
دوشنبه شنبه ( د كب ۱۲ ) كابل كي د پرمختيايي پروژو د چټكتيا او همغږي په موخه يو ورځنۍ غوڼده رابلل شوي وه
په دې غونډه كې سلاكار وزير او دپكتيا والي جمعه خان همدرد، د خوست والي حميدالله قلندر زي ، د پكتيكا والي عبدالقيوم كټوازۍ ، د غزني والي ډاكټر محمد عثمان عثماني ، جانسن په جنوب ختيخ زون كي د آيساف قومنداني مشر ، د يوناما استازی ، د يو ايس اې آی ډي استازي ، د سيمه ايزو ارګانو خپلواكي اداري مرستيال او سرپرست برنا كريمي برخه اخيستې وه .
دغه غونډه چي د سيمه ايزو ارګانو خپلواكې ادارې په كوربه توب كابل كې رابلل شوی وه او په اړوندو مسائيلو خبرې وشوې .
په پيل كې د سيمه ايزو ارګانو خپلواكې ادارې سرپرست برنا كريمي د ښه راغلاست وينا وكړه او وروسته په وار سره د جنوب ختيځ زون واليانو خبرې وكړې .
پكتيا والي جمعه خان همدرد د پكتيا په اړوندو مسائيلو ، لاسته راوړنو ، ستونزو خبرې وكړې .
ښاغلي همدرد د خپلو خبرو په يوه برخه كې د بريښنا د پروژې د ځنډولو لامل د بريښنا د وزير بې كفايتي و بلله او ويې ويل : په پكتيا كې ځينې پروژې داسې هم شته چې پيسې يې منظورې شوي ، خو تر اوسه پرې هيڅ كار نه دى شوى ، لكه له كابل نه ګرديز ته د بريښنا د مزيو د راغزولو پروژه چې آسيايي بانك ورته پنځه اويا ميليونه ډالر منلي، خو د يوه كال په تيريدو سره پرې هيڅ كار شوى نه دى ، چې دا د او بو او بريښنا له وزارت او په ځانګړې توګه د بريښنا له وزير ښاغلي اسمعيل خان نه غټه ګيله ده .
ور پسې په وار سره د پكتيكا ، خوست او غزني واليانو خبرې وكړې او په سيمه كي يې له امنيتي نا خوالو سر وټكاوو .
د پكتيكا او خوست واليانو دا هم وويل چې نويو دندو ته زموږ له راتګ دوه يا درې اونۍ كيږي ، او مونږ به په راتلونكو غونډو كې په هر اړخيزو مسائيلو خبري وكړو .
د سيمه ايزو ارګانو خپلواكې ادارې مرستيال ، برنا كريمي وويل چي دا ډول د همغږي غونډې به د نورو زونونو واليانو لپاره هم جوړې شي .
سمون