 
        	    
                    
                                    
                    
دشلمي  پيړۍ په دوران  کښې  پښتانه په مختلفونومونوسره په  جنګ کې ګيرپاتي شوي او دا دی اوس يوځل بيا د ترويرزم خلاف د  جنګ په لومه کې ګيرشوي،   په دې جنګ کې ټولو افغانانو به خصوص  پښتون قوم   لويې قربانۍ ورکړې اودهرې ورځي په تيريدوسره يوخطرناک موړته داخليږي  ، د دې جنګونوپه وجه سره  په زرهاوو  تعليم يافته  پښتانه  وژل کيږي اودپښتنوپه خلاف يوه غټه او سنجول شوې توطيه  پلې کيږي .  ددې توطيې اصلي لوبغاړي   کوشش کوي  ترڅودپولې دواړه خواوي پښتانه په هرنوم چې  وي ،  وځپی اوبدنام  يې کړي   .
دپاکستان قبايلې سيمه  چې دمرکزي  حکومت ترلاسه لاندې سيمه ده، دغې سيمې ته  فاټا FATA  ياقبايلي سيمه ويل کيږي او ديو نيمه خپلواکه سيمې  په حيث  ديوخاص قانون  په اساس چې په کال ١٩٠١ کې دقبايلې فوځ دارۍ  قانون (  FCR)   نوميږي  رهبري  کيږي .  دسرحدي جرايمو قانون  خاص مقصد د استعماري طاقت دغوښتني  په ا ساس  ددې ستراتيژيکي سيمې  غير مستقيم  کنټرولول و .  دې مقصد ته درسيدوپه خاطر     په  دې سيمه  کې دمعارف، فرهنگ، اقتصاد او علومو د ودې د پاره هېڅ کار ترسره نه شو.  ترڅو   د دې سيمی ژ بی او فرهنگ ته په داسې مسير کی تغيير ور کړي  چې د دوی د اصلي هستی افغانستان له فرهنگ آر ژ بی سره توپير ولري  او تدريجي شکل سره داخلک   له افغانستان سره بير ته يو ځای کيدل هيرکړي .افغان ولسمشرحامدکرزی هم په سوات کې دپښتنوپه خلاف داورپکودکارونوپه هکله داسې وويل ((لراوبرولسونو! ستاسوپه خلاف ستره توطيه روانه ده ،ترهګرنه غواړي دپشتنوبچيان ښوونځي ته لا ړشي، زده کړې وکړي  او دپرديوله احتياجه ځان خلاص کړي، راپورته شیء اوداتوطيه شنډه کړیء ))
په افغانستان کې د شوروي لښکرو د بريد څخه وروسته، غربي نړۍ ته او په خاصه توګه د امريکي  لپاره پاکستان په سيمه کې د نوي ستراتيژيک متحد په توګه ډير ارزښت پيدا کړاودهمدې مقصد لپاره دپاکستان په قبايلې سيمه کې  د بنسټ پالنې لوی  مرکزونه  جوړ شول  په دې  ډول سره ګاونډيو هېوادونو  خپله وظيفه اجرا کړه  ، افغانستان کې  د ثور د پوځي پا څون  نه  وروسته دغه هېواد په اوږد مهالې کورنۍ جګړه اخته کړو  د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر  ۱۱ نيټې د پيښو نه وروسته ددنيا په موقف کې غټ تغيير واقع شو او د ( تروريزم  ) ترعنوان لاندي يوځل بيا په افغانستان اودپاکستان په سرحدي سميو کې دجنګ لمبې  زور واخيست .  د پاکستان حکومت  د نړيوال تروريزم په ضد مبارزه کې ور ګډ شو چې ترننه پورې ځان دتروريزم په خلاف جنګ کې سيم بولې  او دهرې ورځي په تيردو دغه  جنګ خطرناک موړته داخليږي اوپه افغانستان کې کوم مثبت تا ثير نه محسوس کيږی که چيرې دسيمې هيوادونه په خاص ډول سره پاکستان ددې جنګ په ختميدو کې دصداقت اوايماندارې نه کاروانه خلې   ممکنه ده چې دغه جنګ خطرناک اړخ  غوره کړي . چې په لمړي قدم کې به د پاکستان او افغانستان خلک ددې جنګ قرباني شي او شعلې به يي نورهيوادونوته ورسيږي  . 
 داسې ښکاري  چې اوس نړي هيوادونه په دې متفق شوي چې د پاکستان قبايلي سيمه په افغانستان کې د ناامينواصلې وجه  ده ،دهمدې سيمې څخه   په افغانستان کې  بريدونه کيږی  اوداتحادي عسکرو دوژني د زياتوالي  باعث ګرځيدلې دي  دهمدې دليل په بنياد سره  فاټا  سيمه په نړيوال  ډګر کې دتوجو وړ وګرځيدلې ،    افغانستان په بې ساري توگه هميشه دهمدې سيموله لوري د نا امنيو شاهد پاتې شوى  د دغي ناامنيوپه نتيجه کې دپولې دواړه خواوي ميشت پشتانه دتروريزم ښکار شوي اودبې ګناه کسانودوژلوسبب ګرځيدلې دى  . اسوشيټيډ پرس  اژانس خبرورکوى  چی سږ کال په افغانستان کی د ټولو بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېر  ۱۸۸  کسه دي  چی پدې کی ۱۰۱  امريکايان دي ، حال دا چی په ۲۰۰۷ کی د دې بهرنيو پوځيانو د تلفاتو مجموعی شمېر ۲۲۲  و ، چی په هغه کی ۱۱۱ يی امريکايان وو . اسوشيټيډ پريس زياتوی چی ښايی په روان کال کی د بهرنيو پوځيانو د تلفاتو شمېر نور هم ډېر شی چی دا د طالبانو د سريع قوت معنا ورکوي . 
درپوټونو په اساس  داسې ښکاري چې په افغانستان کې جگړه ډېر پېچلي موړ ته ور د ننه شوې او هېڅوک نه شي کولاى  دا پيش ګويي  وکړي چې دغه جگړه به  په څه ډول پاى ومومي، دغه حالت په دې وروستيو مياشتو کې ان د امريکا او ناټو مشران هم انديښمن کړي او دې ته اړ شوي چې نوي ځواکونه او نوې وسلې دغه هېواد ته ولېږي  او د پاکستان په سرحدې سيمو کې دامريکاي قواولخوا نيغ په نيغه حملې ترسره شي کوم چې تراوسه داکار شوي جريان لري   . دجنوری په ۲۸ کال ۲۰۰۹ يوځل بيا ښاغلي ګيټس وويل ((افغانستان د امريکا لپاره تر ټولو لوی پوځي ګواښ دی، او امريکا به په هرځای کې د القاعدې او اورپکو لټون کوي .ښاغلي ګېټس وويل امريکا به چمتو وي چې تر راتلونکي پسرلي پورې نورې جنګيې لېواګانې او له هغه وروسته نور ځواکونه افغانستان ته واستوي . خو هغه له دې کبله د نورو ډېرو عکسرو د لېږلو له مسلې سره په احتياط سره چلند وکړ، چې وايي افغانان غواړي خپل پوځونه يې پياوړي شي . ښاغلي ګېټس د دې پخلی وکړ، چې بهر کې افغانستان د امريکا د پوځي هڅو په برخه کې ځای لري او هغه يې د متحده ايالتونو لويه پوځي ننګونه وبلله .  په عين وخت کې دغه راز ولسمشر باراک اوباما دا خبره په ډاګه کړې ده چې په بهر کې افغانستان زموږ تر ټولو لوی پوځي لومړيتوب دی .)) اوپه افغانستان کې دامن دټينګښت لپاره چټک ګامونه واخلي په  دې منظوربه افغانستان ته نورتازه دم فوځيان وليږی دغه خبره دامريکاه پخواني مشر . بوش هم ويلي وه  دقباعلي سیمو په هکله دغربې نړي په سياستونو کې تغيرات رامينځ کيږي داچې دغه تغيرات به څومره مثبت نتايج ترلاسه کړي لاتراوسه پورې معلومه نه ده مګر په موجوده وخت کې دپولې دواړه خواکې  بې ګناه پښتانه ددې جنګ ښکار کيږي چې ټول عمريې په غربت اومعاشي مشکلاتوسره تيرکړي  اوګاونډی  هيواد لاتراسوه پورې په دې نه دې قانع شوی  ترڅودپښتنوپه سيمه کې دامن په ټينګښت کې خپل کردار په صيح ډول سره ترسره کړی .
سياسي څيړونکو په نظر دغه جنګ چې اوس دپولې دواړه خواوې پښتانه په کې راګير شوي  لازمه ده تر څوپښتانه   ددې جنګ مخ نيوی وکړي او ځان ددهشت ګردۍ دمنګلونه خلاص کړی ،روان سياسي حالاتو نه داسې ښکاري چې په پاکستان باندې فشارنورهم زياتيږي  ترڅو په خپلو فعاليتونوکې دعسکريت پسندوپه مقابل کې  نورهم زياتوالی راولي  اوس چې نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د سولې د تامين او ټينګښت او پدی توګه د دموکراسۍ د راوستلو نيت لري نو بايد تر هر څه د مخه پاکستان دی ته اړ باسي  ترڅو  په قبايلي  سيمه کې په خپلو پاليسيو کې تغيير راولي او دغه سيمه  دبحران نه خلاصه کړي دغه کاربه د دواړو هيوادونودخلکولپاره په :ګټه وي . دا ځکه چې تجربو ښودلې ده چې جنګ دمسلودحل لاره نه ده اودسيمودهيوادونوپه ګټه نه تماميږی ،دجنګ په وجه سره د دواړوهيوادونوخلک دغربت اوما يوسۍ ښکار ګرځي . دافغانستان حکومت د اوسني بحران دختميدوسره په خاطر او دفاټا په سيمه کې  د دواړه خواوو ميشتوپښتنو په سيمه کې دامنيت اوصلحې دټينګښت په خاطر دهرنوع همکاري وړانديز کړی  په افغانستان کې دناراميو په بريدونوکې ډيروالې اوداتحادي عسکروپه وژنه کې زياتوالې ددې باعث ګرځيدلې دى خبريال احمد رشيد  دداود اعظمي   سره  په خپله مرکه کې ويلي دي . احمد رشيد : زه فکر کوم چې په دې کې شک نشته چې که چېرې د پاکستان د پوځ همکاري نه واى نو د طالبانو مشران به په تېرو اوو کلونو کې په پاکستان کې نه واى اوسېدلي، ماپه خپل کتاب کې ليکلي چې دغه همکاري څنگه پېل شوه او پوځ د دغه ملاتړ لپاره څه دلايل لري، د پاکستان پوځ دا دليل لري چې امريکايان او ناټو کېداى شي له افغانستانه ووزي . دبي بي سي پښتو ويب پاڼه ))
پښتانه چې دا مهال د ترهګرۍ ضد جګړې د ښامار په خوله كې دي او د جګړې تر ټولو زيات زيان زغمي  نو ورته په كار ده چې له ستونزو او پېښو سره په خورا احتياط او هوښيارۍ چلند وكړي، داسې نه شي چې د دوى له پاكو احساساتو څخه د دوى دښمنان او مغرضه كسان ګټه پورته كړي او په روانه جګړه كې د دوى د لا ځپلو له پاره ترې كار واخلي   په دې  وجه سره پښتانه د خپلې بقا له پاره اړ دي چې د ژوند په  فرهنګي، سياسي، اقتصادي او ټکنالوژيكي برخو كې د سيالۍ بار پرغاړه واخلي او په ټول فكري او مادي ځواك سره د مبارزې ډګر ته ودانګي  ترڅو دموجوده سياسي بحران مخه ونيسي . په دې هيله چې  دپاکستان حکومت  بايد  په فاټا کې دروان صورتحال په رڼا کې دنوي عصر دغوښتني سره سم داسې قدمونه اوچت کړي ترڅو دپولې دواړه خواوې  پښتانه  ددې عذاب نه خلاص  شي اوپه دې سيمه کې صلح اوارامي تامين شي  .
 
                  
 
             
            