاکستان وو .نوځکه  شوروي پهٔ افغانستان لانورې هم خپلې اغېزې پراخه کړې  .
نړېوالې ستونزې ېو پهٔ بل پسې د شوروي پهٔ مرسته دپښتنو دمورال سره سمې هوارېدلې : دکيوبا  او وېتنام جنګونه، دهند سره دوستي ، دپښتون مسلمان پهٔ توګه پښتنوته د الجزاېر ازادي ،دسوېز کانال ، دفلستينېانو ملاتړ،  داسې برېښېدل لکه خپل . ددې ټولوسره سره انګريزي ملاېانو   ولس د روس پهٔ ضد ودرولو ،  خوروشنفکران ېې پلوي پاتې شول ؛ تر هغې چې اخوانېان رامنځ ته شي .
 انګرېزانو شاهي کورنۍ ته پهٔ ګوته کړه  ،چې پښتانهٔ  باېد دکتاب مخ ونهٔ کوري او دپښتو شونډې باېد  وګنډل سي ورسره ېې دروسانوسره دښواړيکو اجازه هم ورکړه ، چې دظاهرخان پيلوټ ېوروسی وو .
ښهٔ مې پهٔ پاد دي ،  ېو استادپهٔ  ډېره تروه ټنډه اوبرګ غوني شاګردانو ته ووېل :
« دپاکستان جمهور ريس فيلډ مارشال اېوب خان  دافغانستان پهٔ هوا تېرېدلو ، دېو پېاله چاېو دپاره  پهٔ هواېي مېدان کې دمه شو ، المتوکل (ظاهر    شا) ته ېې په پښتو ېودوه خبرې وګړې ، دنورو خبرو دپاره ظاهرخان  لاس پورته کړ  او  شاته ېې مخ راواړولو په ٔ فارسي ېې له ترجمان څخه پوښتنه وکړه ، چې : «جناب څه ووېل ؟ » . اېوب خان  ورته ووېل چې تهٔ چې دومره هم پهٔ پښتو نهٔ پوهېږې ستا سره خبرې کول ګټه نهٔ لري ا وترې روان شو . رضا خان اورضاشا عملا ځانونه دافغانستان واکدارن ( شا هنشاهان )بلل .  نادرخان پهٔ همدې ټس کې ولاړلو ، ظاهرخان هم دوه واره دا ما لګه وڅکله چې قربانېان ېې سېد کا غذ  ، ګاوسر ا وتاج  شول ، خو ظاهرشا تر اخره دهغو لهٔ سلا پرته هيڅ نهٔ کولو ، ايرانېانوباندنېو چارو وزارت  څارهٔ اوپاليسي ورته ټاکله  . لنډه دا چې استعماري پلانونه  (۲۰۰) کلن وي ، اودا کورنۍ ترېنه بې برخې نهٔ وه .
۲-داخلي اغېزې : دلنډون پهٔ خاطر ېې دثورلهٔ پاڅونه  لنډ پېلوم . دا پاڅون( د نيم شوي ،شل شوټ ، ښهٔ نېتي مسلمان، غولول شوي ، غولېد لي ،  ژبه پرې شوي ، دکور خاوند پهٔ دروازه کې درول شوي ، دغرهٔ دزمري په ښار کې سپک شوي ، دښمن ته دوږي پړانګ خو سلطنت  اوسلظنتي جمهورېت ته ..( .... )، ته)! دبادرده ، ازموېل شوي ،او هوډ منو بجېو لهٔ پلوه داسې ېو کره سنجول شوې ګزار وو ، چې  پهٔ دښمنۍ کې ېې لهٔ دښمنه هرڅهٔ ولاړل ، نيمه نړۍ ازاده شوه ، او جرمن ېې ېوکړلو .
ددې پاڅون مخکښان لکه پلرونه ېې  له سياسته ناخبره همهغسې ښهٔ ز ړي ، پاک نېته ، لهٔ امو تر اباسينه  دخپل سرنوشت ټاکلو هوډمن – په ٔ روسانو ماماګانو دزړهٔ له کومي مېن وو  او بله لار ېې هم نهٔ لرله .
روسانو لهٔ اولې ورځې نهٔ غوښتل پاڅون برېالی شي . لهٔ همهغې اولې ورځې دسيسې ، دام او تلکونه پهٔ کار واچول شول .
څو کودتاوې دروس دنېغ پهٔ نېغه مرسته او دپرجم پهٔ ونډه چې باېد شوې واې  شنډې شوې . روسانو  پرته لهٔ کارمل او پرچمېانو نور څوک نهٔ شو زغملی .
پرچمېان پهٔ ظاهره لهٔ منځه ولاړل ، خوروس دهغوپهٔ وجودکې دېو پوخ ګزار تېاری نيولو .
روسانوهرڅه پهٔ خپل سر کول ، حالات ېې ګډوډول . مرګونه ، او ولس  فرار او مقاومت ته را پورته کول ېې خپله دنده وګرځوله . کله  چې ېې  دامريکا دمتحده اېالاتو سفير (ډابس ) دشمالي ټلوالې دستمي ګروپ  څلورو تنو په لاس کابل هوټل ته وتښتولو؛ نو دامريکا سفارت اړونده مقاماتو ته خبر ور کړ، چې دوي دتښتونکوسره خبرې کول غواړي ، خو روسانو دکړکۍ لهٔ لوري زينه ور کېښووله ، بم ېې ورواچولو او پنځهٔ واړه ېې ووژل .
دطاوسخان پهٔ نوم  د پغمان دخالدارې ېو اوسېدونکی د « خلکوکور» دپخلنځي مشر ليکوال ته ووېل : « امين صاحب غوښتی وم راته وه ېې وېل (روسي ملګري شکاېت لري ، دهغو خبره منه ! ) » دا دهغهٔ د وا ک لومړۍ ورځې وې . څو ورځې وروسته طاوس خان ته دسيسه جوړه شوه ، او لهٔ دندې لرې شو ، او ورپس  روسي اشپزانو د تېري پهٔ ماښام ډوډۍ زهرجنه کړه .
دا لنډه ليکنه دټولو دساېسو سپړنه او څېړنه نهٔ شي کولي ، خو پهٔ لنډه کې پهٔ دې ټوله  نړۍ خبره ده چې خلکېانو دخپل ټول ساده والي اوسپين زړهٔ توب سره سره دډېرودساېسومخه ونيوله ، روسان خپلې موخې ته ونهٔ رسېدل ، ځکه ېې په اخرکې  خپله اخري وسله (مخامخ تېری) وکاروله .   
پښتون دښمن ته خاندي
دلته هر پښتون موسی دی                 دلته هره تړه طور دی
دلته دخداې دغضب اور اوبهٔ شي زور اوبهٔ شي
دلته سپين غر دی دلته خېبر دی دا ېې دستور دی
بده شوه رقيبه په ترخه خندا مې تېر وتې
دلته تندی جنتي  ګوره سينه تنور دی .
زه ٔ  دې پاېلې ته ورسېد لم  چې اوس بېا  دهمهغهٔ وخت پهٔ څېر  لوي او تاريخي اوغانستان  جوړېدونکی دی .
هغه  وخت ېې  د روسانو پهٔ زور  دا تاريخي  ګام  وځنډاوه  ،   خو اوس ېې ولسونه غواړي .
کهٔ رښتېا وهٔ واېم زهٔ دې نيمګړې ، ساده اود ما اولنۍ ليکنې تهٔ د فارسي ژبې وتلي ليکوال شا محمود
(حصين ) د دعوت د پاڼې د ( ۳. ۱۰ ) ليکنې اړ ګړلم . هغوې ډېره پهٔ زړه پورې مقاله ليکلې ده ؛ سړی تر اخره پورې پهٔ ډېره لېوالتېا دځان سره بېا ېي ، خو پهٔ پاې کې سړی دې پاېلې ته رسېږی ، چې دا ټوله خواري : دېوچا د (برأت) دپاره او هغه هم پهٔ (کارملي ) روحېه ترسره شوې ده .
په پا ې کې  زهٔ  له ٔ ټولو پلوېانواو مخالفينوېې ېو ه پوښمنه  لرم  :
پهٔ هغهٔ قوت کې کوم کرامت پروت وو ، چې  امريکا ېانو دټولې ناتو  او اروپا په ٔ  ملاتړ ، شوروېانو  دوارسا پهٔ ملا تړ ، چين ، ټولو ګاونډېانو  ، نژدې ټولو عربي هېوادونو ، د پاکستان (۷) دايران (۸) اودننه ټولو سازمانونو  او  پخپله  داخلي  دښمنېو پهٔ دښمنۍ مات نهٔ شو کړلې؟ پاې .
دراتلونکي خپلواک سرلوړي تاريخي لوي اوغانستان پهٔ زېري کې .  

                       دنوښار  پلار            پېښوری