دبهرني سياست ناکام مديريت

افغانستان په دې وروستۍ لسيزه کې دنړۍ له ډيرو هېوادونو سره سياسي ،اقتصادي ،تجارتي ،پوهنيزي او ديپلوماتيکي اړيکې ټينګې کړې او دنړۍ په ډيرو هېوادونو کې يې دنړيوالو ديپلوماتيکو اصولو او نورمونو مطابق خپل سفارتونه او قونسلګرۍ پرانيستې اوپه ورته شان نورو هېوادونو هم په افغانستان کې خپلې سياسي نماينده ګۍ جوړې اوسياسي ماموريتونه يې پيل کړل ،په اوسنې عصر کې ديو معاصر او اغيزمن دولت ترټولو ښه ځانګړتيا هم داده چې دنړۍ اوسيمې له هېوادونو سره په هره برخه کې دملي ګټو دخوندي ساتلو ، نړيوالو اصولو او ګټو ته ددرناوي په اساس ټينګې اړيکې ولري ،نه يواځې په ملي قلمرو کې دبشري هوساينې لپاره کار وکړي بلکې په ټوله نړۍ کې دبشري هوساينې ،بشري حقوقو درعايت ،نړيوالې همکارۍ دپراختيا ،سولې ،امن اوثبات دټينګښت لپاره منل شوې تګ لارې ولري.
نړۍ اوس ديوې نړيوال کلي بڼه غوره کړې دنړۍ ټول ملتونه په دې کلي کې دکليوالو په حيث ژوند کوي ولې په کلتوري ،ديني ،سياسي ،امنيتي ،اقتصادي او نورو ډګرونو کې دنړۍ ټول هېوادونه يوشان ليدلورى او لرليد نه لري ،موخې ګډې دي مګر د ترلاسه کولو تګ لارې يې بېلې دي خو هغه څه چې دولتونو پرتوافق ته رسيدلي هغه په دې نړيوال کلي کې دګډ سوله ييزژوندانه ،نه لاسوهنې ،دوه اړخيزه درناوي او ګډې همکارۍ اصول دي چې ټولو دولتونو همدغه اصول په خپلو قوانينو کې ځاى پرځاى کړي هم دي.
افغانستان دنړيوالې ټولنې يو لرغونى غړى دى ،په اساسي قانون کې دا صراحت موجود دى چې افغانستان ديوخپلواک هېواد په توګه کولى شي دنړۍ دټولو دولتونو سره سياسي او ديپلوماتيکي اړيکي ولري او له دې لارې خپلې ملي ،سيمه ييزې او نړيوالې ګټې خوندي کړي.
او داهم معلومه خبره ده چې ددولتونو ترمنځ دسياسي او ديپلوماتيکو اړيکو دټينګښت اود همکارۍ پراختيا دهر دولت دبهرنيو چارو دوزارت دنده شميرل کيږي چې په ښه مديريت سره يې بايد دخپلو سياسي نمايندګيو له لارې دخپلو سفيرانو او ځانګړو سياسي استازو په واسطه مخ ته يوسي ،هغه دولتونه چې منلي مسلکي سياستوال ،مسلکي روزل شوي ديپلوماتان او سفيران لري ،بهرنى سياست يې اغيزمن او ګټې يې خوندي وي او سفيران يې په مقيمو هېوادونو کې دهرحالت ،پرمختګ ،تګ لارواو سياسي بهيرونو څخه په بشپړه توګه خبروي او په کوم هېواد کې چې ماموريت لري حالاتو او شرايطوته په کتو سره دهماغه هېواد لپاره ځانګړى فکر لري او همېشه معلومات دخپل متبوع هېواد له بهرنيو چارو وزارت سره شريکوي.
سره ددې چې زمونږ هېواد اوس دډيرو هېوادونو سره دستراتيژيک ملګرتيا تر پولو دوستي او ژورې سياسي او ديپلوماتيکې اړيکې لري چې دا يوه ښه لاسته راوړنه ده ،ولې هغه څه چې دژورې اندېښنې وړ خبره ده ،هغه لومړى په بهرنيو چارو وزارت کې ديوې فعالې ،په سياست پوه او مسلکي رهبرۍ نه شتون دى ، دوزارت اوسنى وزير ښه ډاکټر دى مګر ښه سياست وال او ديپلومات نه دى ددې ترڅنګ په ياد وزارت کې ديوې سروې او احصائې له مخې يواځې ٩٠سلنه کارکوونکې ديو قوم سره تړاو لري هغه ته هم داهليت ،شايستګۍ ،وړتيا ،لياقت او سياسي پوهې له مخې دندې نه دې ورکړل شوې ،بلکې ديوې کړۍ دجنګي قوت او فشار په اساس مقرر شوي دي.
په بهرنيو سياسي نمايندګيو کې چې اوس کوم کسان کار کوي ترډيره بريده په افغانستان کې موجوده نظام ته ژمن نه دي بلکې هغه ډلو او ټپلو ته ژمنتيالري چې ورسره تړاو لري او يايې په همدې بنسټ باندې چوکۍ ترلاسه کړې ده.
ددې پرځاى چې دخپل هېواد ګټې خوندي کړي ،دخپل ملي هويت انځور خلکوته وړاندې کړي ،دخپلو ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړي او په مقيم دولت کې دخپلو وګړو حقوق خوندي کړي ،دخپل دولت بهرنى سياست تعقيب کړي او په اوسنيو حالاتو کې خپل دولت ته دنړيوال سياست او تګ لارو په اړه ګټورې مشورې ورکړي ،ولې هرڅه سرچپه دي ،ديوې ټولنيزې شبکې دمعلوماتو په اساس په ډيرو دولتونو کې دافغانستان په سياسي نمايندګيو کې ګمارل شوي اشخاص دملي ګټو پرځاى شخصي او ګوندي ګټې پالي ،دملي ارزښتونو څخه ددفاع پرځاى شخصي چلندونو او پرديو ارزښتونوته درناوى لري ،دخپلو وګړو دحقوق دتامين او دفاع پرځاى يواځې دخپلو اولادونو دحقوقو او دفاع غم ورسره دى ،دخپل دولت دبهرني سياست دتعقيب پرځاى دنورو دولتونو بهرنى سياست پلى کوي اوکله يې چې دماموريت وخت پوره شي بيا خپل هېواد ته هم نه راځي بلکې هلته پاتې کيږي چې دافغانستان په پرتله ورته زيات ګران وي.
ان تر دې چې همدغه ډول سفيران بهرنيو دولتونو ته دخپل هېواد دحالاتو ،شرايطو او تګ لارو په اړه ناسم معلومات ورکوي.حکومت ته وړانديز دادى چې همېشه بايد دبهرنيو چارو وزارت درهبريت او مديريت مسووليت داسې چاته ور په غاړه شي چې دافغانستان له ټولنې ،ولس ، خاورې او تاريخ څخه ژوره پوهه او درايت ولري ،ملي ګټو ،ملي هويت ،ملي ارزښتونو او ملي يووالي ته ژمن وي اوټولې نړۍ ته پيغام يو وي.
اوپه سياسي نمايندګيو کې داسې کسان دسفيرانو په حيث په دندو وګمارل شي چې ورته ځانګړتياوې ولري اوپه ټول مانا خپل هېواد ،ولس او تاريخ ته ژمن وي ،دنړۍ نورو ملتونو او دولتونو ته داسې پيغام ورکړي چې زمونږ دهېواد بهرنى سياست او تګ لاره يې ايجاب کوي او تل دخپل ماموريت پرمهال ژورې څيړنې وکړي اوپه هغه هېوادونو کې چې ماموريت لري له روانو حالاتو ،تګ لارو او موخو څخه ځان په ژور توګه خبر وساتي او خپل متبوع هېواد ته په دې تړاو خپل معلومات ورکړي .
همدا اوس چې دافغانستان او امريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دامنيتي تړون په اړه کومې خبرې روانې دي ،په تحليل ،منځپانګه او موخو يې نه زمونږ دبهرنيو چارو وزير سم پوهيږي او نه په امريکا کې زمونږ سفير په دې اړه کوم خاص معلومات لري دا يوه بېلګه وه ،ددې لپاره وړاندې شوه چې بايد دهېواد دبهرني سياست په مديريت او بهرنيو سياسي نمايندګيو کې ژور سمون او بدلون رامنځته شي او ترټولو زيات په کې اصلاحات راوړل شي ترڅو په دې سره افغان دولت ديو معاصر اغيزمن دولت په توګه دملي ګټو دخونديتوب پربنسټ خپلې نړيوالې اړيکې ټينګې وساتي.
بريالى روان