بښنه غواړم کله کله مې ماغز ه بې وخته کار پرېږدی او څه مې چې په زړه را ګرځی خولې ته مې راځی هغه که هر ډول دی زموږ د یتیمانو ؛کونډو او زموږ د زورېدلی ملت رایې ورسره دی نه نه ورسره نه دی ورسره وې اوس خو یې په خدای که څوک وینه ځمکې ته ورکړی څه دي چې له دې ملت سره یې ونه کړل د کوم ظلم لپاره یې زمینه برابره نه کړه په ځانکړی ډول هغه ظلمونه او هغه خیانتونه چې دده په وخت کې له پښتون اولس سره وشول د چنګېز خان په وخت کې هم نه وو ترسره شوی . هو دا سمه ده چې ده په خپل لاس هېڅ نه دی کړی او ګرم هم نه دی . دی خپله نه لېوه دی او نه یې د لېوانو عادت زده دی . خو ده د ظالمانو لاسونه وراوږده کړی او د ملت خوړونکو لېوانو غاښونه یې ورتېره کړی او هغوی ته یې موقع ورکړی تر څو په ډاډه زړونو د ملت او په هغه کې هم د پښتون ټبر وینې وڅښی .
پښتون په کور دننه د طالب القایدې او له بهرنیو سره د مرستې په تور د امریکایانو لخوا د همدې شمالی ټلوالې په لارښوونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې وژل کیږی ؛ سپکیږی ؛ لوڅیږی ؛ماشومان او سترمنې پېغلې یې په کور دننه په سپيو خوړل کیږی .
خو دی په ارګ کې ناست له دې هر څه سره سره له بهرنیو او د دوی لارښوونکو څخه چې ټول یې د کابل د خلکو قاتلان ؛ داولس غله او ټوپکواکان دی له دوی څخه مننه کوی او د لا مرستې غوښتنه ترې کوی . البته دلته د مرستې کلمه یوازې د پښتون اولس د وژلو ؛ ورکولو ؛ سپکولو ؛ ترټلو ؛ خوارلو او بې پته کولو په ماناکارول کیږی .
دلته اوس په دې وطن کې که عزت دی ؛ که شهرت دی او که سړیتوب دی نو هغه یوازې د څو غلو؛ څو نامشروع ډلو ؛څو قاتلانو او لوپرانو لپاره ځانګړی شوی دی .
په ژوند یوازې دوی پوهیږی پښتانه خو د غرونو خلک دی خاورې یې خوراک دي دوی له لوکسو موټرو؛ لوکسو کورونو ؛ لوړو اداری وظیفو او همدا راز له دولتی ځمکو څخه څه غواړی او یا هم څه حق لری چې د دا ډول اسانتیاو غوښتنه وکړی . دا هر څه خو د ملت د کونډو او یتیمانو په پیسو اخیستل کیږی پښتانه چا په اولس کې حساب کړی وایې چې خدای دې سپي نه بولی ته ترې د باران سوال کوې .
دا وطن خو که له روسانو څخه ساتلی دی هم !
نو همدې یوې ډلې ساتلی دی . ځکه هغه وخت چې کابل د روسانو په وخت کې د سقوط په حال کې وو کېدای شوه چې په کابل باندې د مجاهدینو د برید له امله کابل ساتل شوی وای او یا هم د کابل راتلونکی روښانه شوی وای نو دا ریښتیا هم چې د دې وطن او د خلکو لپاره ستر خطر وو دوی بیا هم په ملت باندې زړه سوی وکړ او له روسانو سره یې شپږمیاشتې اوربند اعلان کړ او د سالنګ لاره یې د درندو اکمالاتو لپاره نه یوازې ورته پرانیسته بلکې د هغې امنیت یې هم په خپله غاړه واخیست د همدې اکمالاتو په وجه څو کاله نور هم کابل په اور کې وسوزېده .
بیا د طالبانو په وخت کې هم دوی ښه مقاومت وکړ . ځکه خو د مقاومت ډله ځان بولی دوی خپله مینه یو ځل بیا له دې وطن او د ې ملت سره په زبات ورسوله . دوی ځکه د طالبانو پر وړاندې مقاومت کاوه چې له طالبانو سره د پاکستان او ځینو عربی هېوادونو مرستې او نږدې اړیکې وې . له همدې امله په افغانستان کې د روسیې ؛ اېران ؛ تاجکستان ؛ازبکستان ؛ ترکمنستان ؛ ترکیې او یو شمېر نورو ګاونډیو او یا هم همتوکمه دولتونو ګټې په خطر کې وې او د دوی د فعالیتونو مخه طالبانو ډب کړی وه دوی خو ځکه مقاومت کاوه او که له پورته یادو شوو دولتونو یې کومې پیسې ؛ وسلې او دسیسې راوړلې هغه خو یې د مقاومت لپاره راوړلې ! په افغانستان کې یې که خپل ملت واژه نو څه پروا یې کوله د څومره ملتونو ګټې یې ساتلې د څومره ملتونو لپاره یې کار کاوه .
که د (ناهید) په څېر پښتنې پېغلې د دوی د ظلمونو له امله له څلور پوړیزه بامه ټوپ وهلو ته مجبورېدلې نو څه پروا هغه خو پښتنې وې او پښتنه عزت څه کوی او یا پښتنه د عزت په ساتلو څه پوهیږی خو دوی خو د پورته یادو شوو ملتونو د نجونو او پېغلو لپاره د بدخشان او پینجشېر یاقوت او مرغلرې د سوغات په ډول لیږلې غټ کار یې کاوه .
او بیا کله چې امریکا دې وطن ته ناروا مخه راوکړه بیا نو د ډلې هم بله څېره واغوسته او په یوه نوی ډول یې د پښتون اولس د وژلو او ترټلو لپاره ځان راجوړ کړ او په یوه نوی څېر ه کې رامیدان ته شول
اول خو یې په دښتې لیلې کې په زرګونو طالبان چې ټول زه او ته وو ووژل په کانتینرونو کې یې هوا ورپسې بنده کړه یو په بل د پاسه یې د وزو په څېر په کانتینرونو کې ور ومنډل او بیا یې کانتینرونه ضربه کړل او له هغې وروسته یې په بولدوزرونو باندې خاورې پرې واړولې چې اوس یې تاسې پاتې شونی لیدلی او وینی یې .
او کله چې کابل ونیول شو طالبانو خپل جنګی پرمختللی تاکتیک وکاراوه کابل او نور ښارونه یې پرېښودل غرونو ته یې مخه کړه او د انسان حوصله ماتونکو پرخو او تاړو شاته یې سنګرونه ونیول نو دوی هم په ټانګونو سپاره کابل ته راننوتل او دوی دا فکر کاوه چې اوس یې نو ښه غوا لنګه شوه . خو خبر نه وو چې لوبه له اوله جوړه شوی او ددې لوبې د بری لپاره داسې یوه څېره غوره شوی چې یوازې څو ورځې وړاندې یې خلک له نوم او شخصیت سره اشنا شوی .
هغه کرزی وو . کرزی د یوه ښه پلار زوی او له یوه ښه قوم سره تړاو لری خلکو پرې باور وکړ ښه یې تشویق کړ . ده هم چې د افغانستان د خلکو غبرګون ولید نو اووم حس یې راویښ شو او په د ې پوه شو چې هر څه یې چې له خولې راوزی نو دا په پیرانو ؛ مریدانو ؛ سیدانو باندې مین اولس یې په پټو سترګو ورسره منی او باور پرې کوی .
خیر ! لویه جرګه جوړه شوه مصلحتی قانون جوړ شو وزارتونه ووېشل شول بهرنۍ مرستې په بوجیو بوجیو ډالر او نور توکی رامات شول وطن یې په سر واخیست زوی یې له پلار ورور یې له ورور اوملګری یې له ملګری بېګانه کړ هر څوک کوښښ کوی چې زر تر لاسه کړی او بس .
خو اوس خلک دې ته ځير شوی چې که ګټه ده نو د یوې ولسوالۍ او یوې ډلې ده که امنیت دی د همدې ډلې لپاره دی که ښوونځی؛ کلینیک ؛سرک او نور کومکونه دی د همدې ډلې لپاره دی او که ولسمشر ؛وزیر؛ والی ؛پارلمان او قانون دی د همدې ډلې لپاره دی .پښتون څوک دی چې وزیر شی ؟ ولې نه پښتون به وزیر کیږی خو هغه پښتون چې په پښتون وژنه کې د پښتون له دښمنانو څخه هم مخکې وی .
او راځو اوس د کرزی خبرو ته !
هغه بله ورځ یې د جرمنی په (مونیخ )ښار کې خبرې کولې او طالبانو او نورو ناراضیانو ته یې افغانستان ته د راګرځېدو او په امن کې د ژوندد کولو بلنه ورکوله .
زه نور څه نه وایم خو یوازې له کرزی صیب څخه دومره پوښتنه کوم چې ایا دا افغانان چې تا ته یې رایه درکړی ته یې ولسمشرۍ ته رسولی یې او له تا او ستا له حکومت څخه ملاتړ کوی دوی دې په امن کې ساتلی ؟ مخکې له دې چې نورې نمونې یې درته ووایم همدا نن چې ۲۰۰۹ کال د ۲ میاشتې ۱۰مه نېټه ده د لمر تلوېزیون څخه یو رپوټ خپور شو چې په بغلان کې په یوه اوولس کلنه نجلۍ د دوو کسانو لخوا جنسی تیری شوی اولسمشر صیب تاسو به رپوټ لیدلی وی! ښه اوس څه کوې هغه خو د همدې بړېڅو کسان دی که نر یې راوه یې نیسه ایا ته پوهېږې چې عزت څه شی دی ته خو هم د یو نر پلار زوی یې کېدای شی له بل هر چا یې ته ښه درک کړې . خو مشکل د څه دی ؟ زه یې درته وایم ستا مشکل دادی چې خپل قوم ؛ خپل خلک او خپل اولس د له ځانه پردی کړی . په پردیو تکیه کوې یوه ورځ به دې همدا پردی د مرګ تر کومې ورسوی بیا به د په جنازه د ټټر وهلو څوک نه وی نو اوس هم سر د وخت دی ښه فکر وکړه .
او بله دا چې په کور د ننه چې کوم پښتانه ژونددرسره کوی هغه خو پرته له کوم جرم وژل کیږی؛ سپکول کیږی ؛ترټل کیږی ؛ماشومان یې په سپیو خوړل کیږی ؛ستر منې پېغلې یې په کور دننه په خپلو کټونو کې په سپیو خوړل کیږی ؛په ږولیو ویشتل کیږی ؛ځمکې یې ترې غصب کیږی ؛په ملی اتلانو یې د غلو ؛بادماشامانو ؛دېکتاتورانو او نور ډول ډول بدرنګ نومونه اېښودل کیږی ؛دوی د ترهګر ؛اورپکی ؛وطن پلورنکی او نورو په نامناسبو نومونو یادیږی ؛ټول حقوق یې یوې ډلې ته ورکول کیږی ؛مکتبونه ؛کلینیکونه ؛سرکونه او نورې مادی مرستې د دوی په سیمو کې جوړیږی ؛خو دوی د ناامنه ولایتونو په نوم له رایې اچونې څخه هم محرومیږی او حتی د طلوع په تلوېزیون کې خو کله چې هغه یوه (کمرشل )ته ګورم چې ( ما افغانستان را مېسازېم) نو تاسو یې وګوری پښتون له سېک سره یو ځای پکې را ښکاره کیږی یانې چې په دا وطن کې سېک او پښتون یو ډول ارزښت او یو ډول حقوق لری .
نو هغه چې له دې ټولو مصیبتونو یې ځانونه خلاص کړي او له افغانی غرور سره یې په غرونو کې سنګر نیولی او ددې ډلې چې ستا او خوا ته ژوند کوی هر مشر یې په خوب کې هم په لیدلو یریږی په کومو سرګو یې راغواړې ؟ او په کومو سترګو دابلنه ورکوې ؟ چې له تا سره په امن کې ژوند وکړی ایا ته په دې خبرو نه شرمېږې .
که ته ددې ټولو وجو په پوهېدو بیا هم دا کمزورتیا او شرم نه شې محسوسولای نو دا ستا شاته ناست د نړۍ مشران خو په دې پوهیږی چې ۷۲ سلنه له دوی سره ده . دوی نه ته اړ یې چې له دوی سره یې ومنې او د دوی په خوښه له دوی سره پرته له دې بلې ډلې او بهرنیو مېلمنو په امن کې ژوند وکړې .