په ارجنټاين کې د افغانستان د کرکټ ملي  لوبډلې د بريا په اړه د افغان کلتوري ټولنود جرګې اعلاميه

د افغان کلتوري ټولنو جرګه  په ارجنټاين کې د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د بريا او په دغو لوبو کې دلاسته راوړې  اتلولۍ له امله  دکرکټ د ملي  لوبډلې  غړو ، ټولو هغو اشخاصو او بنسټونوته  چې له دغې لوبډلې څخه يې ملاتړ کړی او خپلو ګرانو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وايي .
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې يو ځل بياوښودله ، چې افغانان يوازې د جګړې اتلان نه دي ، بلکې که چېرې په دې هېواد کې تپل شوې جګړه ودريږي او د سوله ييز ژوند امکانات چمتو شي،  افغانان کولای شي د ټولنيز ژوند په هره برخه کې  لويې برياوې ترلاسه کړي اود خپل  هېواد لپاره ډېر وياړونه وګټي . سره له دې ، چې افغانستان يو بېوزله هېواد دی او سره له دې چې افغان حکومت لکه څرنګه چې ښايي خپلو دغو اتلانو ته پاملرنه نه ده کړې ، خو بيا هم زموږ د کرکټ اتلانو د خپل استعداد، زيار ، هوډ او د خپلو هېوادوالو د دعا په برکت د نړيوالې اتلولۍ پر لوري يو بل مهم پړاو په برياليتوب سره وواهه.
د هغو معلوماتو له مخې ، چې د بېلا بېلو رسنيو له خوا خپاره شوي ، داسې څرګنديږي چې د افغانستان  دولت او د سپورت اړونده مؤسسو د کرکټ  ملي لوبډلې ته  ، چې دا څو کاله يې پرله پسې وياړونه اوبرياوې لاسته راوړي ، ډېره لږه پاملرنه کړې . په داسې حال کې چې نور هېوادونه خپل اتلان له هره اړخه ډېر نازوي ، د افغان کلتوري ټولنو جرګه د افغانستان پر دولت ، د سپورت پر اړونده مؤسسو او نورو ملي اوکلتوري بنسټونو غږ کوي ، چې نور د خپلودغو اتلانو پر وړاندې د بې پروايۍ رويه بدله کړي ، د هغوی لپاره د ژوند او سپورت لازمې اسانتياوې چمتو کړي  او له مادي او مانيز پلوه يې هغسې ونازوي ، چې ورسره ښايي .
په درناوي
دافغان کلتوري ټولنو جرګه
کابل ـ افغانستان