 
        	    
                    
                                    
                     
بسم الله الرحمن الرحیم
 
مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده 
د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی
 
لــــیـــکــنــه او ټـــولــوونـــــه :
 امــیــن الــــــدیـــــن « ســعـــیـدی »                                  
دافغان اســـتراتـیژیکو څـیړنیزمرکز
اودحق دلاری کلتوری ټولنی مسؤل مدیر– جرمني
 
 
ګـــرانــو لوستونکو :
خدایبخښلی  دکتور مولوی محمد سعید « سعید افغانی » دخپل کتاب کی چی « زما ژوند» تر عنوان لاندی  لیکلی وه او په کال ( ۱۳۶۵ ) هجری کی خپور شوی دمصلح او مجاهد ملا نجم الدین آخونزاده  صاحب په هکله داسی لیکی:
 
زه دخپل پلار ( ۱ ) سره څو واری « هډی » ته د مرحوم ملا نجم الدین اخونزاده  صاحب زیارت ته تـــلی یم او اکثر به زما پلار د روژی د مبارکی میاشتی  په اولو  ورځوکښی دقرآن کریم خــتــم دنجم الدین  اخند زاده په جامع جومات کی دزیارت تر څنګه کوه او هلته به د روژی د میاشتو په تراویحو کښی دری شپو کی ټول قرآن کریم ختم او لوستل کیده. دی ختم ته دمشرقی، ننګرهار حتی د سرحداتو ډیــر خلک را ټولیدل. هلته په هغو شپو کی تود لنګر د هغه ځای د شیخانو د اسلام پور  د پاچایانو په مشری چلیده. په دی لنګر کی زرهاؤ خلکو ته ډوډی ورکوله کیدله،  ډیر مالونه حلا لیدل او زیاتی وریجی او ډوډی پخیدلی.
 
دی لنګر ته د روژ ی په اولو شپو ګی زیات خیراتونه او مرستی رسیدلی. مرحوم نجم الدین آخونزاده صاحب دوخت پوه عالم او سالک ؤ.  دی د صوات مرحوم ملا غفور آخونزاده  مرید ؤ.  دی د قادری په طریقی کی  پــیر او مرشد ګرځیدلی او په زرهاؤ مریدان  او په سلها ؤ ماذونان  ئي  در لودل. د نجم الدین  آخند زاده  صاحب مأذونان  په ټول افغانستان  کی د پوره  شهرت  خاوندان ؤ.
 
نجم الدین آخونزاده  صاحب لوی مجاهد ؤ او دانګلیسانو په مقابل کی ئی د امیر عبد الرحمن  په وخت کی زیاتی مشهوری غـــزاګانی کړی دی. دی  دامیر عبد الرحمن په عصر کی دمهمندو د قام  په « جړوبی » علاقی کی اوسیده او بی د امیر  د اجازه ی څخه د انګلیسانو  په مقابل  کی ئی جهاد کولو تر داسی اندازی دده جهاد قوت موندلی ؤ چی انګلیسانو امیر عبد الرحمن  خان  ته یو لیک واستوه چی په هغه کی دری لاندی مطالب درج ؤ .
 
۱- ملا نجم الدین د سر حد څخه لری کړه ځکه دی زمونږ په قابل کی د جهاد پارونه کوی.
۲- څرخی  سپه سالار چی په کنړ کی دی هغه د مجاهدینو سره مرسته کوی نو هغه له دی ځای څخه وغواړه او بل چیری ئی واستوه .
۳- دافغانستان او دسرحد  دخلکو  سره تک  او راتګ بند کړه.
 
امیر عبد الرحمن  خان د انګلیسانو په ځواب کی داسی ولیکل:
 
۱-  نجم الدین آخونزاده  صاحب زما  په  واک  نه دی هغه د مهمند و په آزاده ســـیمه کی او سیږی او په خپل  سر  دتاسو  په مقابل جګړی تنظیموی، زه په  خپله  هم  د هغه د زیات  شهرت او اعتبار  څخه ډاریږم.  دی  دلته په  افغانستان کی  زیات  مریدان  او مخلصان لری او خلک په ده باندی د ولایت  دومره  قوی  عقیده لری چی که دوی چیری  پس له محمد صلی الله علیه وسلم په چا باندی د رسالت  عقیده منله نو به په دی باندی به ئی  دپیغمبری  ایمان  راوړی وی نو ښه داده چی د افغانستان څخه بیرون وی.
 
۲- زه حاضریم چی څرخی  سپه سالار دستاسی  دلیکنی په اساس  دکنړونو  څخه  بدل کړم خو په دی شرط که چیری  هلته د تاسو په ضد  وضعه زیاته ورانه شوله مسؤلیت به ئی زما په ذمه  نه وی ځکه چی زما  به فکر د څرخی سپه  سالار  وجود هلته چی پوه او مدبر شخصیت دی  دستاسو په ګټه  دی.
۳- لطفآ موضوعات  لږ دقیق  وڅیــړی  هغه  داچی  دافغانستان  او  سرحدی  خلکو تر مینځ پولی  ارتی  او دوی تر مینځه د وروری  روابط نه شکیدونکی علایق دی چی هیچا ته دا امکان نه میلاویږی چی ددوی تر مینځه تګ او راتګ  بند کـــړی. او که څوک دی کار ته اقدام وکړی ؤ به ئی نشی کړی - ځکه  ورور  د ورور څخه جداکول او خپل  دخپلوان څخه بندول آسان کار نه دی او هغه هم بیا په داسی  ارته سیمه اوبیدیا کی.
 
وائـــی: د امیر عبد الرحمن خان په یاداشتونو کی راغلی دی  چی ده په پټه  د مرحوم  نجم الدین  آخندزاده صاحب سره  رابطه  درلوده او په مخفی  ډول  ئی خلک د انګلیسانو په مقابل کی پارول خو په ظاهر کی د انګلیسانو  سره  د عدم تعرض متعهد ؤ.
(۱)مولوی عبد المجید  د مولانا سید امیر زوی په قوم صافی دلغمان د ولایت دعمرزیو  په قریی کی  د خیر آباد د کلی او سیدونکی دی. دی دخپل دوخت  لوی مجاهد ؤ او د افغانستان  داستقلال  او آزادی په جهاد کی یی پوره مؤثــره بر خه درلوده او دخپلو قومی ځوانانو ، مشرانو ، شاګردانو او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کی دډکی ، تورخم ، او ناقی په سیمو کی جنګیدلی دی.  
 
 
 
د مقالي  نوم   : 
مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده 
د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی
  لیکنه اوټولوونه :
امين الدين  «سعیدی »دافغان استراتیژیکو څیړنیزمرکز
اودحق دلاری کلتوری ټولنی مدیر مسؤل – جرمني
 
پته  :
saidafghani@hotmail.com  بريښنا ليک :
 
 
 
 
 
 
                  
 
             
            