کرزی صاحب دنبوره دې څه وايي ؟

عبد الجميل جهاد وال
 
دافغانستان داوسني  حکومت دوهم سړي چې په حقيقت کې د واک له مخې لومړی سړی دی د ولسمشر لومړی مرستيال احمد ضيا مسعود تيره ورځ په خپل کلي پنجشير کې بيا ګلان وپاشل نوموړي په فيلسوفانه او سياستمدارانه انداز وويل : چې اوسنی حکومت ناکام او له درغليو ډک دی ، ممکن کرزی په راتلونکو انتخاباتو کې  دځان په ګټه کار وکړي او د جوزا له لومړۍ نيټې وروسته بايد لنډمهاله اداره واک په لاس کې واخلي .
پوښتنه پيدا کيږي چې دا دچا حکومت دی او چا او ولې ناکام کړی دی؟
دی پوښتنې ته بايد مسعود او کرزی ځواب ووايي ،که چيرې دا حکومت ناکام وبولو نو لومړی ګوته پخپله ضيآ مسعود ته نيوله کيږي .
دی د همدې ناکام حکومت لومړی مرستيال او ډير کله د ولسمشر په ګدۍ ناست و . نو ولې ناکام شو ؟
ځکه چې ټلواله دا وطن خپل وطن نه بولي د روس او ايران اشارې ته ګوري .
البته ده په ژړغوني انداز دا هم وويل چې دی د لومړی مرستيال په توګه سمبوليک رول لري او هيڅ واک نه لري ، خو دا دده ښکرور دروغ دی او دا ټولو ته معلومه ده چې په دې حکومت کې ضيآ لومړی سړی دی ، که فرضآ دده خبره رښتيا وي نو بيا دا پنځه کاله يې ولې څه نه ويل ؟
د ضيا مسعود د ورور احمد شاه مسعود ويناوی چې کله د فهيم ټلويزيون (نورين) کې را ځي وايي چې ( ما يک حکومت دموکراتيک از طريق رای مردم ميخواهيم )
خو مسعود او رباني ۵ کاله په دې ملت دظلم حکومت وچلاوو ، پراخ حکومت خو څه چې آن پښتنو جمعتيانو ته يې هم په حکومت کې برخه نه ورکوله .
دوی فکر کوي چې نور افغانان هم ددوی غوندې له حافظې خلاص دي د مسعود او رباني ظلمونه د ټولو په ياد دي او هيڅکله به يې څوک هير نه کړي .
اوس ضيآ جان هم غواړي خلک وغولوي ، او ځان له مسووليته خلاص کړي .
 خبره داده چې دوی خو له تاريخ تير و او ايکسپاير شوي وو ، خو کرزي صاحب او امريکا بيرته په موږ وتپل . بده خو لا دا چې بيرته يې د هغه ازمايل شوي ورور په انتخاباتو کې خپل لومړی مرستيال وټاکه او له پنجشير څخه يې ۸ رايي کرزي صاحب ته ورکړي .
ضيآجان اوس هم هم په حکومت کې دی او هم په مخالفه ټلواله کې ، هم لومړۍ درجه امتياز له دې ناکام حکومته څخه اخلي هم پرې انتقاد کوي ،
د کرزي صاحب يوې بلې دنبورې رنګين دادفر سپنتا هم څو ورځې د مخه داسې له زهرو ډکې خبرې کړې وې . له دې بې شرمه خلکو سره به اخير څه کوو ؟ هم په چوکيو ناست دی هم دپښتنو پر ضد تبليغات کوي .
کرزي صاحب خو دا اشتباه وکړه چې په لستوڼي کې يې دغو مارانو ته ځای ورکړ ، خو زموږ راتلونکي واکمنان بايد له دې څخه د عبرت درس واخلي .
ويل کيږي علی احمد جلالي چې کله په اروپا کې خپل کمپاين چلاوو ، چا ترې وپوښتل چې ايا رښتيا به د ولسمشرۍ ټاکنو کې ستا مرستيال د شمالي ټلوالې غړی وي و جلالي صاحب ځان تير کړی و ، وايي چې ده هم ګوتې ورسره پټې کړې دي ، په هر صورت دا خپله دجلالي کار دی خو په دې دې پوه شي که ټلواله ورسره وه ، نه به انشآ الله خدای ورسره وي ، نه هم خلک .
دغه وروڼه چې اوس يې ځانونه کانديد کړي او يا غواړي کانديد يې کړي البته د ښاغلي کرزي په شمول بايد له تيرو  يې زده کړي رايې تقسيم نه کړي او دغو پخپل کور کې ناستو دښمنانو ته وګوري چې که همداسې بې اتفاقه وي دغه د ايران او يهودو په پيسو مست ليوان به ټول وخوري ، لکه څنګه چې تر اوسه او تل داسې شوي دي .
 په دوی کې خلقي ، پرچمي ، اخوانی، ملا ، مجاهد، ستمی او ... نشته  دا موږ يو چې يوبل مو سره وخوړل او لا لګيا يو .
 او په پای کې ښاغلی کرزی !
له دغې دنبورې خو دې يوځل وپوښته چې ولې او د کوم مقصد لپاره يې داسې وويل ، دا ستا نازولی ضيآ جان خو موږ وينو چې تل ستا تر څنګ ناست وي . ته خو يو ځل ورته ووايه ، که چيرې لږ خولې پرې را ماتې شوې او له خلکو وشرميده و خو فکر نه کوم چې ته به ورته ووايې او فکر نه کوم چې دی به وشرميږي .
کرزی صاحب تاسې خو تل د خپل حکومت د برياوو په اړه خبره کوﺉ ، خو دنبوره دې بل څه وايي ، موږ هم دا منو چې  اوسنی حکومت د ځينو تيروتنو ( چې يوه لويه تيروتنه يې هم د شمال ټلوالې په ځان پورې نيول دي ) ترڅنګ برياوې هم لري .
خو دا دنبوره دې بل څه ولې وايي ؟؟؟