 
        	    
                    
                                    
                    ليکنه : پيټرک سيل 
ژباړه : عبدالقدير (( صديقي  ))  
سرچينه : Urdupoint.com 
 
 اسرائيل لکه خنجر د منځني ختيځ پر سينه   ښخ دى ، د صهيونستي مشرتابه  دپاڅون  راهېسې امريکا او ډېر نورو غربي هېوادونو د اسرائيلو پلوي کړې ده ، نو له همدې امله  اسرائيل عربي سيمې تر پښولاندې کړي .
 د منځني ختيځ ټول عربي هېوادونه په سيمه کې امن رامنځته کېدو ته تيار دي او وايي چې اسرائيل بايد د ازاد فلسطين اداره ورته تسليم کړي او ټولې قبضه کړې سيمې بېرته ورته پرېږدي او اسراييل دې خپل د  ١٩٦٧ زېږديز کال موقعيت ته پر شا لاړ شي ، خو تر اوسه پورې اسرائيلو د دې وړانديز مثبت ځواب ندى ورکړى .
نو اوس وګورو چې د امريکا نوى ټاکل شوى حکومت به په منځني ختيځ کې د امن راوستو لپاره اسرائيل دې ته راضي کړي او که نه ؟ځکه په دې سيمه کې نا امني پر ټوله نړۍ اغېز کوي .
په منځني ختيځ کې له روانو حالاتو څخه دا جوتېږي چې ټول عربي هېوادونه په سيمه کې امن غواړي خو اسرائيل دې ته تيار ندي .
په ٢٠٠٢ زېږديز کال عربي هېوادونو په سيمه کې د امن تګلاره جوړه  کړه ، ددې تګلارې  له مخې  د عربي ټولنې ٢٢ عربي غړي هېوادونه په سيمه کې د امن ټينګښت لپاره په دې شرط چمتو دي چې اسراييل دې د خپل ١٩٦٧ کال پولو پورې محدود شي چې دا تګلاره  اوس هم شته خو د اسرائيل تر شا يو شمېر زورور لاسونه اوس هم د مذهبي موخو يا قومي سلامتۍ  تر نامه لاندې د اسراييل په سرحدونو کې پراخوالى غواړي .  
اوس د دې مسئلې پر سر په خپله اسرائيلو کې هم ډېرې ستونزې را ولاړې شوي ، د اسراييلو سخت دريځې  مذهبي ډلې  په ختيځ يوروشليم ، لويديځې څنډې ، د کولان په غرونو او د لبنان پر يوشمېر سرحدي سيمو د اسراييلي بريدونو کلک مخالف دي.
 اوس د امريکا او اسراييلو لپاره حالات په بدلېدو دي ؛ ځکه، د حزب الله او حماس په څېر مخالفې ډلې اوس ډېرې ځواکمنې شوي ، په ٢٠٠٦  زېږديز کال د حزب الله ډلې په لبنان کې د اسراييلو پوځونو پروړاندې کلک و جنګېدل او هغوى يې بېرته په شا تللو ته  اړ  کړي و او همدا راز د حماس ډلې، اسرائيل   سولې يا جنګ بندۍ ته اړ  کړي وو.
دا بېله خبر ده چې د غزې کلابندي فلسطينيانو ته ډېره ګرانه تمامېږي اوس د اسراييلو په هغه ادعا کې څه ندي پاتې چې ويل به  يې د حماس له ډلې سره به  خبرې اترې   ونکړي ځکه ، حماس  صهيوني مشرتابه ته نه تسليمېږي .
څه موده وړاندې اسماعيل هنيه ( د حماس د ډلې يو مشر) اعلان کړى وو چې د هغه حکومت د ١٩٦٧ کال د وخت پولو پورې محدود  فلسطينى حکومت په هغه شرط مني چې اسراييل فلسطيني حقوقو  ته احترام وکړي .
له حزب الله او حماس پرته اسراييل د ايران له مخالفتونو سره هم مخ دى ، د ٧ کروړه وګړيو درلودونکي ايران  ته د فلسطين  ترټولو لويه  هيله ده ،د سپټمبرد يوولسمې نېټې، له پېښې وروسته اسراييلو او دهغه ملګريو هېوادونو وار وار پر امريکا زور اچولى چې  پر عراق بريد وکړي، خو پرعراق  د بريدله پايلو څخه هيلې بالکل برعکس ثابتې شوې.
 له دې پرته په سيمه کې د سعودي عربستان او خليجي رياستونو را منځته کېدل هم د اسراييلو پر سټراټيژيک ماحول اغېزه کړې .
د دې ټولو موضوعاتو په پام کې لرلو سره اوس نړيوال په يو نظر دي او وايي چې اسراييل بايد له عربي سيمو څخه خپل پوځونه وباسي او اسراييلو ته ښايي چې له ټولې عربي نړۍ سره ښې اړيکې وساتي .
له منځني ختيځ سره د امريکا هم ځينې ګټې تړلي او په اوس وخت کې يواځې امريکا اسراييلو ته د دې قناعت ورکولاى شي چې اوس د سولې وخت دى او همدا امريکا ده چې د اسراييلو د ساتنې ضمانت هم ورکولاى شي .
په منځني ختيځ کې د سولې ټينګښت اوس په اوباما پورې تړلى؛ ځکه ، هغه ته معلومه ده چې بايد څه وکړي ؟ اوس هيله دا ده چې آيا امريکا د اسراييلو د ډار  دلرې کولو تر څنګ دهغوى توسعه غوښتونکيو موخو ته د پاى  دټکي په  اېښودو کې کاميابېداى شي او که نه ؟ د دې موخې لپاره هغه بايد د اسراييلو د راتلونکي کال په ټولټاکنو کې مداخله وکړي ؛ ځکه ، د امريکا په پوره ملاتړ د اسراييلو سوله غوښتونکي کولاى شي چې سخت دريځو صهيونستانو ته ماتې ورکړي .
اوباما بايد ژر تر ژره د ولسمشرۍ فن ياد او داسې نړۍ ته ګام کېږدي چې په هغه کې د قدرت مرکزونه له يو څخه زيات دي ، خو په منځني ختيځ کې امن به د اوباما تر ټولو ستره بريا وي .     
 
                  
 
             
            