د پښتو ويکيپېډيا قدرمنو کارونکو او لوستونکو په سلامونو مو لمانځم,تر هر څه دمخه زه ستاسو روغتيا او برياليتوب غواړم. دا دی د پښتو ويکيپېډيا د بنسټ ايښودلو نه نژدې ۵ کاله کېږي خو په دې ۵ کلونو کې د دغه پوهنغونډ پرمختګ ډېر ورو روان دی او د دغه ورو پرمختګ تر شا ډېر سببونه او لاملونه دي.
چې زه يې د هر سبب جاج دلته نه اخلم. زه او يو بل ورور چې مسعود نومېږي د پښتو ويکيپېډيا پښتانه پازوالان يو، خو مسعود ورور چې له کومې ورځې پازوال شوی هغه بيا په ويکيپېډيا کې سر نه دی راننوېستلی. خدای دې وکړي چې روغ وي. د دې لپاره چې تاسو ته د يوه پازوال واک در څرګند شي زه په لاندې توګه د يوه پازوال دندې ستاسو حضور ته په دې توګه ليکم:
١ د ويکيپېډيا يو پازوال د ويکيپېډيا بېلابېل مخونه ړنګولی شي.
٢ د ويکيپېډيا يو پازوال د مخونو نومونه بدلولی رابدلولی شي.
يو پازوال کولای شي چې په يوه ورانکاره کارونکی د تل لپاره بنديز ولګوي او يا هم د لنډ مهال لپاره يې د ويکيپېډيا د ايډټ کولو بنديز پرې ولګوي.د دې تر څنګ د ويکيپېډيا پازوال د غونډال پيغامونه بدلولی شي چې په دې سره د ويکيپېډيا په ليدنمخ کې بدلون راځي.
زه د ۲۰۰۵ کال نه را په دېخوا د پښتو ويکيپېډيا پازوال يم چې په دې لړ کې مې د خپلو درسي بوختياؤ تر څنګ او تر خپل وس او توانه مې يو څه کارونه کړي چې تاسو ته په مخ کې پراته دي. که څه هم چې تر دې دمه د ويکيپېډيا د پښتنو غړو شمېر څه د پاسه ۱۱۰۰ دی، خو په دغو غړو کې د ګوتو په شمار کسان د ويکيپېډيا لپاره ليکنې برابروي. د دوی د ليکنو په برابرولو کې د څو لارو نه ګټه اخيستل شوې، د خپل ځاني استعداد په کارولو سره يې د نورو ژبو نه ژباړې کړي، د نورو وېبځايونو نه يې مالومات راغونډ کړي او دلته يې ځای پر ځای کړي، د ځينو ليکنې، خپلې شخصي زېږنده دي چې پرته د کوم نوم او شهرت نه يې همداسې بې نومه خپرې کړي او يا هم د کتابونو نه يې راغونډ کړي مالومات ځای پر ځای کړي. زه نه غواړم دا ليکنه اوږده کړم او په لنډه دا وايم چې زما د دغې ليکنې موخه دا ده چې زه تاسو لوستونکو ته د ويکيپېډيا د ليکنې د کار د چټکولو لپاره خپل اندونه له تاسو سره شريکول غواړم او همدا رنګه د ځينو پرېکړو په اړه تاسو ته يو څو لارښوونې لرم چې په لاندې ډول دي. دا چې د ويکيپېډيا پرمختګ چټک شي نو:
۱ پښتو ويکيپېډيا ډېرو پازوالانو ته اړتيا لري چې وخت ناوخته د ويکيپېډيا د کارونکو سره مرسته وکړي د ويکيپېډيا د ليکنو څارنه وکړي او د هغوی په سمونو کې فعاله ونډه ولري.
۲ د ويکيپېډيا هر يو غړی چې که په پارسي، اردو، انګرېزي او يا هم نورو ژبو پوره بلد وي هغوی کولای شي چې د پورته نومېدلو ژبو د پوهنغونډونو نه کره مالومات پخپله مورنۍ ژبه واړوي.
۳ د ويکيپېډيا په داوطلبانه او خدايي خدمت کې د مرستې له پاره نور پښتانه وهڅوي او هغوی سره خپلې تجربې شريکي کړي.
۴ د ويکيپېډيا د لارښود په ليکلو کې دې مرسته وکړي.
۵ همدا راز دې د ويکيپېډيا د نورو پروژو لکه ويکيسيند او ويکيتابونو کې فعاله ونډه اخيستل.
زه دا ليک تاسو ټولو پښتنو وروڼو ته لېږم او د همدې ليک سره زه تاسو ټول د ويکيپېډيا د پازوالانو ټاکنو ته رابولم. د ويکيپېډيا پازوال به وروسته له هغې ټاکل کېږي کله چې د پازوالۍ لپاره نومېدلی کارونکی د نورو کارونکو ډېرۍ رايې او ملاتړ ترلاسه کړي. د وييلو دې پاتې نه وي چې د پازوالۍ لپاره هر څوک ځان نه شي کانديدولای او يواځې هغه څوک چې په ويکيپېډيا کې له ۵۰۰ سمونو يا په بله وينا له ۵۰۰ نه يې ډېرايډټونه کړي وي کولای شي چې ځان د پازوالۍ لپاره کانديد وټاکي. زه د دغې ليکنې تر څنګ د هغو کارونکو لړليک هم تاسو ته درلېږم چې له ۵۰۰ نه يې ډېرې ليکنې ايډټ کړي.
د پازوالانو د ټاکنو سره سره پښتو ويکيپېډيا يو بيروکراټ ته هم اړمن دی. د بيروکراټ واک له پازوال نه لږ څه ډېر دی چې زه يې دلته په تفصيل سره تاسو ته ليکم.
۱ يو بيروکراټ کولای شي د يوه کارونکي کارن-حساب ړنګ کړي
٢ يو بيروکراټ د يوه کارونکي نوم وربدلولی شي پرته له دې چې د کارونکي د ايډټونو په شمېر کې کوم توپير راشي.
۳ يو بيروکراټ کولای شي چې بل کارونکی د پازوال په توګه وګوماري.
٤ همدا راز يو بيروکراټ کولای شي چې يوه کارونکي ته د باټ حيثيت ورکړي.
خو د يوه بيروکراټ د کانديدولو لپاره بايد يو کارونکی ايمانداره او مخلص وي او داسې کس نه وي چې کله د واک په واګۍ کښېني نو د خپلې واکمنۍ نه ناوړه ګټه پورته کړي. دا چې زه د ډېر پخوا نه د پښتو ويکيپېډيا کارونکی يم او د په دغه پوهنغونډ کې مې نژدې ۱۰۰۰۰ ايډټونه کړي نو زه ځان د بيروکراټ لپاره نوموم او بيا هم ستاسو په رايو زه کولای شم چې د بيروکراټ واک ترلاسه کړم. نو دا چې ډېری کارونکي ما نه پېژني خو زه به په ويکيپېډيا کې خپل پېژنليک تازه کړم او تاسو به زما په اړه مالومات ترلاسه کړی. بیا نور ستاسو خپل کار دی چې پر ما اعتماد کوی او که نه. دا چې دا ټوله پروسه يو ولسواکه پروسه ده نو زه غواړم چې تاسو په دغې پروسې کې برخه واخلی او که څوک کوم وړانديز لري نو پرته د بېړې يې له ما سره شريکولی شي.
په ډېر درنښت د ويکيپېډيا پازوال احمد نجيب بياباني ابراهيمخېل