 
        	    
                    
                                    
                    تر هر څه لومړی په ارجنټائين کې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم د اتلولی په وياړ د دغه ټيم هر لوبغاړي ، ټولو مسؤلينو چې ددغه ټيم سره يې په هره برخه کې مرسته کړي وي او د دوی سره يې زيار ګاللی وي او د افغانستان ټول جنګ ځپلي ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايم .
  رښتيا هم چې دوی واقعي اتلان دي ځکه دوی په ډېرو محدودو امکاناتو(په تش لاس ، وږي ګيډه او خالي جيبونو) باندې د نړۍ داسې قوي ټيمونو ته ماتې ورکړه ، چې هغوی د هر ډول امکاناتو څخه برخمن دي او د خپلو دولتونو له خوا په ډېره ښه توګه تشويق او نازول کيږي . حال دا چې زموږ دملي ټيم لوبغاړي تراوسه نه معاش لري ، نه سپورتي لباس لري او نه هم کوم لوبغالی لري ، چې دوی په کې خپلو تمرينونه ته دوام ورکړي ، تر څو يې تيرو او راتلونکو سياليوته ځانونه نوره چمتو او اماده کړي .
  زه هم په خپل وار دنورو هېوادوالو په دغه وړانديز ټينګار کوم ، چې دافغانستان دالمپيک ملي اداره او يا هم د افغانستان دکرکټ دفدراسيون اداره په بانکونو کې ددغه ټيم لپاره حسابونه پرانيزي تر څو زموږ هېوادوال دهېواد دننه او بهرد خپلو امکاناتو په اندازه د کرکټ دملي ټيم سره خپلې مرستې وکړي ، زه په دې باور لرم چې هر افغان دې ته حاضر دی  ، چې د خپلو دغو اتلانو سره په ډېرې خوښۍ خپلې مرستې وکړي  چې دا ټولې ښې او پرځای مرستې دي .  خو ددې ټولو ترڅنګ زه دا وايم ، چې دا ټول ښه کارونه عادي افغانان وکړي او دا ټول ښه کارونه عوام اوملت وکړي نو بيا زموږ دولت او دولتي چارواکي به څه کوي .  ايا دوی هم د دې هېواد په وړاندې يو څه مسؤليت لري او که نه ؟ !
  له بده مرغه بايد ووايم ، چې زموږ په هېواد کې د اتلولۍ معيار نه دی مالوم . هغه څوک چې ډېر قدرتمند وي ، ډېر انسانان ووژني ، ډېرپلونه والوزوي ، ډېر ښارونه ويجاړ کړي او يا دهېواد په سر د پرديو سره معامله وکړي هغه اتلان کيږي ولې هغه څوک ، چې دغه جنګ ځپلي هېواد ته رښتيني اتلولي او وياړ وربښي ، هغوی ته بيا څوک په درنه سترګه هم نه ورګوري . 
  ښه مې ياديږي ، چې يوه ورځ دتل په څېردافغاني تلويزيوني چينلونو ليدو ته ناست وم چې دخبرونه په جريان کې يو خبر راغی ، چې دحاجي محمد محقق زوی  دکراتې په کومې محلي مسابقه کې څوم  مقام يې ګټلی و بيا زموږ ولسمشر ښاغلي کرزي خپل حضور ته د محقق په ګډون بللی و ، همدا به يې ورته ويل چې : (( افتخار افغانستان استي )) . بله دا چې ښاغلي نيکپا د اولمپيک په سياليو کې د برونزو (دژيړو) يو مډال واخيست بيا نو نه دافغانستان ددولت خولې بنديدلې او نه هم دافغاني رسنيو، چا ورته موټرې ډالۍ کولې ، چا کورنه او چا هم نغدې پيسې . 
  هيله لرم ، چې زما ددغه مطلب دليکلو څخه څوک بده نتيجه وانخلي ، چې زه خدای مه کړه ددغه افغانانو دزيار او کوښښ سپکاوی کوم بلکې برعکس زه د يو افغان په توګه په دغه دواړو ځوانانو وياړم او دهغوی په تويو شوي هر څاڅکې خولې او زحمت ته دزړه له کومې احترام لرم ، خو زما مطلب دلته ددغه بيلګې څخه زموږ دهېواد د ولسمشر او نورو دولتي چارواکو څخه دی ، چې يو په ډېره عادي ﻻس ته راوړنه داسې نازول کيږي او بيا نور چې څو څو واره يې  زموږ هېواد ته وياړونه وربښلي ، هوايي ډګر ته د تش هرکلي لپاره هم نه ورځي .
خوايکاش ، چې ددغه اتلانو په ډله کې هم د محقق او ياکوم بل استاد دکورنۍ غړي وای نو بيا به تاسې ليدلي وای چې څه محشر به جوړ وای .
   موږ ټول افغانان دافغانستان دولسمشر او ټولو دولتي چارواکو څخه دا هيله لرو ، چې نور دې دمور او ميرې چلند پريږدي او دافغانستان ټولو وګړو ته ، چې دافغانستان دابادۍ او سرلوړۍ لپاره زيار او زحمت ګالي د هغوی سره برابر او دروند چلند وشي .
  موږ له ټولو اړوندو ادارو څخه دا هيله لرو ، چې زموږ دغه اتلانو ته ټولې هغه استانتياوې چې ﻻزمې دي برابرې کړي  تر څو ددوی سپورتي وړتيا نوره هم لوړه شي او په راتلونکي کې زموږ هېواد ته نورې په زړه پورې برياوې هم راوړي . او په څنګ کې له ټولو افغانانو نه بيا هم هيله لرم ، چې د هېواد دننه او بهر ددغه اتلانو سره دزړه له اخلاصه مادي او معنوي مرستې وکړي .
 
په افغاني مينه او درنښت 
 احمدشاه امين ، جرمني
 
                  
 
             
            