اصلاح انلاين د سيرت مسابقه پيلوي

کابل، د دلو ۲۰مه: اصلاح انلاين د انټرنټ کاروونکو افغان ځوانانو لپاره د سيرت انلاين مسابقه اعلانوي.‌
د دې مسابقې نوم دی: "راځئ خپل پېغمبر وپېژنو". د دې مسابقې موخه د بشريت د تر ټولو ستر لارښود له ژوند سره د هغو ځوانانو اشنا کول دي چې زيات وخت له انټرنټ سره تېروي.

په داسې حال کې چې د اسلام د دښمنانو لخوا پر اسلامي مقدساتو، او په سر کې يې د خدای د وروستي استازي، په اړه سپکاويو لړۍ پيل شوې ده، او د هېواد په داخل کې هم، هغه رسنۍ چې هڅه کوی ځوانان له خپلو ديني ارزښتونو څخه پردي کړي ښه په درز کې کار کوي او نسبت هغو رسنيو ته يې شمېر څو چنده لوړ دی چې د هغوی د سمې لارښوونې او روزنې لپاره کار کوي.
د سيرت مسابقه د اسلام د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د زوکاليزې (ميلاد) له نژدې کېدلو سره پيلېږي چې د ربيع الاول مياشت ده.

د اصلاح انلاين د ځوانانو د څانګې مسول ډاکتر هدايت الله حميدي وويل چې د سيرت د انلاين مسابقې يو هدف دادی چې هغو ځوانانو ته چې له دينپوهنې او د خپل پېغمبر له ژوند سره مينه لري فرصت ورکړي چې خپله وړتيا وښيی.
هغه وويل: «دا به په افغانستان کې لومړنۍ انلاين مسابقه وي، په تېره بيا چې هدف يې د ځوانانو د علمي او ديني معلوماتو د کچې لوړول وي."
اصلاح انلاين له شاوخوا پنځو مياشتو را پدېخوا پرليکه شوی وېب سايټ دی چې په لنډه موده کې يې غټ شمېر لوستونکي موندلي دي.
د سيرت مسابقه به د پيل له نېټې وروسته شاوخوا دريو اوونيو لپاره روانه وي.‌
د مخابراتو د وزارت شمېرې ښيي چې پّه افغانستان کې تر نيم ميليون زيات کسان له انټرنټ څخه استفاده کوي. د هغو افغانانو شمېره چې بهر مېشت دي او انټرنټ کاروي معلومه نه ده.‌
اصلاح انلاين هڅه کوي تر ممکنې کچې پورې زياتو انټرنټ کاروونکو يا انلاين افغانانو ته رغنده روزنيز او ښوونيز پيغام ورسوي.‌
دا مسابقه د دريو بااحساسه افغانانو لخوا تمويل کېږي چې د خپل اسلامي احساس له مخې يې د هغې لګښتونو ته اوږه ورکړې.‌

د مسابقې لپاره نوم ليکنه او پکې ګډون کول وړيا دی.
د دې مسابقې لپاره تر ۳۵ زياتې جايزې په پام کې نيول شوې چې له دوه نيم زره افغانيو نه پيل تر پنځه ويشت افغانيو پورې رسېږي.
د نورو جزیاتو او پوښتنو د ځواب لپاره اصلاح انلاين وګورئ: wwwEslahOnline.net
يا ايمېل وکړئ: quiz@eslahonline.net
او يا پر دې شمېره تليفون وکړئ: 0708198496
-----------------

اصلاح انلاين برنامه مسابقه سيرت را راه اندازی می کند

کابل، دلو ۲۰: اصلاح انلاين براي جوانان افغان آشنا با انترنت، برنامه مسابقه سيرت را انلاين اعلان مي کند.
نام اين مسابقه «بياييد پيغمبرخود را بشناسيم» است.
هدف راه اندازي اين مسابقه همانا آشناسازي جوانانی است كه بيشترين وقت خود را با انترنت صرف مي نمايند.
اين در حالي است كه از سوي دشمنان اسلام ارزشهاي ديني و مقدسات اسلامي و در رأس آن پيغمبرواپسين خدا حضرت محمد صلي الله عليه وسلم آماج توهين و تحقير قرار گرفته است و همچنان در داخل كشور رسانه هاي كه تلاش مي نمايند كه جوانان را از ارزشهاي ديني بيگانه نمايند به جديت در اين عرصه فعاليت مي نمايندكه ميزان كاركرد ها و فعاليت هاي شان به نسبت به فعاليت هاي دشمنان فرامرزي بيشتراست.
اين مسابقه به مناسبت نزديك شدن تاريخ پيدايش حضرت محمد صلي الله عليه وسلم راه انداخته شده است.
مسؤول بخش جوانان اصلاح انلاين داكتر هدايت الله حميدي مي گويد: «هدف راه اندازي مسابقه سيرت از طريق انلاين اين است كه بسترسازي شود براي برآوردن نيازمندي هاي جواناني كه شيفته و علاقمند دين شناختي و آشنايي با زندگي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هستند."
وي اظهار ميدارد كه اين نخستين باري است كه از طريق انلاين مسابقه راه انداخته مي شود آنهم به منظور رشد و بلندبردن سطح آگاهي هاي علمي، ديني و معلوماتي جوانان.
و بايد گفت: اصلاح انلاين وب سايتي است كه تقريباً از پنج ماه بدينسو به نشرات آغاز نموده است كه در اين وقت كم خوانندگان بيشتري را به خود جلب نموده است.
اين مسابقه بعد از لحظه آغازينش تقريباً سه هفته جريان مي يابد.
به اساس احصائيه وزارت مخابرات، بيشتر از نيم مليون مردم در افغانستان از انترنيت استفاده مي نمايند و اصلاح انلاين تا حد امكان تلاش مي كند كه براي كارمندان عرصه پايگاه انترنتي و براي جوانان افغاني كه انلاين مي باشند پيام اصلاحي تربيتي و تعليمي را پيشكش نمايد.
اين مسابقه از سوي سه برادر افغان با احساس تمويل مي گردد كه ايشان به اساس احساس نيك ديني شان مصارف اين مسابقه را بدوش گرفته اند.
جوايز مسابقه از دونيم هزارافغاني شروع تا بيست و پنج هزار افغاني مي رسد.
ثبت نام وشركت در اين مسابقه رايگان بوده.
برای معلومات بيشتر به سايت اصلاح انلاين   www.EslahOnline.net مراجعه کنيد، و يا از طريق quiz@eslahonline.net به تماس شويد.‌
شماره تيلفون: 0708198496 و 0778892293

----
EOL to launch Seerat Quiz

Kabul, February 08: EslahOnline.net (EOL) is launching Seerat Quiz for free participation of the online community of Afghans.
Seerat means in Arabic study of life of prophet Muhammad (peace be upon him).
The Seerat Quiz aims at promoting understanding of the online Afghan youth about life of the great leader of humanity.
The Seerat Quiz is to be undertaken in late February coinciding with birthday of the prophet i.e 12 Rabi-ul-Awwal.
EOL is Afghanistan's fast-flourishing portal in two main languages of Afghanistan. It has been operating since September last year and has got a quick popularity in the short time.
The effort to encourage Afghan internet-users come as the vast majority of media outlets try to alienate the youth in Afghanistan from their religious and cultural values and identity.
Dr Hedayatullah Hamidi, in charge of the Youth For the Future section of EOL, said the quiz will give an opportunity to the youth who love studying Islam and the prophet to demonstrate thier abilities.
"This will be the first ever online quiz aiming to promote knowlede of the Afghan youth in Afghanistan," said Hamidi.
The quiz will be going for over three weeks with questions being posted online everyday during the working days.
Funding has been provided by three Afghans with an intention to promote the urge of knowledge among the youth.
According to the Ministry of Communication sources, more than half a million Afghans are using internet in Afghanistan while there are no figures about Afghans in exile.
EOL tries to reach to as many Afghans as possible.
EOL has considered 35 prizes for the winners, ranging from $500 to $50.

For more information about the quiz, visit www.EslahOnline.net
Or email quiz@eslahonline.net
Mobile phone: +93 (0) 708198496

--
--
www.EslahOnline.net
info@eslahonline.net
On Facebook: http://www.facebook.com/group.php?gid=54140927118