
کابل- دجمهوری ریاست ماڼۍ: دافغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي دکابل په ښار کې د تروریستي بریدونو عاملین په کلکه وغندل .
نن، اته تنو تروریستانو دکابل ښار بېلابېلې سیمې تر برید لاندې راوستې چې یوازې دعدلیې په وزارت او په دغه وزارت پورې اړوند دمحابسو په ریاست کې یې وکولای شول زیاته مرګ ژوبله رامنځته کړي.
په دغو تروریستي بریدونوکې شاوخوا شل بې ګناه هېوادوال شهیدان او اوه پنځوس تنه نور ټپیان شول.
حامد کرزي دتروریستانو په لاس دهېواد په پایتخت کابل کې دبې ګناه هېوادوالو پر وژنه خواشیني ښکاره کړه، وې ویل: دکابل په ښار کې نننیو تروریستي بریدونو یوځل بیا دا په ډاګه کړه چې تروریستان او دافغانستان دخلکو دښمنان، تل دیته په کمین کې ناست دي چې دهېواد په پایتخت کابل کې دورځني ژوند عادي بهیر ګډوډ او په خورا بې رحمۍ سره ددې خاورې بې ګناه خلک شهیدان اوټپیان کړي.
حامد کرزي، امنیتي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ننۍ پیښې په هر اړخیز ډول وڅیړي، هغه کسان چې ددغو تروریستي عملونو ترشا لاس ولري، ونیسي او دقانون منګولو ته دې وسپاري.
همداراز جمهوررئیس دعامې روغتیا وزارت چارواکو ته لارښوونه وکړه چې ډیر ژر ددغو تروریستي بریدونو دټپیانو په درملنه کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.
دافغانستان داسلامي جمهوریت، جمهوررئیس حامد کرزي دهغو تروریستانو په له منځه وړلو کې چې دکابل په ښارکې دانساني ناتار درامنځته کولو لپاره ګمارل شوي و، دهېواد دامنیتي ځواکونو میړانه او ځواکمني وستایله، وې ویل: اتو تنو تروریستانو کولای شول چې دخپلو غیر انساني او غیراسلامي تروریستي عمولونو په ترسره کولو سره دګڼ شمېر کابل ښاریانو ژوند واخلي خو دهېواد دامنیتي زړور ځواک دسمدستي او پر وخت اقدام په نتیجه کې دهغوی نور پلانونه شنډ کړای شول.
همدارازدهېواد جمهوررئیس دملي امنیت د دوه تنو کارکوونکو او دملي پولیسو د اوه تنو سرتیرو اتلولي وستایله چې دتروریستانو پرخلاف دعملیاتو په جریان کې شهیدان شول. حامد کرزي هغوی ددې خاورې زړور بچیان وبلل چې دخپلو خلکو دساتنې په لاره کې یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
جمهوررئیس حامد کرزي، دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې دهېواد امنیتي ځواکونه ددې توان لري چې ددې خاورې دخلکو دځان او مال ساتنه وکړي، چې ښه بیلګه یې په نننیو عملیاتو کې دتروریستانو له منځه وړل او دهغوی دپلانونو شنډول دي.
حامد کرزی، ددغوبریدونو دشهیدانو کورنیو ته دخپلې خواخوږۍ او ډاد ګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته دلوی خدای له دربار څخه دسملاسي روغتیا هیله کوي.
دجمهوررئیس دویاند ددفترلخوا