پكتيا - د اوونۍ وروستي خبرونه د رپوټ په بڼه  :

د ولايتي شورا كلنۍ ټاكنې تر سره شوي :
پنجشنبه د كب لمړۍ د ولايتي شورا كلنۍ ټاكنې تر سره شوي ، په دې ټاكنو كې د پكتيا ولايت د ولايتي شورا مشر د آزادو سياليو په ترڅ كې ډاكټر محمداجان مرستيال يې ښائسته جان احدي او منشي يي نيازی  وټاکل شول .
دا په داسې حال كې ده چې تير كال د ولايتي شورا مشر مياخيل ځاځي وو خو  سږ كال يې رايې تر لاسه نكړای شوې خو مرستيال يي ښاغلي احدي په خپل ځاي پاتې شو .
د ټاكنو پر وخت اوسني مشر ډاكټر محمداجان د لاښه چوپړ ټټر وواهه او د خلكو مرسته يي په دې برخه كي وغوښته.
 
دپكتيا په ولايت كي د30 تنو وزګارو ځوانانو لپاره دكار زمينه برابر ه شوه :
شنبه (د كب دريمه )دكار ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو رئيس الحاج عبدالصمد مصلح وايي دغه ديرش تنه ځوانان چې دمركز ګرديز ، شواك او سيدكرم دولسواليو اوسيدونكي دي دولايت بيا رغاوني دټيم په مالي مرسته دمترقي شركت لخوا دموټرونو دترميم په څانګو كې  وروزل شول .
دغه ځوانان په څلورو مياشتني كورس كې دموټرو دترميم بيلا بيلې څانګې په نظري او عملي ډول سره روزل شوي دي
نوموړي شاګردان په اعاشې او اباطې سربيره هر شاګر د ته دمياشتي 3000 افغاني معاش هم وركول كيده .
او هم ورته دكورس په پای كې دكار توكي هم په وړيا ډول وركول شول چې په ښار كې په ازاد ډول كار وكړي .
 
د يوه شهيد له كورنۍ سره مرسته وشوه :
يكشنبه ( د كب څلورمه ) ديوه تن شهيد سره دپكتيا په ولايت كي دولايت دمرستيا ل وكيل عبدالرحمان منګل له خوا مالي مرسته وشوه
نوموړي شخص چي ميوه جان دګلاب جا ن زوی داريوب ځاځي ولسوالۍ اوسيدونكی دی څه موده مخكې په پلازمينه كابل كې ديو ځانوژونكي حملې په پايله كي شهيد كړای شوی و د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې يو لك افغانۍ نغدې مرسته دنوموړي دكورنۍ سره ،وشوه چې په كوروداني سره ومنل شوه .
 
د ولايت پلاوي له دوه ولسواليو ليدنه وكړه :
دوشنبه ( د كب پنځمه ) دپكتيا ولايت دمقام دهدايت سره سم دسكتوري ادارو دريسانو په ګډون يو پلاوی چې دښوونې درئيس انجينر محراب الدين شفق په مشرۍ ګمارل شوی وو دځاځي اريوب او احمد خيلو ولسواليو ته يې دسفر په ترځ كې دقومونو استازو سره دليدنې په لړكې دهغوی يو لړ سيمه ايزې ستونزې واوريدې او  دحل په برخه كې يې دمقام ولايت له اړخه ډاډ وركړ .
 
د پكتيا ولايتي شورا ته وركشاپ جوړ شو:
سه شنبه ( د كب شپږمه ) دپكتيا ولايتي شورا دشويو كړنو دارزولو په موخه د( اين ،ډي ،اي) دفتر له خوا درې ورځنی وركشاپ دولايت په مقام كي پيل شو په دغه وركشاپ كې دولايتي شورا دصلاحيتونو او مسؤليتونو په اړونده ځغلنده رڼا واچوله ، ددوی دكاري ظرفيتونو دلا لوړولو په موخه عملي او نظري تدريس ترسره كيږي په دې پرانيستونكي غونډه كې دپكتيا ولايت مرستيال او دسكتوري ادارو ريسانو هم ګډون كړي وو .
سمون- د پكتيا ولايت مطبوعاتي دفتر