غزل

هلــــــته چينه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــــم
په ايينه كــــې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــــم
سپوږمــــۍ قــــربان دې شـــمه مستې وړانګې وغزوه
په توره شــــپه كې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم
باده! پلو ته يې څنډ وركړه چې را وخو ګـــــــــــوري
دې لــــــــوپټه كـې يو تصوير دى زه يې نه پېژنـــــم
د زړه پتنګ مـــې ورنږدې شي خــو ناګاره كړي ځـان
وايي ډيوه كـې يو تصـــــــوير دى زه يې نه پېژنــــم
۲ – ۵ – ۱۳۸۰ لمريز
پېښور