محصله

                             
 کابل پوهنتون د مود او فېشن د نندارتون بڼه غوره کړې وه ، جوپه – جوپه هلکان او نجونۍ په رنګارنګ  لباسونو کې ګرځېدلې ، ځينې خو به داسې وو ، چې تر څو به دې ترې  خبره اورېدلې نه وه ، نو د خارجي ګومان پرې  کېده .
يو ناڅاپه به  په کړس – کړس خندا ګانې شوې  ، په ملا به مات شول او ځينو بيا لکچر نوټونه مخ ته نيولي وو او ورو-  ورو ګامونه يې اخيستل .
هرې ونې لاندې څو تنه سره راټول وو ،  يو شور جوړ و  ، چا به ويل : هغه درېيم سوال دې څنګه کړ ؟ 
بل به غږ کړ : دې ظالم  خو دومره سخت سوالونه راوستي  وو .
 زه هم له دوه  نورو کليوالو ملګرو  سره  ،  د يوې و نې سيوري ته ناست وم .
زموږ اول کال و ، دغو پرديو تقليدونو او بې حجابيو ته فکر وړي وو ، يو ناڅاپه مې يوه ملګري غږ کړ :
افرين !  دغه ده د حياناکې لور ، دغې ته وايي اصيله پښتنه ...
مخ مې وګرځو :  هلته له يوه واړه موټره په  حجاب کې يوه  دنګه  نجلۍ راکوزه شوه ، له ملګرو سره ګډه مخ په موږ  را روانه وه .
په  خپلو کې په خبرو لګياوې ، له نږدې کېدو سره يي اواز هم  لوړېده  ، هغې خپلې ملګرې ته ، چې کيڼ لاس ته يې روانه وه ،  وويل :
 داښه خبره ده چې انسان بايد ترقي خوښه کړي   ، خو افسوس !  چې موږ  پرمختګ يواځې په مود ،  فېشن  او پردي تقليد کې ګورو .
دغو  خبرو زما له سره د تشويش پيټى کوز کړ ، غم شريکه مې  پيداشوه .  هغه ورو-             ورو ،  مخکې تله او له سترګو پناه شوه ، خو د زړه له سترګو مې پناه نه شوه .
  له يوه  ملګري  مې  د هغې په اړه وپوښتل ،  هغه هم سمه نه پېژانده خو وې ويل چې د طب محصله ده او له يوې درنې کورنۍ څخه ښکاري .
 که څه هم ماخپله خاوره پرېښوده ، خو د هغې خيالونه راسره مله پاتې شول .  ځان سره مې پردېس کړل .
  کله چې به مې  هلته د( سکول ) او يا ( کالج ) نجونې  ولېدې ، هغه به مې سترګو ته نېغه ودرېده .
 
  له يوکال  وروسته بيرته خپل ګران هېواد ته راستون شوم  ، کابل ته را ورسېد م  .
داوخت دلته د واک پر سر جګړه توده وه .
ځاى ځاى  کورونه ،  دولتي تاسيسات او يادگاري څلي نسکور پراته وو  .
د کابل ښايسته فضا د باروتو لوګيو  نيولې وه ، ټوپک په لاس کسان ګوته په ماشه ګرځېدل ، د توپونو او راکټونو درنو ډزو شيبه په شيبه د غوږونو پردې کړنګولې .
يو ناڅاپه به تور لوګي غېږ – غېږ  پورته شول ، څانګې به ورژېدې او په مڼده به خلک له  کورونو راووتل .
 زه خپل پخواني ملګري سره دوکان کې ناست وم  . تېرې کيسې موکولې ،  هغه پر اوږه ټپ راکړ او وه يې ويل : خبر شوې ؟
  رنګ مې بک والوت . لاسونه مې سست شول زړه مې ډيپ ولوېد .
- هله ژروايه ، څه خبره ده ؟ 
 - هغه ژوره ساه راښکله :  هاغه د ازموينې ورځې دې په ياد دي ؟ هغه حيا ناکه نجلۍ چې ...
 ما خبره ور پرې کړه :    هو ، ټوله کيسه راياده شوه خبره کوه .
هغه ، سوړ اسويلى  وکېښ ، شونډې يې په غاښ کړې ، سترګې يې  سرې شوې ، اسمان ته يې وکتل :  د ظالمانو دې کور وران شي .
زما حلق وچ شو ، اوار رپېدلم ، سترګې مې د هغه په شونډو نښتې وې .
 ملګري مې  بيا خوله پرانېسته :
   تقريبا دوه مياشتې وړاندې يې په کور راکټ ولګېد ، دا بله کوټه کې په مطالعه لګياوه ، انګړ سره لنبه شو اوکله چې يې د لنبو په منځ کې وروڼه او پلار وليدل بېهوښه شوه .
 څو ورځې اخوا دېخوا لالهانده ګرځېده ،  ورو- ورو ښه شوه ، د زړې مور او وړو خويندو غم  ور له غاړې شو ، ډېر دفترونو ته ودرېده  خو چا يې غږ وانه ورېد .  
يو ناڅاپه مې د ملګري غږ ټپ شو ،  سر يې وښورو :  اوس ، کله کله دلته هم راځي .
 د کيسې د اورېدو وس مې  بايلولى و  ، پر زنګنو مې سر کېښود  ، هماغه ورځ  مې په ياد شوه  چې دا له ښکلي واړه موټره  په ښايسته جامو کې راکوزه شوه اوله خپلو ټولګيوالو سره يې قدم واهه
ناګهانه  مې  ملګري و ښورولم ،  سترګې مې پورته کړې ، په مخامخ والګا مې سترګې ونښتې  .
 د والګا څنګ ته  په شلېدلو جامو کې دنګه جينۍ  ولاړه وه ، پيوندي ټکري کې يې ځان تاوکړى و .
موټر سيټ ته يې  لاس وغځو ، خو خالي يې راکش کړ . سر يې وښورو مخ  په  موږ  را روانه شوه ، وروور ورو نږدې کېده  .
ذهن مې دوه کاله وروسته لاړ ، هماغه دپوهنتون ورځې مې په ياد شوې ، زه لا خپلو فکرونو کې وم چې  ملګري مې سر رانږدې کړ ، وروريې راته وويل :  ودې پېژانده ، داهماغه د طب محصله ده .