اې خلکو ! ستره بلا راروانه ده

د افغانستان حالت دا ښئي چې څومياشتې وروسته به په افغان مظلوم ملت بيا هم ستره بلا را نازله شي. ددې بلا د راتګ د عواملو وړاندوينه په لاندې ډول کيداي شي. ١. په قبايلي سيمو سوات او ملاکنډډيوژن کې د نفاذ شريعت په نوم القاعده او طالبانو ته واک سپارل په ډاګه په يوه دولت کې ديوه بل بنسټپالي دولت جوړول دي ځکه په دې کار سره د اتحاد المجاهدين په نوم دشمالي او سويلي وزيرستان د بيت الله محسود ، حافظ ګل بهادر او ملا نذيرډلې د القاعده تر مشرۍ لاندې سره يوځاى شول، چې په راتلونکي پسرلي کې به د افغانستان په سرحدي سيمو کې لوي ناتار جوړوي ا و دوي سره به ديرش زره نوي وسلوال هم يو ځاي کيږي. ٢. دپاکستان ددولت لخوا په دو ورځو کې ديرش زره نوي طالبان د وسلو په ورکولوسره په قبايلي سيمو کې وزيږيدل،امريکا خو د عراق تجربې دلته لابراتواروي خو هغه خلک چې هلته وسلوال کيدل هغوي مترقي او روڼ انديو، مګر دلته دا خلک بنسټپالي دي. ٣:دناټو او ائتلاف هغه په زرګونه ميله وسلې او دپرسونل ضد برتانويبمونه چې وروسته له غلا کيدودطالبانولاس ته غور ځيدلي ،په راتلونکي پسرلي کې پر افغانانو استعمال او آزمويل کيږي . ٤: د حکومت په واکداره کړي کې دومره ناهيلي او مکار کسان شتون لري چې فکريې هم نه شي کيداې، آن تر دې چې دولسمشر لمړي مرستيال هم په حکومت تورلګوي چې له فساد او درغلۍ ډک حکومت پر افغانانو مسلط دي. خو دومره څوک نشته چې له دې ښاغلى نه پوښتنه وکړي چې ښاغليه! ته څوک يې ؟ ځان ته دې پام شته که نه ! څوک چې لاړې پورته تو کړي په خپل مخ يې راغورځي. د افغانستان ټول خلک تا ته هيښ پاتي دي چې ياره ! ډيرناځوانه خبر دې له خولې راوتې ده، له همدې دسترخوانه يې خورې بيا په همدې دستر خوان کې .......کوې ، نو تاسو فکروکړي چې دا ناهيلۍ حکومتي چارواکي به څومره،د خطر په وخت کې ځان ټينګ کړي،واللهُ اعلم. ٥. د انتخاباتو کميسيون – کاي ايده-اوباما- يوناما او نړيوالې ټولنۍ دټاکنو نيټۀ دراتلونکي کال د زمري ٢٩مه وټاکله خو دې ته يې فکر نه د ه چې همدا اوس د کرزي شاوخوا خالي شوې ده او په حکومتي کړيو کې څوک د چا امر اوخبر نه مني. بهرنيو جاسوسي کړيوته په ژمنتوب سره يو بل ته د شک په سترګه ګوري. او يو پربل ناګمانه دي. نو په دې توګه له همدااوس نه دواک تشه په محسوسيدو ده . داچې په هغه درې مياشتو راتلونکې تشه کې به څه پيښ شي يوازې خداې ته معلومه ده خو هر څه چې پيښيږي د افغانو په خيرنه ده. ٦: هغه ټکنى وحدت چې د افغانانوترمينځ د لنډ مهالۍ حکومت په راتګ سره مينځ ته راغلي و اوس بيرته له مينځه تلونکي دي. ځکه شمال ټلواله اوجبهه يې يوې خواته کشوي. جمهور ي ګوندچې پخوا د کرزي ګوند ګڼل کيده اونيمايي غړي يې د حکومت چارواکي و بله خوا يې ډنګوي،ضمناًناراضيان بيانورې ببو لالۍ غږوي او هغو کسانو چې ځان يې راتلونکي ټول ټاکنو ته کانديد کړي ، خلک يې په مختلفو ډلو اوګروپونو ويشلي. ٧. د هيواد امنيتي کړيو کړنې اوفعاليتونه خپلو جلا جلا بادارانو ته په وفادارۍ سره، هرې خواته متوجه او يو ( سنترال مرکزيت) نه لري، حتي په دې امنيتي ځواکونو کې، ځينې ځواکونه ډير ستر وحشتناک او اختطاف ګر ګروپ لکه د چيف خدا داد ګروپ ته کار کوي چې حتى بهرنيان يې د کنترول توان نه لري، دا ګروپ دومره ځواک او په امنيتي ځواکونو کې نفوذ لري چې د چاپلار يې د نوم اخستلو توان نه لري،دا خو پر ځاې پريږده چې څوک ورته څه ووايي. ٨. که چيرې په راتلونکي پسرلۍ کې د واک د تشې غم ونه خوړل شي او حکومتي لوړو چارو، او په ځانګړې توګه امنيتي ځواکونو رهبري ته صادق، وطنپرست اوخپلو دندو ته ليواله کسان ونه ګمارل شي او همدا کړۍ چې نا هيلي شوي او واڼي يې تښتيدلي پاتې شي چې هغه دچيف له ګروپ سره اړيکې هم ولري، نو داشونې ده چې په افغانستان کې به داسې يوه بلا او ناورين راشي، چې هيڅ څوک به ورته پښې ټينګې نه شي کړاي، نو هيله داده چې ټول افغان ولس،چارواکي او نړيواله ټولنه دې ټکوته پام وکړي اوسر لا له اوسه يې غم وخوري. عبدالرووف لېوال حسين خيل ------------------------- Referer: http://rohi.af/feedback/attached/index.php 117.55.192.103 [117.55.192.103] Country: Afghanistan; Region: Kabol; City: Kabul; Mozilla/4.0 (compatible; MSIE 6.0; Windows NT 5.1; SV1)