په وطن سر قربانومه ما قربان نه بولي
سر چې پرې څو ځارومه ما افغان نه بولي
دلته چې هر څو مينه وکړم څوک پرې نه پوهيږي
دلته که څو وفا کړمه ما جانان نه بو لي
که مې سجده هم کړه سورۍ خو که مې ږيره نه وه
که هر څو وايم لااله ما مسلمان نه بولي
شپيلۍ مې ډيره کړه له پو زړه په سو سلګو
خو چې رمه مې له سر نوه ما څاروان نه بولي
که مې هر څو خوږې خوږې غزلې وليکلې
خو چې غزل مې غزل نه وه ما کاروان نه بولي
عظيمي ځه چې يوه بل وطن ته ځو له دوی نه
دلته که هرڅو پښتو وايم ما پټان نه بولي
وروستي