ډاکټر اشرف غنی؟ هیڅ باور مو نه راځي!



داسی اوازی او ګنګوسی مو تر غوږ شوی چی ډاکټر صاحب اشرف غنی احمد زی غواړی چی د یوداسی شخص سره چی مکمل بیسواده، جنګسلار او لاسونه یی  د بی ګناه افغانانو په وینو تر څنګلو پوری لړلی او  د ستر جنرال پلاستیکی لقب د ځینی نورو خرڅ شویو له خوا ورکړل شوی، څه به مو سر خوږوم  نوم یی دوستم دی ائتلاف وکړی او همدغه بیسواده د ځان مرستیال وټاکی، خو زما پر دغو ګونګوسو هیڅ باور نه راځی او دا باید هسی د سرچوک تبلیغات وی او باید چی واقعیت ونه لری.
محتر ډاکټر صاحب احمدزی! لکه چی تاسو تر موږ ښه پوهیږی یو ښه ولسمشر کولای شی چی د افغانستان دا روان کړکیچ پای ته ورسوی، او زموږ هیواد هغی خواته سوق کړی تر څو پکشی  جاسوسان ،جنګسلاران، کاتیلین. رشوت خوران، او په کار ناپوهه اشخاص او افراد له سیاسی ډګر وباسی او پر ځای یی سوله ټینګه او په وطن او خلکو مین اشخاص او افراد  ولس او هیواد ته د چوپړ لپاره راولی او په کار یی وګماری. نو که چیری دا ګنګوسی روښتیا وی چی تاسو غواړی د یو بدنامه ملېشی سالار سره یو ځای شئ دا به نه تنها تاسو په راتلونکیو د ولسمشرۍ په ټاکنو کی ناکام کړی بلکی هغه ښه نوم چی تر اوسه یی په ولس کی لری هم په اوبو یوسۍ او ټول محبوبیت به له لاسه ورکړی. نو د یو افغان په ډول هیله لرم چی په هیڅ ډول د یو داسی چا سره يو ځای نه شی چی هیواد یی وران کړی وی او تورسری یی کونډی کړی وی او  په جنګی جنایاتونو تورن وی.
رښتیا هم چی په یو لاس ټکه نه وهل کیږی، او سیاست هم دوست او دښمن نه پیژنی خو د  افغانستان په ټولو قومونو کی  ښه ، ښه افراد او اشخاص شته چی تاسو ورسره یو ځای شی او ورسره ائتلاف وکړی چی یو ښه مثال یی ډاکټر صاحب رمضان بشردوست دی او نور اشخاص او افراد به هم تاسو پیژنی چی نه یی خلک وژلی وی او نه یی د ملت مال چور کړی وی پیدا کړی او ورسره یو ځای شی. که تاسو رښتیا د ملت لپاره د خدمت په خاطر ځان کاندیدوی او په الله ج تکیه وکړی او خاموش اکثریت ته مراجعه وکړی بری به مو حتمی وی.
د افغانستان لنډ تاریخ ته په کتوافغان ولس د همدغو اشخاصو او افرادو په شان لکه عبدالله، سیاف ،محقق، احمدضیا مسود، ګل اغا،  دوستم  او ځینی نورو لخوا اسیر شوی او پر مری یی ورته پښی کیښودی دی او څوک ترینه شور نه شی خوړلی. خلک دوی وژنی، د ملت مال دوی چور کړ، د نورو هیوادونو استخبراتو  سره دوی ارتباط لری او زموږ ولسونه د قوم ، ژبی او مذهب په نوم دوی غولوی او د افغانانو د پاکو احساساتو ناوړه ګټه اخلی.اوس نو دا  ځوریدلی ملت یو ښه، پوهه مشر ته اړتیا لری تر څو د ابد لپار د  دغه جنایتکارانو کمبله ورذټوله کړی او  ددی اشخاصو سره د ټولو جنایتون حساب او کتاب وکړی.
 محترم ډاکټر صاحب اشرف غنی ! اوس نو  ملت ستاسو پر خوا سترګی غړوی  او له تاسو هیله لری چی د ډاکټر صاحب رمضان بشردوست سره یو ځای  شی او د د راتلونکی کال  د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته ځان ونوموی تر څو تاسو د دغه ځوریدلی ولس لپار د خدمت مصدر وګرځی.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۵/۱۰/۲۰۱۳