په افغانستان کې د يورانيوم لرونکو وسلو د پکاروړلو له امله ماشومان په بدلو څيرو نړۍ ته راځی.
دې خبرې چې د افغانستان په جګړو کې د يورانيم لرونکو وسلو څخه کار اخيستل کيږی، نن ورځ خلک په لويه انديښنه کې اچولی دی. په افغانستان کې زيږيدلي او د امريکې په متحدو ايالتونو کې لوی شوي ډاکټر داوود ميرکي په د ې اړه څيړنې کړيدی او وايی چې په افغانستان کې دا ډول وسلې پکار وړل شوی او له تاثير څخه يی ډير داسې ماشومان نړۍ ته راغلي چې له جسمی او روحې پلوه معيوب دی.
دی داهم وايي چې د دغو وسلو له امله انسانانو ته سرطانی ناروغۍ پيدا کيږی او ددغو وسلو ناوړه اغيز تر مليونونو کلونو په خاوره کې پاتې کيدای شی.
دويچې ويله - تاسو چې په افغانستان کې مو د يوارانيوم لرونکو وسلو د پکاروړنې په هکله څيړنې کړيدی، څه ويلی شی چې څومره داډول وسلې په ټول افغانستان پکار وړل شوی؟
ميرکۍ : تر اوسه کره شميره په دې باب نه ده معلومه خو ويل کيږی چې تر دوو زرو ميتريکتونه پورې په افغانستان کې استعمال شوی.
دويچې ويله - له کومه وخته دا وسلې استعمال شوی، يوازې د ناټو د ځواکونو په وخت کې، که مخکې هم د شروی لښکرو د موجوديت په وخت کې هم دا ډول وسلې استعمال شوی؟
ميرکۍ : د شوروی حکومت په افغانستان کې يورانيوم لرونکې وسله بيخی نه ده استعمال کړې، هغوی څو ځلې کيمياوې وسلې استعمال کړی، د غه وسلې د لومړی ځل لپاره امريکې په 1991 کال کې په عراق کې استعمال کړې، او غټ بمونه د لومړی أ لپاره په کوزووا کې وازمويل شول. او بيا نورې غټې وسلې په افغانستان کې د جنګ په ميدان کې وازمويل شوې. چې څنګه تاثير لری او څومره تخريب کولای شی. نو تر اوس زمانه پورې هره حمله چې په افغانستان کې کيږی، وړې اسلحې د مثال په ډول، ماشيندار، A10الوتکېAC1 130 يورانيوم لرونکې مرمۍ ويشتلی شی. او يا ځينی بمونه چې تيمودايرکت بمونه ورته وايي هغه هم د پښتنو په مناطقو کې هره ورځ استعماليږی او ازمويل کيږی.
دويچې ويله - دا يوازې ازمويل کيږی، که په مشخصو موخو پکار وړل کيږی؟
ميرکۍ : دا آزموينه په لول سر کې شوې وه اوس دا يوه پاليسی ده ، په افغانستان کې خو غرونه دی، کله چې کمين نيول کيږی، نو بيا دا وسلې استعماليږی، اوس هره ورځ استعماليږی، په تيرو شپږو اوو کلونو کې چې هرچيرې جنګ شويدی، دا وسلې استعمال شويدی.
دويچې ويله - که څه هم چې زما دغه پوښتنه يوه ساينسی پوښتنه ده، خو داسې چې په دې هکله مو څيړنې کړيدی، نو پوهيږی به چې د يورانيومو له کبله انسان ته کوم ضررونه پيښيږی؟
ميرکۍ : يورانيوم کله چې په څه شی ولګيږې، په خاورو بدليږی، کله چې په خاورو بدل شول، باد او اوبه يی هرې خواته وړی، کله چې انسانان او څاروی دا تنفس کړی، د انسان په سږی کې د ليمف په سيستم کې جذبيږی، دهغه نه وروسته حجروی ريډييشن منځته راځی، يورانيوم چې تقريباً4.3 مليونه ولټه انرژی لری، د انسان حجره د شپږو نه تر لسو ولټو انرژی ظرفيت لری، نو 4.3 مليونه ولټه انرژی د انسان د حجری لپاره د زغم وړ نه ده او حجره له منځه وړی، DNA او جنيتک خاصيت تغير خوری د ماشومانو سوء شکل منځته راځی او سرطانی ناروغی رابرسيره کيږی. ميندی ماشوم په ګيډه کې نه شی ساتلی او ماشوم نقصان کيږی. او ځينې ناروغۍ چې د طب په اوسنيو کتابونو کې لا موجودې نه دی، رامنځته کيږی. د پوستکې يو ډول بخار چې پوستکی ورسره شړيږی، د ماشوم ماغزه له منځه ځي، همدارنګه په يوه نفر کې دری څلوررقمه سرطانونه چې د ستاتستيک له نظره يي هيڅ امکان نشته منځته راځي. اما په افغانستان او عراق کې دا ډير ليدل کيږی.
دغه وسله 4.5 مليارده کاله نيسی چې اغيز يي نيمايي شی، هر ډول سوله چې په افغانستان کې راشی ددېز وسلې د ريډيشن په شتون بې مانا ده.
دويچې ويله - تاسو څه فکر کوی چې ولې د ناتو ځواکونه په افغانستان کې له يورانيوم لرونکو وسلو څخه استفاده کوی؟
ميرکۍ : بايد ووايم چې دا مشخص ناتو نه ده، دا يوازی د امريکې پروژه وه. داوسلې په امريکا کې جوړې شويدی او په افغانستان کې په دوامداره توګه هره ورځ استعماليږی، کاناډا يي هم استعمالوی، نه پوهيږم چې استراليايي هم استعمالوی که نه خو انګلستان یی هم استعمالوی.
دويچې ويله - منظور زما دا وو چې تاسې څيړنې کړيدی چې ولی يي دوی بايد استعمال کړی؟
ميرکۍ : مختلف دلايل دی، يو دادې چې کله سوړ جنګ ختم شو، د بر ق د توليد يا د بمونو له جوړولو نه چې چټل يورانيوم پاتې کيږی، ددې لپاره دوې لارې وې، يو داوو چې مثلاً دا په يوه مځکه کې ښخ کړی څو چاته تاوان ونه رسوی، بل دا چې ورنه مرمۍ او بمونه جوړې کړی، چې د امريکا هيڅ پيﺉې نه ورباندې ځی، فقط د خپل دښمن په مقابل کې يی استعمالولای شی. بل دا چې يورانيوم قوی اسلحه ده د ټانک ، مځکې او کمين پر ضد، نو په دې ډول په ښه توګه دښمن له منځه وړلای شی.
دويچې ويله - تاسو چې دا څيړنې کړيدی، دا په کوم لابراتوار کې هم څيړل شوی ؟
او هغه انسانان چې له دې امله په ناروغيو اخته شوی، مشخصې څيړنې ددوی په هکله شويدی که نه؟
ميرکۍ : د کانادا دوه سفره او هغه کسان چې زما سره په خيړنو کې برخه لری، له افغانستان څخه يي د خاورو، اوبو او د انسان د اورين په نمونو څيړنې وکړې، د افغانستان څخه په راوړل شويو اورينو کې په سلو کې له 300 نه تر 2000 نانوګرامه پوری د يورانيومو اسيدتوب يا تيزابی والی په ګوته شو په داسې حال کې په د انسان په بدن تر لسو نانوګرامو پوری تاوان نه لری. او دا له شک او شبه پرته څوځلې تست شويدی. دا په ساينسی مجلو کې هم چاپ شويدی او دا افواهات نه بلکې منلی حقيقت دی.
دويچې ويله - تاسو خپلې څيړنې آيا د ملګرو ملتونو ټولنې، د بشری حًونو ټولنو او خپله د امريکې متحدو ايالتونو حکومت ته هم وړاندې کړيدی که نه؟ کوم عکس العمل په دې هکله ښودل شوی؟
ميرکۍ : ما ټولوته دا وړاندې کړيدی، همدارنګه همکارانو هم دا ملګرو ملتونو ته، د بشری حقونو ټولنې ته اود اروپا پارلمان ته، کله چې بارک اوباما سناتور وو په ايلينای کې، ماخپله ده ته دا معلومات ورکړيدی او بياوروسته چې دﺉ ولسمشر شو دده همکارانو ته ما دا معلومات ورکړيدی. ما د نړی روغتيايي سازمان ته هم په 2003 کال کې دا خبره وړاندې کړه، اما دوی هيڅ عکس العمل ونه ښوده.