پكتيا- په پټان ولسوالۍ كي د ۱۲ كيلومره سرك كار پيل شو

پنجشنبه (  د كب اتمه) د پكتيا په پټان ولسوالي كي د ۱۲ كيلومتره سړك د رغوني پرانيسته وشوه .
په دي پرانيسي كي د پټان ولسوال نياز محمد خليل ، د مشرانو جرګي غړۍ سناتور لايق منګل ، او قومي مشرانو برخه اخيستي وه
نوموړي سړك په پټان ولسوالۍ كي د شپولي خولي سيمي څخه تر مقبل اوحسن خيلو سيمي پوري غزيږي
دا سړك چي ۹ متر بر او ۱۲ كيلومتره اوږدوالۍ  لري ، په اساسي شكل په اتو مياشتو كي جوړيږي
د دي سرك ټوله بوديجه دري ميليونه ډالره ده چي USAID/IRD لخوا وركول كيږي.
دا په داسي حال كي ده چي د پكتيا بيارغاوني ټيم لخوا ۳۰ وړي او لويي پروژي د ۱۳۸۸ كال لپاره په پام كي نيول شوي او ډير ژر به كار پري پيل شي
 
سمون- د پكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر