د اشراق او مشاء فلسفې

د اسلامي فلسفې ښوونځي په دوه ډلو وېشل کېږي، د اشراق فلسفه او دویمه د مشاء فلسفه، چې د اشراق د فلسفې بنسټګر یا سالار شیخ شهاب الدین سهروردي (د شپږمې هجري سپوږمیزی پېړۍ عالم او صوفي) او د مشاء د فلسفې بنسټګر شیخ الریسس ابو علي سینای بلخي ګڼل کېږي. اشراقیان د اپلاتون لارویان او مشاییان د ارستو لارویان ګڼل کېږي. د مشايی او اشراقي تګلارو ترمنځ اصلي او جوهري توپېر دا دی، چې په اشراقي تګلاره کې د فلسفي مسايلو په ځانګړي توګه د (الهي حکمت) مسئلو په څېړنه کې یواځې د استدلال او عقلي تفکر بسیا نه کوي، بلکه د حقایقو د ترلاسه کونې لپاره د زړه سلوک او د نفس مجاهدت او د هغې تصفیه اړین او لازمي دی. مګر په مشايي تګلاره کې یواځې په استدلال بسیا کوي.
د «اشراق» ویي چې د روښنایي د ځلا په مانا دی، د اشراقي تګلارې لپاره ګټور او پرځای نوم ګڼل کېږي، مګر د «مشاء» ویي، چې د (په لار تلونکي) په مانا ده، یا (ډېر پر لار تلونکې) يواځې نوموَنه ده، او د مشايي تګلاره نه افاده کوي.
داسې ویل کېږي، چې ارستو او د هغو لارویانو ددې لپاره مشايین ګڼل کېدل، چې ده (ارستو) د خپل عادت له مخې پلي تګ او لاره تلو سره درس و تدریس ورکاوه.
نو که چېرې وغواړو، چې د مشايي فیلسوفانو لپاره یوه سمه او پرځای ویي وکاروو، نو د «استدلالي» ویي به سم او پر ځای وي.
دلته باید ددې خبرې څېړنه وشي، چې ایا په رښتیا سره هم اپلاتون او ارستو د دوه مختلفو ښونځیو بنسټګر دي. او دارنګه اختلاف د ښوونکي (اپلاتون) او زده کوونکي (ارستو) ترمنځ وو. او ایا هغه تګلاره چې شیخ شهاب الدین سهروردي (چې لدې وروسته به یې د شېخ الاشراق په لنډنوم یادوو) په اسلامي پېر کې بیان کړې، د اپلاتون لار ده او اپلاتون د معنوي سلوک، مجاهدت، د نفس د ریاضت، او د زړه د مکاشفې او مشاهدې لاروی وو؟ ایا هغه مسئلې، چې د شېخ الاشراق له پېر او له هغه راوروسته د اشراقیانو او مشاییانو ترمنځ د اختلاف سرلیک ګڼل کېږي، لکه د ماهیت اصالت او د وجود اصالت، د وجود کثرت او وحدت، د جعل مسئله، له هیولی او صورت څخه د جسم ترکّب او عدم ترکّب، د مُثُل او ارباب انواع مسئله، د اشرف امکان قاعده، او په سلګونو نورې مسئلې، چې د اپلاتون او ارستو ترمنځ د اختلاف ټکي دي، چې تردې دمه یې دوام کړې، او یا دا مسئلې یا لږ تر لږه ځینې ددې مسائلو اختراع او ابتکار شوي. او د اپلاتون او ارستو ارواګانې (ارواح) لدې څخه ناخبره دي؟
هغه څه چې په لنډ ډول به یې دلته ولولو دا دی، چې مسلماً د اپلاتون او ارستو ترمنځ د نظریاتو اختلاف شتون درلود: یانې ارستو د خپل ښوونکي زیات نظریات رد کړي ول، او پر وړاندې یې خپل نور نظریات وړاندې کړي ول.
د سکندریې ( ) په پېر کې، چې د یوناني او اسلامي پېرونو ترمنځ د پول حیثیت لري، د اپلاتون او ارستو لارویان په دوه ډلو ویشل کېږي، افغان فیلسوف ابو نصر الفارابي د «الجمع بین رأیي الحکیمین» په نامه کتابګوټي کې ددې دوه فیلسوفانو ترمنځ د منځګړتوب کوښښ کوي. پدې کتاب کې ددې فیلسوفانو د اختلاف ټکي یاد شوي او کوښښ یې کړې، چې په یوې لارې سره دا اختلاف له منځه یوسي.
مګر هغه څه چې د اپلاتون او ارستو د اثارو او د هغو کتابون له لوستنې، چې ددې دوه فیلسوفانو د ګروهو او آراوو په اړه لیکل شوي، او په اسلامي پېر کې د فلسفې دور کتاب څخه دا په لاس راځي، چې یو دا ده، چې د اشراقیانو او مشاییانو ترمنځ، نن ورځ کوم اختلافات په اسلامي فلسفه کې یادول کېږي، له یو دوه مسئلو څخه پرته یو لړ نوي اسلامي مسائل دی، او اپلاتون او ارستو پورې هېڅ تړاو نلري، لکه د ماهیت او وجود، د جهل مسئله، د جسم د ترکیب و بساطت مسئله، د اشرف امکان قاعده، وحدت و کثرت، د ارستو او اپلاتون ترمنځ د اختلاف مسائل هماغه دی، چې د «الجمع بین رأیي الحکیمین» کتاب کې فارابي یادې کړې دي، البته له پورته یادو شویو مسئلو څخه پرته.
زموږ په اند د اپلاتون او ارستو د اختلاف ټکي په دری مسئلو ولاړ دي، چې وروسته به د هغې په اړه مالومات ورکړو.
له ټولو زیات د تردید ځای دا دی، چې اپلاتون د سیر او معنوي سلوک، مجاهدت او ریاضت او د زړه د مشاهدې پلوي وو. پر دې بنسټ، دا چې موږ اپلاتون او ارستو د دوه تګلارو خاوندا وبولو: اشراقي او استدلالي، ډېره د څېړنې وړه خبره ده.
په هېڅ ډول مالومه ند، چې اپلاتون دې په خپل پېر کې یا خپل پېر ته نږدې پېرونو کې د یو اشراقي فرد په توګه د داخلي اشراق پلوي اوسېدلې وي. او ان تردې دا هم مالومه نده، چې د «مشايي» ويي په ارستو او د هغه په زده کوونکو اطلاق کېده او که نه...
د فلسفي پېښلیک لیکوال او نامتو متکلم شهرستاني د خپل کتاب «الملل و النحل» په دویم ټوک کې داسې لیکي: ((اما مطلق مشایین: پس هغوي د «لوقین له اهل» څخه دي. او اپلاتون فلسفي ته په درناوي سره، تل د تګ پر حال د هغې زده کړه ورکوله، ارستو د هغه متابعت وکړ، نو لدې وجې هغه (ظاهرا ارستو) او لارویان یې «مشایین» وګنل.
دا چې ارستو او لارویانو ته یې «مشایین» ویل کېده، او دا حال تر اسلامي پېر وغزېد، نشو ردولای. هغه څه چې د نه منلو وړ دي، هغه دا چې «اپلاتون» اشراقي ګڼل شوې دی.
موږ له شېخ الاشراق څخه مخکې فیلسوفان لکه، فارابي، ابن سینا، او یا فلسفي تاریخپوهان لکه شهرستاني په ویناوو او لیکنو کې نه وینو، چې اپلاتون دی، د یو ذوقي یا اشراقي فلسفې پلوي ګڼل شوې وي. ان تردې چې د «اشراق» له اصطلاحي لفظ سره هم نه مخ کېږو( )
همدا شېخ الاشراق وو، چې دا لفظ یې نورو خولو ته وروغورزلو، او همدې وو، چې د «حکمة الاِشراق» د کتاب په سریزه کې یې یو ډله لرغوني فیلسوفان لکه فیثاغورس او اپلاتون د ذوقي او اشراقي فلسفې پلویان ښودلي، او اپلاتون یې د ((اشراقیانو د ریسس)) په نامه نومولی دی.
زموږ په ګروهه شېخ الاشراق د اسلامي متصوفه و او عارفانو څخه په اغیزمنتیا د اشراق تګلاره غوره کړه، د اشراق او مشاء یو په بل کې اښل دده خپل ابتکار وو، ولې ده ددې لپاره، چې نظریات یې ښه نوم پیدا کړي، یوه ډله لرغوني فیلسوفان یې د همدې چتر لاندې راوپېژندل. شېخ الاشراق ددې دعوی د زبات رسونې لپاره هېڅ دلیل نلري... ځکه که چېرې یې کوم لاسوند درلودای، نو وړاندې کړې به یې وای، او دا مسئله به یې همداسې ګونګه نه پرېښودای.
یوه ډله لیکولان «فلسفي تاریخ» د اپلاتون د ګروهو او افکارو شرحه کې په هېڅ ډول دده د اشراقي تګلارې یادونه نده کړې. په الملل و النحل (شهرستاني، د فلسفې تاریخ (وېل ډېورانټ) او د فلسفې تاریخ (ډاکټر هومن)، په اروپا کې د فلسفې دور کې د اپلاتون د اشراقي تګلارې په هغه ډول چې شېخ الاشراق یې دعوی کوي، نده شوې، په اروپا کې  د فلسفې دور کې د «اپلاتوني مینه» تر سرلیک لاندې موضوع یاده شوې، او د اپلاتون له خولې داسې لیکي:
((مخکې لدې چې اروا دې نړ ته راشي، مطلقه ښکلا ویني، نوڅرنګه، چې پدې نړۍ کې ظاهري ښکلا ويني، نو مطلقه ښکلا ور په یادېږي او د بېلتون غم ورته لاس ورکوي.
جسماني مینه د صوري ښکلا په څېر مجازي ده، اما حقیقي مینه بل څه ده، چې د اشراقي ادراک او تلوالي ژوند ترلاسه کېدا لامل ګرځي)).
هغه څه چې اپلاتون د مینې په اړه ویلي، وروسته د «اپلاتوني مینې» په نامه نومول کېږي، همدا د ښکلاګانو مینه ده، چې د اپلاتون په وینا لږ ترلږه په فیلسوفانو کې (الهي ريښه) لري.. او له هر هغه حال سره، چې شېخ الاشراق د نفس په تهذیب، عرفاني سیر و سلوک کې ویلي هېڅ تړاو نلري.
اما برټرانډ رسل د خپل کتاب (د فلسفې تاریخ) په لومړي ټوک کې په پرله پسې توګه د اپلاتون فلسفه کې اشراق او تعقل اښګنې یادونه کوي... مګر په هېڅ ډول هم کوم لاسوند نه وړاندې کوي. او هېڅ څه نه راوړندې کوي، ترڅو دا خبره روښانه کړي، چې اپلاتوني اشراق هغه څه دی، چې د نفس او مجاهدې او د هغې له تصفیې څخه پیدا شوې. او  یا هماغه څه دي، چې د ښکلا سره د مینې زېږنده وی؟ دا کار لا زیاتو څېړنو ته اړتیا لري، چې د اپلاتون اثار په مستقیم ډول مطالعه شي...
 د فیثاغورث په اړه دا منلی شو، چې اشراقي تګلاره یې درلوده، او ظاهراً یې دا تګلاره له ختيځ څخه په الهام اخیستې وه. رسل، چې اپلاتون اشراقي ګڼي، دا دعوی کوي، چې اپلاتون پدې اړخ کې له فیثاغورس څخه اغیزمن وو. ( )
 د اپلاتون له ګروهو او اندواند ترمنځ، که هغه د اشراقي تګلارې اند وګڼو یا نه، درې مسئلې دي، چې د اپلاتون د فلسفی اصلي بنسټونه او ځانګړتیاوې جوړوي، او د ارستو په درېواړو مسئلو کې له ده سره مخالف ښکاري.
هغه درې مسئلې دا دی:
   ۱- د مُثُل اند: 
د مُثُل د اند له مخې هغه څه چې موږ پدې نړۍ کې وینو (هغه که جواهر وي یا اعراض)، اصل او حقیقت یې په بله نړۍ کې دی، او ددې نړۍ افراد د هغې نړۍ د حقایقو سیوري او انځورونه دي.
د مثال په توګه: انسانان چې پدې نړۍ کې اوسېږي، په بله نړۍ کې د یو بل اصل او حقیقت درلودونکي دی. او حقیقي او اصیل انسان هماغه د بلې نړۍ انسان دی، همدارنګه ټول هغه شیان، چې پدې نړۍ کې ګورو په همدې ډول بل اصل او حقیقت لري.
اپلاتون دا حقایق (آیډیا) نوموي. په اسلامي پېر کې د (آیډیا) ويي په (مثال) ژباړل شوې، او ټول هغه حقایت د (اپلاتوني مُثُل) په نامه یادېږي.
نامتو افغان فیلسوف ابن سینای بلخي د اپلاتون د «مُثُل» د اند ډېر سرسختې مخالف وو، او شېخ الاشراق بیا ددې اند له سرسختو ملاتړو څخه ګڼل کېږي.
د مُثُل د اند بل ملاتړی میرداماد او بل یې هم صدر المتألهین (ملا صدرا شیرازي) دی. البته ددې دوه فیلسوفانو تعبیر د مثل په ځانګړي توګه د میرداماد تعبیر له اپلاتوني تعبیر سره، ان تردې، چې د شېخ الاشراق له تعبیر سره هم توپېر لري.
د اسلامي پېر بل فیلسوف، چې دې اند پلوي دی، میر فندرسکي نومېږي. په پاړسو ژبه یوه اوږده بوللـه (قصیده) لری، چې د مُثُل اند پکې له ورایه ښکاري.
    چرخ با این اختران، نغز و خوش و زیباستی
  صورتی در زیر دارد آنچه در بالاستی
صورت زیرین اګر با نردبان معرفت
 بر رود بالا همی با اصل خود یکتاستی
این سخن را در نیابد هیچ فهم ظاهري
 ګر ابونصرستي و ګر بوعلی سیناستی
۲- دویم اند د اروا (روح) په اړه دی: اپلاتون پدې ګروهه دی، چې ارواګانې له بدنونو سره د یوځای کېدنې څخه مخکې په یوه غوره او پورته عالم کې شتون درلود، چې دا عالم هماغه د مُثُل عالم دی.  او دا اروا د بدن له خلق څخه وروسته ورسره یوځای کېږي او اړیکه ورسره پیدا کوي.
۳- درېیم اند، چې د هماغو پورته دوه یادو شویو اندواند  پایله ده، هغه داسې چې علم او پوهه په یاد راوړل او تذکر دی، نه په رښتیاني ډول په یاد لرل: یانې هر هغه څه چې موږ پدې نړۍ کې زده کوو، او په هغه څه چې نه پوهېدو، او ناپوه وو، د لومړي ځل لپاره مو زده کړل. دا په حقیقت کې د هغه څه په یاد راوستل دی، چې مخکې پرې پوهېدو، لکه څرنګه مو چې وویل، چې اروا پدې نړۍ کې له بدن سره د اړیکو ټینګولو څخه مخکې په یو بل پورته عالم کې وه، او په هغه نړۍ (عالم) کې یې ((مثل)) لیدل، او څرنګه چې د هر شي حقیقت د همغه ((مثال)) دی، او ارواګانو ((مثالونه)) مخکې درک کړی ول، نو ارواګانې مخکې لدې، چې ددې عالم دنیا ته واردې شي، او نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي، په حقایقو پوهې وي.پس د ارواو له بدن سره اړیکه ټینګولو سره مو هغه شیان هېر کي دی څه چې مو په یا دول.
زموږ بدن د اروا لپاره د هغه پردی په مثال دی، چې د یوې ایینې پر مخ راځوړنده وي، چې په ایینه کې د روښنایۍ د ځلېدا او د انځور د انعکاس مانع وی.
د دیالکتیک په اثر، یانې بعث و جدل او عقلي تګلاره، یا د مینې په اثر د یاد مجاهدت او نفس د ریاضت په اثر او معنوي سیر و سلوک (د شېخ الاشراق د امثالو په استنباط) پرده لری کېږي او روښنایی ځلېړي او انځور ښکاره کېږي.
ارستو په دې درېواړو مسئلو کې له اپلاتون سره مخالفت ښکاره کوي.
لومړی: مثالي او مجرد او ملکوتي کلیاتو له وجود څخه انکاري کېږي، او ((کلي)) یا په سم تعبیر کلي کلیّت یواځې ذهني امر ګڼي.
دویم: پدې ګروهه دی، چې اروا د بدن سره له پیدا کېدنې سره سم، یانې د بدن بشپړتیا او جوړښت سره سم اروا پیدا کېږي، او بدن په هېڅ ډول سره هم د اروا لپاره پرده  او مانع ندی، برعکس د نورو مالوماتو د لاسته راوړنې لپاره وسیله او د ارواو اوزار ده.
اروا خپل مالومات د همدې بدني حواسو او اوزارو په وسیله لاسته راوړي. اروا په بل عالم کې نه وه، چې مالومات ترلاسه کړي.
د اپلاتون او ارستو د نظر اختلاف پدې بنسټیزو مسائلو کې وو، او ځینو نورو مسائلو کې هم شته، چې هغه پدې کچه مهمې ندي.
د سکندریې په ښوونځي کې د دواړو (اپلاتون او ارستو) زده کوونکي او ملاتړي ول. د اپلاتون سکندري ملاتړي د ((نوي پلاتونیانو)) یا ((نوي اپلاتونیانو)) په نامه یادېږي، چې ددې ښوونځي بنسټګر مصري امونیوس ساکاس دی. ( ) ددې ښوونځي نامتو فیلسوف په خټه یوناني مصری پلوتین ( ) (اپلوتین) یا په عربۍ کې افلوطین دی، چې د اسلامي نړۍ تاریخپوهان یې د (شېخ الیوناني) په نامه پېژني.
نوي پلاتونیانو ډېری نوی نظریې وړاندې کړي، چې کېدای شي له ختیځو سرچینو څخه اغیزمن او ګټه یې ورڅخه پورته کړې وي.
د ارستو سکندري ملاتړي ډېر زیات ول، چې ارستو یې شرحه کړې. ددې ډلې نامتو فیلسوفا ثامتیوس او سکندر افرودیسي نومېږي.

لمنلیکونه :
 -  د هنري کوربان په ګروهه، د لومړي ځل لپاره د ابن وحشیه (د درېیمې پېړۍ په وروستیو او د څلورمې پېړۍ په لومړیو کې) دا ویی په اسلامي نړۍ کې کاولې وو. (ورشﺉ: درې مسلمان فیلسوفان: ۷۳م او ۱۸۲م مخ. دویم چاپ).
سید حسین تقیزاده په خپلو یادښتونو (د علومو پېښلیک په اسلام کې) (مهالنۍ ((مقالې او بررسي)) د تهران پوهنتون د الهیاتو او اسلامي پوهنو پوهنځي، ۲مه او ۳مه شمېره، ۲۱۳م مخ) کې همدې ابن وحشیه ته د یو نامالوم کتاب له منسوبونې وروسته وایی:
او د همدې ابن وحشیه نبطی بل کتاب [الفلاحة النبطیة»، چې بیا یې دا کتاب یو بابلي فیلسفوف (قوثامي) ته منسوب کړ، او د صغریت او ینبودشاد له لرغونو بابلي لیکنو څخه را اخلي، چې مسﺉله اوږدوي. ان تردې، چې ابن خلدون د هغه تحقیقي قریحې سره هم دا دویم کتاب، چې له یوناني و عربي ژبې ته ژباړل شوې، د نبطي پوهانو ګڼلې دی.
مګر د الماني ګوتشمید او نولدکه او په ځانګړي توګه ايټالوي نالینوي له څېړنو څخه داسې په لاس راځي، چې نوموړې کتاب یو جعلي او له هذیان څخه ډک کتاب دی، او نالینو پدې ګروهه دی، چې ابن وحشیه په نامه اصل کې څوک نشته. او هماغه ابوطالب دا مالومات په یو قالب کې اچولي او یو شخص ته یې منسوب کړي. او څېړونکي پدې ګروهه دی، چې دا ډول کتابونه د شعوبیه تألیفاتو څخه دی، چې پدې سره یې غوښتل دا په زبات ورسوي، چې علوم د عجمو سره دی، او عرب له علومو څخه بېخي بې برخې دی.
لری نده، چې د شېخ الاشراق د تېروتنې سرچینه همدا د [الفلاحة النبطیة» کتاب او د همدې په څېر بل کتاب د شعوبیة له لیکنو څخه وي. دم مهال د [اللاحة االنبطیة» کتاب په لاس نلرو، چې هغه څه چې شېخ الاشراق یې پدې اړه وړاندې کوي، ورسره پرلته کړو.