د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د اتصالاتو د مبارکۍ پيغام

د اتصالاتو مخابراتي شرکت وياړي، چی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، د کرکټ فدراسيون، دولتي چارواکو او ټولو افغانانو ته د هانګ کانګ پر خلاف د ملي لوبډلې د بريا مبارکي ووايي . د اتصالاتو اداري پلاوی په دغه خوښۍ کی له ټولو افغانانو سره ځان ګډ او شريک ګڼي .
دا چې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې اساسي تمويلوونکی دی ، د کرکټ د ملي لوبډلی هره بريا خپله بريا ګڼي او نور هم دېته  هڅوي چی په هېواد کې له سپورتي  لوبو سره هر اړخيزې مرستې وکړي، تر څو پټ استعدادونه راڅرګند او خپل هېواد ته لا نور وياړونه وروبښي .
اتصالات د کرکټ د ملي لوبډلې د لا زياتو برياوو په هيله دی .