مینه او ژوند

 
ژوند مانا څه؟ هر څوک د ژوند په اړه خپل نظر لري. ژوند یو خطر دی، چې هر څوک به ورسره هرو مرو مخامخ کېږي. په دې برخه کې وګړي په دوه ډوله دي: لومړی هغه وګړي دي، چې زړور او د ژوند په اړه باوري دي او دویم هغه، چې ډارن دي. هر څوک، چې دې نړۍ ته سترګې پرانیزي هرو مرو به له خطر سره لاس او ګراېوان کېږي، خو زړور وګړي دغه خطر ته د ننګونې په سترګه ګوري او ډارن وګړي بیا هغه ته د یو تلپاتې پړاو په سترګه ګوري او داسې یې ګڼي، چې ګنې هیڅ چاره نه لري. د دوی لپاره ژوند یو سخت پړاو برېښي او په ژوند کې د دوی تر ټولو بنسټیزه ستونزه دا ده، چې دوی انتخاب او خوښونه نه شي کولای. دوی انتخاب نه غواړي، بلکې هغه څه کوي چې غواړي یې. د دوی لپاره ژوند یو نهیلې کوونکی څیز دی، ځکه دوی داسې احساسوي، چې هغه څه، چې یوه ورځ یې له ځان سره راوړي بله هغه یې له ځان سره بیرته وړي. دواړه ډلې وګړي ژوند لکه څنګه، چې پکار دی، نه پیژني. هو، زړور وګړي داسې احساسوي، چې ګنې ژوند یوه ستره ننګونکې هڅه ده. ډارن وګړي ژوند ته د یوې تراژیدۍ د پیل په سترګه ګوري او پایله دا شي، چې د یو مرګ په ځای ډیر ځله ومري. دوی فکر کوي، چې په ژوند کې مازې دوه غميزې شتون لري: یوه دا، چې یو څوک خپلې غوښتنې پوره نه شي کړای او بله دا، چې پوره یې کړای شي. دا وګړي تر ټولو نهیلې ټولګی دی. که چېرې دوی د خپل زړه غوښتنې پوره نه شي کړای نو د نهیلۍ احساس کوي؛ هڅه کوي ژوند ته د پای ټکی کیږدي؛ دونیا بیخي پریږدي، ځنګله ته لاړ شي او له ځانه پیر او حکیم جوړ کړي تر څو یې ژغورنه او نجات په برخه شي او آن کله کله د نورو وګړو لاسته راوړنې ور څخه وتروړي. زړور خلک فکر کوي، که چېرې په رښتیا غواړئ خپل خوبونه ریښتیا ووینئ نو دا غوره ده، چې له خپل درانه خوبه را ویښ شئ. دوی هر قدم په ډېره هوښیارۍ پورته کوي او په باور مخ پر وړاندې ځي، نه په نظر. دوی یوازې د تر ټولو ښه لپاره هیله لري او تل د تر ټولو بد لپاره تیاری نیسي. په ریښتیا، چې دغه ډله وګړي، لکه څنګه، چې په کار ده، ژوند پیژني. ژوند مانا قرباني خو تر یوه بریده. څوک، چې خپل ټول ژوند د نورو لپاره قرباني کوي هغه هم په ډارنو ور ګډیږي. دا به غوره وي، چې ژوند را کړه ورکړه وي خو دا په دې مانا نه، چې دا هر څه په مادي بڼه ترسره شي، لکه ته له چا سره مینه کړې نو هغه له تا سره مینه کوي؛ ته له چا سره مرسته کړې او له نورو مرسته غواړې او داسې نور. په دې هر څوک پوهیږي، چې ژوند مینه ده او مینه ژوند. مینه تلپاتې وي او هغه، چې مري مینه نه وي. همدا لامل دی، چې له مینې پرته ژوند هیڅ مانا نه لري. که چېرې مینه مري نو ژوند هم په معنوي توګه پای مومي. ځکه، چې د ښه ژوند لارښوونه یوازې د زړه په غوښتنه کېدای شي. که چېرې ژوند مینه ونه لري نو دا به د یو سړي لپاره د هغه د روح او بدن تر منځ له جوړ جاړي پرته بل څه نه وي. دا خبره تل کیږي، چې څوک د زړه له کومې د الله عبادت کوي نو هغه په نړۍ کې تر ټولو نیکمرغه او خوشاله سړی وي. ځکه، چې خوښي له الله سره برابره ده او که چېرې یو څوک خوښي لاسته راوړي نو دا په دې مانا ده، چې هغه الله ته نږدې شوی او که څوک الله ته ورسيږي نو طبیعي ده، چې خوښي تر لاسه کوي. په اوسني پیر کې ډیری وګړي په عبادت او لمونځ باوري دي. ځکه، دا باوري خبره ده، چې عبادت او لمونځ الله نه بدلوي، بلکې وګړي بدلوي. لمونځ او عبادت د سړي پوهه ژوروي، درک یې زیاتوي او شعور یې پراخوي. لمونځ موږ د الله لوري ته وړي. دا له موږ سره د ژوند د لوړو هیلو او موخو په لاسته را وړلو کې مرسته کوي. لمونځ د الله په لوري ورونه پرانیزي، موږ د مینې پر خوا بیایي او له کرکې مو را ایساروي او همدا راز موږ ته باور را بښي او ډار را ځنې اخلي. ژوند ډیر پېچلی دی. کله، چې ته اخلاقي معیارونه په ژوند کې نه راولې نو الله درته مهلت درکوي او د ګردو نعمتونو ورونه ستا پر مخ پرانیزي او کله، چې ته اخلاقي معیارونو ته ژمن شې نو ستا ژوند ستونزمن کېږي او له ستونزو څخه د وتلو ټولې لارې دې پر مخ تړل کېږي. ژوند یوازې د مړینې پر مټ پایښت مومي. یو څوک هغه وخت فاتح کیدای شي، چې تسلیم شي. په دې ژوند کې یو څوک یوازې په بایللو لاسته راوړلی شي. یو څوک هغه مهال پوره کیدای شي چې نیمګړی او ګوګ وي. دا هر څه ظاهرا ناسمې ویناوې ښکاري او له عمومي ګروهې سره په ټکر کې دي، همدې ته متناقض وايي....... ژوند متناقض دی؛ رښتیا متناقض دي. ټول ژوند یو پړاو دی. موږ، وګړي دې نړۍ ته د دې لپاره رالېږل شوي یو، چې هر یو د ژوند په ډرامه کې خپل خپل رول ولوبوو. یوازې موږ پخپله د خپلو ښو او بدو کړنو مسؤلیت پر غاړه لرو. ټول ژوند له غور او جدیت څخه تصور اخلي. په ژوند کې موږ له راز راز پړاوونو او حالاتو سره مخامخ کېږو. موږ باید په ژوند کې ډیر ښه او بد خویونه خپل کړو. ځکه، چې د دغه خویونو د خپلولو له امله موږ کله کله د خپګان، غوسې، خوښۍ او اطمئنان احساس کوو. خپګان، غوسه او خوابدي خویونه دي....... او په طبیعي ډول دا ډیر بد او ناسم خویونه دي. ژوند د ښو او بدو احساساتو او جذباتو یوه ټولګه ده. ژوند پر غم او خوښۍ او داسې نورو احساساتو مشتمل دی. که چېرې ته خوښي احساسوې نو دا هم یو عادت دی. دا هماغه انرژي ده، چې خوښي او خپګان ترې جوړېږي؛ تا مازې خپل عادت، د ژوند په اړه نظریه، د نورو په وړاندې خپل کړه وړه او انګېرنه بدل کړي دي، چې له دې سره سمدستي انرژي د ژوند په یوه سم کانال کې بهېدل پیلوي. نو د همدغې شېبې له پیله یو څوک کولای شي، چې نیکمرغه شي، مینه وکړي او د خوښۍ او نمانځنې احساس وکړي. هر هغه څه، چې موږ ته برید ټاکي او محدودوي مو هغه ته موږ تل تقدیر او قسمت وایو. ته باید په خپله حافظه کې ټاکلې موخې ته ژر تر ژره د رسېدو هڅه وکړې که نه نو لږ ځنډ به وخت پر تا برلاسی کړي او د هر څه شیره به در نه یوسي. د دې پر ځای، چې ژوند له تقدیر او قسمت سره د جوړ جاړي په بڼه وپیژنئ دا به غوره وي، چې د یوې ننګونې په څیر چلن ور سره وکړئ. ژوند د هر ډول احساساتو او جذباتو ګډوله ده. انسان خپل تقدیر پخپله ټاکي او تقدیر له زړور سره مرسته کوي. همدا راز، موږ باید خپل ژوند په مناسبه او پرله پسې توګه وازمایو، لکه په تېر کې مو څه لرل، اوس څه کوو او د راتلونکي لپاره څومره او څه تیاری لرو. یو نا ازمایل شوی ژوند هېڅ ارزښت نه لري. په ژوند کې هر څه شونتیا لري کیدای شي یو شی سخت وي خو هېڅ شی نا ممکن نه دی. یو څوک باید هر هغه څه، چې دی یې ویني، رښتیا ونه کڼي هغه باید د پېښو په اړه خپله شننه ولري. ژوند یوازې منطقي نه بلکې احساساتي هم دی. موږ ژوند په هغه ډول تېروو، چې څنګه را پاتې وي. دا سمه نه ده، غوره به دا وي، چې خپل ژوند د خپل پښت او نسب تر ټولو ښه او غوره برخه وګرځوو. موږ باید په ژوند کې دې ته ورته لوری وټاکو، په هغه روان شو او په اړه یې خبرې وکړو. ته باید د یو ښه او بریالي ژوند د لاسته راوړلو لپاره داسې پلان ولرې، چې بریالیتوب په خپله رامنځته شي، که څه هم بریالیتوب په تدریجي توګه رامنځته کېږي.
په ژوند کې هېڅکله هم ناکامي وروستی برید نه دی، بلکې دا یوازې د یو بریالي پړاو تمهید او پیل ګڼل کېږي. په دې باوري اوسه، هغه ذات، چې ستا په ژوند کې یې ښه کار پیل کړی دی، بشپړوي یې هم. هېڅکله په (هېڅکله نه) باور مه کوه ځکه، چې دا اصلاً پایښت او شتون نه لري او یو څوک باید هېڅکله نه ، هېڅکله نه او هېڅکله نه بیخې پرېږدي. په ژوند کې هدف او موخه یوازینی ارزښتناک بخت او قسمت دی. په دې نړۍ کې یو څوک باید د بخت په پرتله په خپل زړورتوب ډېر باوري اوسي. که چېرې په ژوند کې تر ټولو لوړ پړاو ته د رسیدلو هیله لرې نو له ټیټه او کښته څخه پیل وکړه. یو چا څه ښه ویلي: ژوند د یوه پیاز د غوټې په څېر دی، چې پرده په پرده له پوسته کېږي. کله کله موږ په ژوند کې ویر هم کوو ځکه، چې ژوند نا معلومه او بې ثباته دی. د ژوند دغه بې ثباتي انسان ته خوښي او غم دواړه یو ځای ور کوي. ژوند په پرله پسې توګه غندل کېږي. دا مهمه نه ده، چې موږ به څومره ژوندي یو خو دا مهمه ده، چې موږ د خپل ژوند څومره لارښوونه کړې او څومره مو تنظیم کړی. دا ارزښت نه لري، چې خپل ژوند ته کلونه ور زیات کړې بلکې ارزښتناکه دا ده، چې کلونو ته ژوند ور زیات کړې.
په ژوند کې د مینې په اړه، که چېرې ووایې، چې ته له یو سړي سره ټول عمر مینه کولای شې، دا به له دې وینا سره ورته وي، چې وایې یوه شمع به تر هغه بلېږي تر کومه، چې ته ژوندی یې.
په ژوند کې د خدای په اړه دا باور کیږي، چې هغه نه تعریفیدونکی دی، موږ یې احساسوو خو پېژنو یې نه! خو ما ته، خدای رښتیا، مینه او یو سپېڅلی او پاک احساس دی، خدای اخلاق دي. هغه زړوتیا ده، هغه د رڼا او ژوند سرچینه ده او پر دې سربیره هغه د دغو ټولو تر شا او تر ټولو لوړ دی.
یو سړی تر دې بله ستره ګناه نه لري، چې هغه په ژوند کې د ناراضۍ او نا خوښۍ احساس کوي. تر څو د ژوند ساعتونه داسې ډک کړي، چې د پښیمانۍ او خوښې لپاره په کې هېڅ درز پاتې نه شي نو یو څوک باید خوښي خپله کړي. خندا، د خپګان او خوښۍ سره د یو ښکلي ژوند یوه بله سرچینه ده. انسان په هغې نړۍ کې په ډیره دردناکه او ویرجنه توګه ځورېږي او کړېږي، چې دی په کې دې ته اړ ایستل شوی و څو خندا و پنځوي. ژوند پوپنا کیدو پورې تړلی دی. ژوند د خدای هغه مخلوق دی چې، یوه ورځ به هرو مرو له منځه ځي او تباه کیږي به. ژوند له خوښۍ او غم او همدا راز له زېږېدنې او مړینې سره تړلی دی. ژوند په څرګند ډول په لاندیني لرغوني متل کې روښانه شوی دی:
لږ خوږ، لږه خوښي
د خزانې لږ کوټه کول؛
کټ مټ لکه لمر ته د کتلو په څېر
ټول څیزونه باید پای ومومي، چې پیل یې کړی
ژوند ډیر جدي مه نیسه ځکه، چې ته به هیڅکله له ژوند څخه خپل ځان ژوندی ونه باسې. ژوند د دې لپاره پیل کړای شوی دی، چې پای ومومي. د ژوند په اړه داسې ویل شوي، چې د دوو پایښتونو تر منځ د وخت لږه رڼا ده.
په عمومي توګه، د ژوند لپاره یو حکم شتون لري، ځواني ښوېيدل او تېروتنه ده، سړیتوب هلې ځلې او هاند دی، لوړ عمر پښېماني او افسوس دی او مړینه د ژوند ورستۍ لاسته راوړنه ده. ژوند مینه او مینه خدای دی، نو ژوند هم یو سپېڅلی څېز دی ځکه دا هم خدای پیدا کړی دی.
په لڼده توګه غواړم ووایم، چې زړه په خپل سر او ایله مه پرېږده، ژوند د ځان لپاره یوه ننګونه وګڼه. له ژوندون څخه ځان مه باسه، له مینې وېره له ژونده وېره ده او هغه څوک، چې له ژوند څخه وېره لري څو ځله مري. له خپل ژوند او همدا راز له خپل ځان سره مینه کوه ځکه، چې مینه درنده او سپېڅلې ده. مینه موږ پاکوي او زموږ ژوند ته شرافت او لوړوالی را بښي. مینه د ساده توب او طبیعي توب تومنه او جوهر دی. همدا راز مینه په نړۍ کې تلپاتې او رښتونې غښتلتیا ده. له مینې پرته به دغه نړۍ ویجاړه او زموږ ژوند بې هدفه وي. ځکه نو تاسو ته وړاندیز کیږي، چې له ژوند او انسانیت سره مینه وکړﺉ، په هر صورت او هره بیه، چې وي، مینه ور سره وکړﺉ.