دغه تغيير او بدليدو نه به څه تمه وشي ؟
د جهانخوارو د وعدو نه به څه تمه وشي ؟
دا به رښتا وي هغه څه چې دوی وعدې ورکوي؟
د نوي مشر تدبيرو نه به څه تمه وشي ؟
خلکو د ظلم او ورانکاره سرمايي نظام نه
ددو هوښياره ليونو نه به څه تمه وشي ؟
روزګار به بيا خپل ازموينه راڅرګنده کاندي
زموږ د بربادو ارمانونو نه به څه تمه وشي ؟
هغه ظالم پاچا د ظلم دانجام نه وروسته
د دغه ځوان د کړو وړو نه به څه تمه وشي ؟
خلکو دا ظلم دا وحشت به وي تر کومه پورې؟
خاونده ستا د قدرتونو نه به مو تمه وشي ٠
دغه ناتار چې نن سبا په ولسو روان دی
ددی وحشت دختميدو نه به څه تمه وشي ؟
که داسې نه وي نو راپاڅه اې مظلوم ټبره
يو لوی تحريک د ولسو نه به څه تمه وشي ٠
افغانی ستا کلي بانډې چې ورانوي نه ګورې؟
ددی ورانکار سړی خورو نه به څه تمه وشي ؟
----------------------------------------
سميع الدين افغانی
٢٩ - ١ - ٢٠٠٩
مهاجرت
وروستي