
ای زما د ارمانونو نړۍ !
اوس مې زړه ستا د راتلو پل نه څارې
زما په زړه کې ستا لپاره هغه خوښي چې ستا د لیدلو له امله به را پیدا شوه موجونه نه وهې ،زما د زړه ډیوې مړې دي ،اوس مې د زړه په ګوګل د تیارو لمنې خورې دی د خوشا لو څرک په کې نه لګیږې
داسې ښکارې سپرلی له منځه تللی،بهارونه د منځه تللي او یوازې د ژمي سړې سیلۍ لګیږې ، اوس هغه زړه یو ځل هم نه غواړې چې د یوې لحظې لپاره هم ته په کښې میلمه شی ځکه چې تا د هغه ټولې خوشحالۍ واغستلې .ته ولاړې چېرې لرې د اغیار د کور میلمه شوی ،
او زه دی یوازې پریښودم ،یوازې او یوازې....
خاطره هیله