
ددغي ابلاغيي د خپريدو له نيټې څخه له ټولو افرادو ، مرکزونو او موسسو څخه چې د نشه يي توکو او شرابو په کارونو ، پلورنې او قاچاقو او دجوار ګري او تيري په اسلامي ضد او انساني ضد عملونو او داخلاقي فسادو له رواجولو لاس پورى کوي په کلکه غوښتنه کيږي چې له هر ډول عدلي او قضايي څارنې مخکې دې ددغه شان ناوړو او اسلامي ضد او دهېواد دفرهنګى او ټولنيزو ارزښتونو پرخلاف عملونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي که چيري کشفي او تحقيقاتي ځواکونه داسې سندونه ترلاسه کړي چې ددغه شان افرادو او مرکزونو دفعاليت څرګندوى وي دغه کميسيون دملى پوليسو او نورو اجرائيوى ارګانونو په مستقيمي همکارې سره په عمل لاس پورې کوي او هغه کسان به دقانون منګولو ته وسپاري چې سرغړونه يي کړي ده له ټولو مسلمانو هېواد والو څخه غوښتنه کيږي چې ددغه شان مرکزونو د تثبيتولو او ددغه شان عملونو دترسره کولو د مخنيوي په مقصد له دغه کميسيون سره همکاري وکړي او خپل اسلامي پور ادا کړي