
دافغانستان اسلامي جمهوري رياست
د جمهوري رياست ، ولسي جرگې و ولايتي شوراگانو ، ولسوالۍ شوراگانو اوښارواليو دانتخاباتو دترسره کيدوپه هکله د جمهوررئيس فرمان
دافغانستان داسلامي جمهوريت داساسي قانون د ٦٣ او ٦٤ مادې د حکمونو پربنسټ دولس دارادې په غوښتنه ددموکراسۍ دټينگښت ، دملي بٍنسټونو دپياوړتيا دتيکاو دساتنې اودملي وثيقې په توگه داساسي قانون داجرا اوڅارنې دملي يووالې دټينگښت اوپه تيرو اوو کلونو کې په نړيوال ډگرکې دافغانستان دمهمو لاسته راوړنو په درناوي اوانتخاباتو په هکله دولسي جرگې د ١٣٨٧ کال ددلوې دمياشتې د ١٤ مې نيټې دپريکړې پربنسټ له جهادي اوسياسي شخصيتونو ، عالمانو ، حقوق پوهانو، دولتي مقاماتو سره دسلامشورو اود انتخاباتو دخپلواک کميسيون دستونزو په نظرکې نيولو سره دغه مراتب منظوروم
لومړى ماده :
دانتخاباتو خپلواک کميسيون دي دجمهوري رياست ، ولسي جرگې ، ولايتي شوراگانو، ولسواليو شوراگانو اودښارواليو انتخاباتو داساسي قانون د ٣٣، ٦١، ٨٣ ، ١٣٨، ١٤٠ او ١٤١ مادو موادو مطابق ترسره اولازمې اسانتياوې دي ورته برابرې کړي .
دوهمه ماده :
دافغانستان داسلامي جمهوريت ددرې گونو قواوو په گډون ، دکورنيو چارو، دملي دفاع وزارتونه اودملي امنيت لوى رياست اونورې ادارې دنده لريچې دامکاناتواوتوان ترپولې پورې دامنيت دټينگښت اودانتخاباتو دخپلواک کميسيون په وړاندې دپرتوستونزو دله منځه وړلو په هکله خپلې ملي اوقانونې دندې ترسره کړي.
دريمه ماده :
دافغانستان دټولو پرگنو اوصنفونو ، ښځو ، نارينه وو ، عالمانو، روحانيونو، روښنفکرانو، ښوونکو ، بانفوذه قومي مشرانو ، سياسي گوندونو ، ټولنيزو سازمانونو ، دمدنې ټولنې، رسنيو اونورو بنسټونو دينې اوملي دنده ده چې دسالمو ، عادلانه او سرتاسري انتخاباتو په ترسره کولو سره دهيواد لوړې گټې دخپلواکى ، يووالي اوملي حاکميت دټينگيدو لپاره په هرډول شخصي ، دله ييزو و قومي ، ژبنيو او سيمه ييزو گټو لوړې وگڼي او دانتخاباتو دخپلواک کميسيون اونورو اړوندو دولتي ادارو سره په همکارى کې په دواړو انتخاباتو کې فعاله ونډه واخلي اوپه پوره پوهه اوهوښيارى له هرډول بي اتفاقى ، مخالفتونو اوددې خاورې ددښمنانو دښکاره اوپټولاسوهنو مخنيوى وکړي اوپه خپلو برخليک ټاکونکو رايو سره زموږ گران اوسرلوړي هيواد ته روښانه اوځلانده برخليک ورپه برخه کړي.
څلورمه ماده :
داسلامي شريعت اونافذه قوانينو له مخې دهيواد په برخليک کې ټاکل اوټاکل کيدل دټولو وگړو حق دى٠ په دي توگه ددولت دټولو مخالفينو اوناراضيانو څخه هيله کوم ترڅو دټاکوونکي اوټاکل کيدونکي په توگه په دي لويه ملي پروسه کې خصوصا دهيواد په ناامنو سيمو کې په فعالې برخې اخيستوسره دانتخاباتو دترسره کيدو اودخلکو دگډون په موخه دانتخاباتو له مسوولينو سره همکاري وکړي .
حامدکرزي
دافغانستان داسلامي جمهوريت رئيس