اتصالات د ( اسیا فاینانس ) با اهمیته جایزه وګټله

 
د روانی میاشتی په ۱۵ نیټه د اتصالاتو مخابراتی شرکت  د ۲۰۰۸ کال د جایزو په لړ کی د اسیا فاینانس لخوا د ( هندوستان د بازار د ښه راکړی ورکړی ) د جایزی ګټونکی اعلان شو . اسیا فاینانس چی په هانګ کانګ کی یی مرکز دی هر کال د راکړی ورکړی او تجارتی ډګرونو کی د اسیا د وچی په سطحه  یو شمیر جایزی اعلانوی چی یو زیات شمیر د شرکتونو مالکان ، دولتی چارواکی او د خصوصی سکتور چارواکی یی نتیجی او کړنی تعقیبوی .
د اسیا فاینانس لخوا دغه جایزه د اتصالاتو مخابراتی شرکت ته په هغه غونډه کی ورکړل شوه چی له همدی امله په هانګ کانګ کی جوړه شوی وه .
د اتصالاتو مخابراتی شرکت لا دمخه په منطقه کی په مخابراتی ډګر کی د بازار د ارزښت له پلوه په دویمه درجه کی ولاړ وو، اتصالاتو د ( سوان تیلیکوم ) په سلو کی ۴۵ برخی د ۹۰۰ میلیونو ډالرو په بدل اخستی وی .
د سوان تیلیکوم  اجازه لری چی اتصالات یی له خپلو خدمتونو څخه ګټه پورته کړی ، او همدارنګه اتصالات کولای شی چی د سوان تیلیکوم له لاری د هندوستان په ۱۵ سیمو کی د   GSM خدمت وړاندی کړی .
د سوان تیلیکوم سره د اتصالاتو اوسنی تړون اتصالاتو ته دا موقع په لاس ورکوی تر څو ۹۰۰ ملیونه وګړو ته لار پیدا کړی او په راتلونکی کی د هندوستان په بازارونو کی ډیر ښه ګډونوال بیامومی .
د جوایزو د فیصلی  کمیسون د اتصالاتو او د سوان تیلیکوم تر منځ تړون با ارزښته وباله او ویی ویل ( دغه تړون دا ثابتوی چی ان په ډیرو سختو بازارونو کی هم د همغږۍ او مشترک کار کول یوه کامیابه تجربه ده ) دوی زیاته کړه : ( دغه تړون د نورو شرکتونو لپاره لارښود او رهنما ګرځیدلی شی تر څو د هندوستان د مواصلاتو په بازار کی ښه پانګه واچوی )
اتصالاتو ته ورکړل شوی جایزه دا په ډاګه کوی چی د اتصالات باندنۍ پراختیا په یوه ښه لار روانه ده .
د سوان تیلیکوم سره د اتصالات دغه تړون دا هم په ګوته کوی چی اتصالات به په ۲۰۱۰ کال کی د نړۍ د مواصلاتو په برخه کی د لسو مهمو شرکتونو په کتار کی ودریږی .
اوسمهال اتصالات د نړې په ۱۸ هیوادونو کی فعالیت کوی ( د عربو متحده امارات ، سعودی عربستان ، باکستان ، سودان ، تنرانیا ، بنین ، بورکینا فاسو ، جابون ، نیجر ، توګو ، منځنې افریقا ، ساحل العاج ، افغانستان ، مصر ، نیجیریا ، هندوستان ، اندونیسیا ، ایران ) په دغو ټولو هیوادونو کی اتصالات له ۷۴ ملیونو څخه زیات ګډونوال لری .
د اتصالاتو مخابراتی شرکت په دی وروستیو ورځو کی اعلان وکړ چی ددوی ګټه په تیر کال کی په دغو ټولو هیوادونو کی ۲.۳۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلی وه ، دا پداسی حال کی ده چی د ۲۰۰۷ کال کی په نسبت یی په سلو کی ۱۹ زیاته ګټه تر لاسه کړیده.
\"\"
\"\"