د اصلاح انلاين خبرتيا

له ډاټ کامه تر ډاټ orgـه


د اصلاح انلاين قدرمنو لوستونکو او مينه والو

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

دا دی ستاسې وېب پاڼې له پنځه مياشتني کاريز مزل وروسته، يو لنډ تخنيکي مزل هم وکړ: له ډاټ‌ نيټ څخه ډاټ‌ اورګ .org ته شو، البته ښايي د لنډ مهال لپاره وي.

دا چې پخواني ډومېن يعنې .net ته څه ورپېښ شول او د چا له لاسه د دې کيسه که فرصت وو بيا وروسته وکړو.‌

د اوس لپاره يوازې دومره وکړئ چې د سايټ مينه وال د دغه نوي ادرس په اړه خبر کړئ، چې ادرس يې دی: www.EslahOnline.Org

د سايټ د څلور ورځني ځنډ لامله چې د توقع خلاف او په يو ډېر حساس او مهم وخت کې پېښ شو موږ، د زړه له تله، له تاسې څخه بښنه غواړو.‌

په دې مهال کې زيات ټيليفونونه او له چا سره چې د چلوونکو شخصي ايميل ادرسونه وو، زيات ايميلونه، را ورسېدل چې د سايټ په اړه يې پوښتنه کوله، خواخوږي او د مرستې څرګندونه به يې کوله. ستاسې له مينې او تماسونو څخه يو نړۍ مننه.  جزاکم الله خيرا.

د دې ځنډ لامله زموږ ټول پلان شوي پروګرامونه هم ځنډېدلي دي، لکه د سيرت مسابقه او ژوندۍ ناستې او نور فوق العاده مهالوېش شوې پرمختياوې.

ډېر ژر به د همدغو مهالوېشونو د نويو نېټو اعلان هم وشي ان شاء الله.

د اصلاح انلاين نوم به لاهم هماغه 'اصلاح انلاين' او په انګرېزي کې EOL پاتې وي ځکه له پيله څخه د ډاټ نيټ يا ډاټ اورګ وروستاړی (پسوند) پکې په پام کې نه وو نيول شوی.

که په راتلونکي کې خدای مه کړه بيا اصلاح انلاين ته داسې ستونزه پېښېږي، احوال يې په اصلاح انلاين بلاګ EOL Blog کې تعقيبولی شئ.

 الله موږ او تاسې نه سره بېلوي او ستونزې دې خدای تل ليرې لري.

په درنښت او خلوص

د اصلاح انلاين اداره

www.EslahOnline.Org

and we are back... but with Dot Org

EOL is back, but with a short journey technically from dotnet to dotorg.

We have been struggling for the past four days to get dotnet back activated, but have failed so far.

Let's keep a hope for getting it back soon inshallah.

Please tell your freinds and EOL fans of the new address.

We will tell you more about this journey later inshallah.

Be with us now at: www.Eslahonline.Org

--
--
www.EslahOnline.net
info@eslahonline.net
On Facebook: http://www.facebook.com/group.php?gid=54140927118