په افغانستان كې د اوباما د خوښې راتلونكى لوبگر


څلور افغان سياستوالان امريكا ته وربلل شوي.

وزګلياد خبرى اژانس رپوټ
ليكوال: رومان فيدوسيف
ژباړن : ميرويس عمرخيل
په دې وروستيو وختونو كې په افغانستان كې د امنيتي ستونزو د ډيريدو له امله واشنګټن له ولس مشر كرزي نه نا راضه دى چې دا په خپل وار سره د افغانستان د اوسني ولس مشر كرزى پر سياست يو ستر ګذار دى .
دامريكا اوسنى جمهور ريس بارك حسين اوباما په خپله يوه وينا كې ويلي و چې دده لپاره په افغانستان كې د امنيت راوستل خورا ارزښت لري .
\"\"\"\"\"\"
اوباما اوس مهالې په دې فكر كې دى چې  ترڅو د كرزى پرځاى بل ځاى ناستى پيدا كړي ، له دې امله اوباما څلور تنه افغان سياستوالان واشنګټن ته رابللي دي .
روسيه هم اوس مهالې غواړې چې د امريكا او نورو هېوادونو  سره د افغانستان په بحران او سوله راوستلو كې مرسته وكړى ، پخوا تر دې روسيه د منځني ختيځ ، عراق ، ايران د اتومى پلانونو  او ځينو نورو سيمه ايزو ستونزو له امله له د بش له ادارې سره يو څه ستونزې لرلې  .
\"\"
د امريكا ډله ايزې رسنۍ داسې وايى (( اوباما دولس مشر كرزي پر سياست او كړو وړو راضي نه دى له دې كبله د افغانستان د ستونزې د حل لپاره غواړي په افغانستان كې د امنيت او راتلونكي مشرتابه په اړه له افغان سياستوالو سره خبرې وكړي .
د Independent ورځپاڼې په حواله واشنګټن ته څلور افغان سياستوالان د اوبا سره د خبرو اترو لپاره امريكا ته راغلي  دي .
په دغه ډله كې د كورنيو چارو پخوانۍ وزير علي احمد جلالي ، د بهرنيو چارو پخوانۍ وزير او شمالي ټلوالې غړى عبدالله عبدالله ، د ماليې پخوانۍ وزير اشرف غني احمدزى او د ننګرهار اوسنۍ والى گل اغا شيرزى شامل دي .
دسپينې ماڼۍ نوې ادارې  ته گل اغا شيرزى د نورو په پرتله ډيرچانس لري دا ځكه اوباما تير كال د جولاۍ په مياشت كې افغانستان ته د خپل سفر پرمهال په ننگرهار كې د گل اغا شيرزى سره د كرزي تر ليدلو دمخه كتلي و.
\"\"
دا په داسې حال كې ده چې اوباما د كرزى  په پرتله د گل اغا شيرزى له چارو څخه راضي دى .
په افغانستان كې د امريكايي سرتيرو د يوه  پوځى افسر پروينا امريكايان نه غواړي چې په دې څلور كانديدانو كې يو خوښ كړي ، دوۍ غواړي چې خلكو ته د څلور تنو په منځ كې توپير په ډاګه كړي ، ترڅو خلك وكولاى شي د خپلې خوښې نوماند ته رايه وركړي .
على احمد جلالى لږ تر لږه شل كاله په امريكا كې اوسيدلى او دامريكا غږ راډيو يو فعال وياند و، چې د امريكا تابيعت هم لري ، او د كرزى په اداره كې د كورنيو چارو وزير و، خو له دې امله يې له خپلې دندې استعفا وكړه چې د د مخدره توكو د قاچاقچيانو په نيولو كې له كرزى سره يې ستونزه پيدا شو .
\"\"
د ماليى پخوانۍ وزير اشرف غنى احمد زى  د نيويارك د كولمبيا په پوهنتون كې زده كړې كړي  او د افغانستان د نوي اقتصاد په بيا رغونه كې يې ډيرې هلې ځلې كړي دي او د امريكا تابيعت هم لري او د پخوا يې د امريكا د تېلو په ستر شركت كې دنده لرله .
\"\"
په دې څلور څلور وتلو كانديدانو كې يو هم د شمالي ټلوالى نامتو تاجك غړى او د بهرنيو چارو پخوانۍ وزير  عبدالله عبدالله هم شامل دى ، چې د شمالي ټلوالى د نورو ټوپكوالو په پرتله منځ لارى سياستوال دى او نور پاتې درې واړه پښتانه دي .
\"\"
حامد كرزى د ۲۰۰۱ ميلادى كال څخه را په ديخوا د امريكا په مشرۍ په افغانستان كې پر دندې ګمارل شوى ، او خلك هم مخكې له دې چې دى ولسمشر شي  پر دې پوهيدل چې ولس مشر كرزى د امريكايانو موخو ته وفاداره څيره ده .
خو په دې وروستيو وختونو كې په افغانستان كې د امنيت نشتوالى ، انتحارى بريدونو ، بمباريو ، وژنو ، غلاوو  او د مخدره توكو د قاچاق له كبله ولس مشر كرزى امريكا او دافغانستان خلكو ته خپل سياسى وزن له لاسه وركړى دى .
دولس مشر اداره نشى كولى چې په يواځې ځان طالبان له منځه يوسى نو له دې امله امريكايان او د ناټو الوتكې پرخلكو بمونو غورځوى چې په پايله كې تر اوسه په زرګونو تنو بې گناه افغانانو خپل ژوند له لاسه وركړى  او نور په زرګونه تنه بې كوره او ټپيان شوي.
دامريكا د استخباراتى ادارو د چارواكو پروينا د مخدره توكو په قاچاق كې د كرزى د ادارى يو شمير چارواكې په پخپله لاس لرى ان تر دې چې د حامد كرزي ورور احمد ولي كرزى هم د مخدره توكو د قاچاق يو مهم غړى دى .
\"\"
نو ځكه د كرزى د ادارى د كورنيو چارو پخوانۍ وزير او راتلونكى ولس مشريزو ټاكنو ته نوماند على احمد جلالى هم استعفا وركړه .
بارك حسين اوباما د خپل ټاكنيز كمپاين پرمهال په افغانستان كې امنيت راوستل د خپل سياست يو مهم ټكى ګڼلى و، له همدې امله اوباما دخپلې ولس مشرۍ په لومړۍ ورځ د افغانستان د چارو او حالاتو په اړه د جنرال ډيويډپيتروس راپور واوريد.
د تيرى جمعى په ورځ اوباما د افغانستان او پاكستان د چارو لپاره خپل مشاور ريچرد وټاكه .
په داسې حال كې چې تيره ورځ په ازبكستان كې د روسيى ولس مشر ديمترى ميديدوف او د ازبكستان ولس مشر اسلام كريموف په يوه خبرې ناسته كې د افغانستان د حالاتو په اړه د ژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
ديمترى ميديدوف زياته كړه چې روسيه دې ته چمتوده چې د امريكا او نورو هيوادونوسره چې اوس مهالې د افغانستان په كړكيچ كې ښكيل دي د امنيت په راوستلو كې مرسته وكړي .
\"\"
ميديدوف وايي (( مونږ غواړو چې د امريكا سره په سيمه كې د امنيت په راوستلو كې د زړه له كومې مرسته وكړو )) .
د ازبكستان ولس مشر كريموف د افغانستان په اړه ديوه  ژورنالسټ د پوښتنې په ځواب كې داسې وويل (( مونږ هيله مند يو چې د امريكا نوې ډله به د پخوانۍ ډلې په پرتله په  افغانستان كې د امنيت پر راوستلو كې مثبت ګامونه اوچت كړي )).
اسلام كريموف دا هم زياته كړه چې طالبان په سلو كې اتيا فيصده په خپله افغانان دي كوم چې په افغانستان كې د بهرنيو عسكرو پر شتوالي او كړو وړو  راضي نه دي .
د افغانستان زيات شمير خلك د ناټو او امريكايي عسكرو د كړو وړو نه ستړى شوي دي او په دې وروستيو كې طالبانو دخلكو ملاتړهم ترلاسه كړى دى .