رویټرز: د القاعدې دعوتونکی ټاکنو کې نوماند دی:

 
هغه کس چې القاعده یې افغانستان ته راوستلې، د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو ته د ځان په نوماندولو نړیواله ټولنه حیرانه کړله.

سیاف چې نن یې رسماً د ځان نوماندولو لپاره د ټولټاکنو خپلواک کمیسون ته تللی و، رسنیو ته وویل:"نن ورځ، زه غواړم وطنوالو ته د خدمت په موخه ځان ونوموم او د هغو کسانو سره په څنګ کې ودریږم چې غواړي وطن ته خدمت وکړي!"
راتلونکی کال به په ملیونونو افغانان په هغو ټولټاکنو کې برخه واخلي چې افغانستان ته حیاتي ارزښت لري او په افغانستان د امریکې له تیري څخه ۱۲ کاله وروسته ترسره کیږي.

ملګري ملتونه او د امریکا متحده ایالات هم هڅه کوي چې ټاکنې په ښه ډول سره مخکې له دې چې په لسګونه زره بهرني ځواکونه له دې هیواده وځي، ترسره کړي.

لویدیځوالو ډیپلوماټانو وار له مخه د سیاف په اړه خپلې اندیښنې له رویټرز سره شریکې کړیدي. دوی ویریږي چې د سیاف په راتګ سره به د ښځو حقوق، د بیان ازادي تر پوښتنې لاندې راشي ځکه چې دی له اسلامي ملیشه و سره اړیکې لري.
د فلپین د ابو سیاف ډلې خپل نوم هم له همدغه کس څخه اخیستی دی او د ۱۱/۹ راپور کې هم دده نوم د خالد شیخ محمد د روزنکي په توګه راغلی دی. خالد شیخ محمد هغه کس و چې د یولسم سپټمبر چاودنې یې طرحه کړې وې.
سیاف د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ز کلونو په منځ کې په پاکستان او افغانستان کې نظامي زده کړې ترلاسه کړیدي.

په ۱۹۹۶ز کې سیاف د القاعدې له مشر سیاف څخه وغوښتل چې افغانستان ته ستون شي.بن لادن په دغه هیواد کې تر هغه پاتې شو کله چې په افغانستان په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکایانو لخوا حمله ترسره شوله.

د سیاف لومړی مرستیال اسماعیل خان غوره شویدی چې د افغانستان د لویدیځ مشهور جګړه مار دی. اسماعیل خان په دې وروستیو کې د امریکایانو له وتلو څخه دمخه یو ځل بیا د ځان په بیا مسلح کولو ټینګار کړی و.

سیاف داسې وخت کې ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند کړی چې له ده څخه دوې ورځې دمخه د شمال ټلوالې یو بل مشر عبدالله عبدالله ځان یو ځلې بیا ثبت کړ.
نور احتمالي نوماندان کیدای شي د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، په لویدیځ کې زده کړې ترسره کوونکی اشرف غني، د کرزي ورور قیوم کرزی وي چې په څو ورځو کې به ځانونه نوماندان کړي.