جلا وطن

دا موږ څومره بد نصيب يو
په  پردو کی  چې  ا وسيږو
نه   د ځان   نه   د قريب   يو
غير ملکو کې چې اوسيږو
 
وطن  مور  وطن  عزت   دی
وطـــــــن مـــينه  محــــبت دی
اوس مو وران  دی د زړه کلی
شوګيرو  کـــې  چــــې  اوسيږو
 
دغه څوک دی چې یی وران کړو
نن احتياج يـــې د جـــــــــــهان کړو
دا دکـــوم ظالــــم لـــــــه ظلــــــمــــه
تــــورو شپـــــو کــــې چې اوسيږو
 
کاش د خپل وطن  بزګر وای
يا چوپان وای  يا کار ګر وای
اوس  په بل  ملک کی نوکر يو
پـــه  چــــرتـــو کــې  چې اوسيږو
 
دلتـــــه بل رنګ تــــرانــې دي
دلته بل شان تـه نغـــــــمې  دي
موږ  د  خپل  مالت  نه  لرې
په ميــــــرو کـــې چې اوسيږو
 
نه ځما د کلی خوند شته
نه هغه د ياری رنګ شته
دلتــــــه  مينـــــه  بازاری  ده
په دوکو کې چې اوسيږو
 
دلته زړونه دی مات شوي
د مستۍ نه دي وليدلي
هر قدم  کې  مايوسي   ده
په سلګو کې چې اوسيږو
 
که لوی خدای مو مهربان شي
د رحمت په موږ باران شي
په وطن  کی مو وروري شي
خپل بانډو کی چې اوسيږو
 
ربه موږ  هم  بنده ګان يو
د يو خوږ ژوند په ارمان يو
لا تر څو به محتاج  ګرزو
اميدو کی  چې اوسيږو
 
افغانی وطن سور اور شو
تر اسمانه لوګی خپور شو
اه  فرياد  دی  د  بيوزلو
تورتمو کې چې اوسيږو
-------------------------------
سميع الدين افغانی
٧  -  ٢  -  ٢٠٠٩
\"\"