باج ورکوونکی ولسمشر

وايي چې کله روسانو غوښتل ببرک کارمل په کابل کې د واک پر ګدۍ کښېنوي، نو کارمل په دې شرط ورسره ومنله چې دی به د روسانو اطاعت کوي، خو د ده ترلاس لاندې کسان به د ده اطاعت کوي. همداسې وه هم، تر څو چې کارمل پاچا و نو تر لاس لاندې کسانو يې د ده له  امره سرغړاوی نه شو کولای، مګر دا چې لوی بادارا امر کړی وای.
خو کله چې امريکايانو غوښتل په کابل کې پاچا  وټاکي، ويل کېږي چې کرزي ژمنه وکړه چې هم به د امريکايانو اطاعت کوي او هم به د خپلو تر لاس لاندې کسانو. همداسې هم شوه، له هماغې ورځې چې کرزی واک ته رسېدلی د  ده ټول سياست پر دې څرخي چې څنګه زورواکي خوشاله وساتي او تل يې د افغانستان د  ملي ګټو په بيه باج ورکړی دی، چې ځينې بېلګې يې دا دي:  د کورنۍ جګړې تر ټولو مهم عامل احمد شاه مسعود ته د  ملي قهرمان لقب؛ هغه قومندان فهيم ته چې د بي ۵۲ په زور د پنجشېر له څوړو کابل ته راوستل شو د مارشالۍ لقب، د پنجشېر او دايکندي ولسواليو ته د  ولايت تشکيل ورکول او ....
دوې مياشتې وړاندې چې د کانکور په ازموينو کې ډېره پراخه درغلي وشوه او له دايکندی او پروان څخه يو زيات شمېر زده کوونکي په درغليو د پوهنتون لوړو پوهنځيو ته بريالي اعلان شول، د  ځوانانو يو شمېر خوځښتونو په پراخو اعتراضونو او لاريونونو لاس پورې کړ. د لاريون پر مهال به کرزي د لاريون مشرانو ته پرله پسې پيغامونه رالېږل چې له لاريون لاس واخلئ، ځکه که چېرې محقق لاريون راوباسي نو ملي بحران به رامنځته شي. ځوانانو ونه منله او په خپل هوډ ټينګ پاتې شول. کله چې د لاريون کوونکو استازو له کرزي سره وکتل، نو کرزي ويل چې پر هغو کسانو به کار نه لرئ چې د درغليو له لارې بريالي شوي، ځکه چې بيا به ملي وحدت خراب شي او د  نورو زده کوونکو حق له ما وغواړئ. کرزي ته وويل شول، هغه زده کوونکي چې د دارالمعلمين لياقت هم نه لري هغه به طب او انجينري څنګه وايي، کرزي له ځوابه ځان تېر کړ. دا چې ده ته مالومه وه او که نه، خو د درغلګرو مشرانو لکه خليلي او محقق يې غم خوړلی و او هغه داسې چې يو ځل دا زده کوونکي پوهنتون ته راشي بيا به يې د کاميابۍ غم هم خوري. د دوی پلان دا و چې له يوې خوا به ناکامي بيخې له  منځه ځي، ځکه چې د خليلي په  اند « استعداد ها را نبايد کشت» او له بلې خوا مشرانو استادانو ته په دې نامه تقاعد ورکړي چې ځوانو استادانو ته اړتيا ده او بيا به له قم څخه ماشيني ډاکتران او ماسټران د  هغوی پر ځای  وګوماري. په همدې موخه د پارلمان پر وړاندې يو شمېر ځوانان د تحصن په نامه کښېنول شول ، خو اصلي کار د پردې تر شا خليلي کاوه او  دومره يې پر کرزي فشار راوړ چې کرزي خپل د ملي امنيت سلاکار او د ملي امنيت شورا رييس ښاغلی سپنتا دغو محصلينو ته ورولېږه، مانا دا چې خبره دومره لويه ده چې بايد  د ملي امنيت د  شورا مشر مداخله وکړي او له وزيرانو شورا څخه يې د ټولنيزو علومو د رييس او يوه  استاد د  لرې کولو پرېکړه واخېسته. خو کله چې د همدغې پرېکړې پر وړاندې په سلګونو استادانو او په زرګونو محصلينو اعتراض وکړ او نن شپږمه ورځ ده چې پوهنتون تړلی دی، تر اوسه نه د ولسمشر کوم استازی ورغلی او نه هم د ملي شورا. دا ځکه چې کرزی يوازې د زورواکانو پر وړاندې مسووليت لري، نه د ولس پر وړاندې.
بله خبره يې د قومندان عطا وروستۍ څرګندونې درواخلئ، هغه وايي چې نه افغانيت منم او نه د ولسي جرګې پرېکړه منم او په څرګنده توګه د يوه خودمختاره امير په توګه چلند کوي، خو د  کرزي له جېبه څه ځي؟ دی که هر څه  باج ورکوي د ملت له جېبه يې ورکوي. د افغانستان ملي ګټې، ملي ارزښتونه او ملي هويت د ده لپاره هېڅ ارزښت نه لري، يوازې دی بايد پاچا وي او تر ده وروسته يې بايد پاچاهي په کورنۍ کې پاتې شي. همدا دليل دی چې په تېرو يولسو کلو کې کرزي په ټول هنر او مداريتوب د پښتنو د ځواکونو او پياوړي ټيمونو د جوړېدو مخه ونيوله، ځکه چې د ده پاچاهي يوازې د پښتنو له خوا ننګول کېدای شي.
اوس خبره دا ده چې که چېرې وطنپاله افغانان سره يو موټي نه شي او يو پياوړی ځواک رامنځته نه کړي، تاسې باور وکړئ چې د  کرزي مېچن به همداسې پر تاسو ګرځي او د  وطن پاتې ارزښتونه به هم ليلام شي. او که وار بيا محمود جان ته ورسېد، نو هغه به له دې هېواده امريکايي کاباره درته جوړه کړي.