د امريکا ترټولو ستر جنګي مرستيال ( بريتانيا)له عراق څخه تښتي .

ليکنه = ميا علي رضا
ژباړه : عبدالقدير صديقي 
د بريتانيا لومړى وزير ګورډن براون : ټول  بريتانيوي  سرتېري  به د ٢٠٠٩ زېږديز کال تر نيمايي پورې  له عراق څخه و وځي .
نړيوال کارپوهان او  شنونکي  :  امريکا تر هغه  له عراق څخه نشي وتلى، ترڅو اسرائيل په پوره ډول له ګواښونو څخه په امن  نشي .
د نړۍ کوم ګوټ ته چې د امريکا پښې رسېدلي ، بريتانيا هم ورسره اوږه په اوږه  ولاړ دى ، له دې چې بريتانيا ته د خپلو ګټو ترلاسه کول د امريکا ترڅنګ په اوسېدو کې برېښي ، نو ځکه د امريکا ترټولو ستر متحد بلل کېږي ، خو اوس حالات  په بدلېدو دي  بريتانيا د ځان په ګوښه کولو ( د خپل پوځونو په ټولولو)  پېل کړى .
د عراق حالات ټولو ته روښانه دي او پوهېږي چې  په  څه ډول امريکايي پوځيان وژل کېږي.
له عراق څخه شاوخوا ټول اروپايي هېوادونو د خپل پوځونو د وېستلو لړۍ يا پاى ته رسولې او يا يې هم پېل کړې ، د بريتانيا پوځونه په عراق کې شتون لري خو د دې هېواد لومړي وزير ګورډن براوون او د دفاع وزارت د وياندنويو څرګندونو د عراق په اړه د امريکا پر وروستۍ تګلارې بده اغېزه کړې ده .
د بريتانيا د دفاع وزارت  ديو لوړ پوړي چارواکي د څرګندونو له مخې ، کېداى شي چې له عراق څخه د هغوى د پوځيانو بېرته ستنېدل د نوي کال د مارچ  تر مياشتې پېل شي دا مهال د عراق په بصرې ښار کې څلور زره او سل بريتانيوي سرتېري مېشت دي خو د دفاع وزارت د چارواکيو په وينا، که چېرې د عراق  د راتلونکي کال ټولټاکنې په سوله ييزه فضا کې ترسره شي نو د دوى د پوځونو  دوېستلو لړۍ به په همدې کال  پېل شي  او له دې  وروسته به بريتانيوي سرتېرو ته د عراق پرځاى په افغانستان کې دخپل جنګي وسايلود  ځاى پرځاى کولو کې آسانتيا رامځته شي .
بريتانيوي لومړي وزيرګورډن براون ويلي وو چې  د دوى نږدې ټول سرتېري به د راتلونکي کال تر نيمايي پورې  له عراق څخه را  و  وځي خويو کم شمېر پوځيان به يې د عراقي پوځيانو د روزنې لپاره  پاتې کېږي .
مخکې له دې  ويل شوي وو چې په عراق کې بريتانوي سرتېري  به د جنورۍ مياشت کې د وتلو لړۍ پېلوي خو د بي بي سي د يو راپور له مخې امکان لري چې د دغو  سرتېرو د وتلو لړۍ په مارچ مياشت کې پېل  شي .
نو له دې دا جوتېږي چې د دفاع وزارت د وياند د ويناوو له مخې اوس  په بصرې ښار کې بهتري راغلې او د  عراقي حکومت او اتحادي پوځونو په هڅو  دغه ښار تر ډېره بريده  بدل شوى دى  نو دوى ځکه د راتلونکي نوي کال په تګلاره کې  د بنسټيز بدلون هيله لري .
په داسې حال کې چې د بريتانيا دفاع وزارت وياند ديوې خبري ناستې په ترڅ کې له عراق څخه د بريتانيوي سرتېرود وتلو لامل په دې هېواد کې د حالاتو  سمون  وباله خو د عراق په شمال دکرکوک  ښار په يوه ريسټورانټ کې ځانمرګى بريد وشو چې په پايله کې يې پنځه پنځوس تنه مړه او ٩٥ تنه ټپيان شول .
له عراق څخه د بريتانيوي سرتېرو بېرته وتل په عراق کې د حالاتو سمون نه  ،بلکې د هغه حکومت وېره ده ، بريتانيا پوهېږي چې په عراق کې يې   سرتېرو ته د مرګ خطر ډېر دى  او د هغوى ګټې نشي تر لاسه کېداى نو دهمدې لپاره بريتانيوي لومړي وزير دخپلو سرتېرو د بېرته غوښتلو پرېکړه کړې .
د عراق د کورنيو چارود وزير د څرګندونو له مخې ، په ياد شوي بريد کې چې د ښار په پنځلس کيلومټرۍ کې د عبدالله په نامه يو نامتو ريسټورانټ کې ترسره شو ، چې په وژل شويو کسانو کې ښځينه او ماشومان هم شامل وو .
چاودنه مازديګر هغه مهال رامنځته شوه  چې په هغه ځاى کې ډېرخلک را غونډ شوي وو .
د ياد شوي ريسټورانټ  دملازم د څرګندونو له مخې ، بريدکوونکي ريسټورانټ ته له ننوتو وروسته چاودنه وکړه .
خو د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې ، ياده شوې چاودنه له ريسټورانټ نه بهر په هغه موټر کې چې له چاوديدونکو توکيو ډک و ، ترسره شوې .
د تېر يو کال په لړ کې د عراق په ډېرو ښارونو کې هره ورځ دې ته ورته پېښې رامنځته کېږي چې  د مړو او ټپيانو په تعداد کې يې هم  ډېر زياتوالى راغلى .
 هغه ملک د تېلو په قدرتي شتمنۍ مالامال دى او اتحادي پوځيان پکې موجود دي ، د اتحادي پوځونو حکومتونو له عراق څخه د تېلو ترلاسه کولو په موخه په دې خاوره  قبضه کړې وه خو په عراق کې اسلام پالو کړيو د هغوى د  ناروا غوښتنو پلانونه له ناکاميو سره  سره  مخ او عراق يې د بهرنيو ځواکونو په هديره بدل کړىدى .
عراقي وګړي او پکې شته تنظيمونه وايي چې په عراق باندې بايد د هغوى حکومت وي    په داسې حال کې ده چې امريکا او د هغه متحدين بيا پر عراق   خپل واک غواړي .
په دې حال کې  عراقي حکومت د امريکا له نوي ولسمشر باراک اوباما څخه  غوښتي چې هغه دې د منځني ختيځ په ځانګړي ډول د عراق  دخرابېدونکي حالت د سمون په موخه له ايران سره خبرې اترې وکړي .
د عراق د حکومت وياند علي الدهاغ له رسنيو سره په خبرو کې له امريکايي چارواکو څخه د يوې داسې نوې تګلارې د جوړېدو غوښتنه کړې چې  دنورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنو ، د خلکو د غوښتنو او نړيوالو قوانينو ته د احترام اوله ظلم زور څخه د نه کار اخېستو پر بنسټونو ولاړه  وي .
د امريکاد متحده ايالاتو نوي ولسمشر باراک اوباما په خپله يوه مرکه کې ويلي وو چې   د تهران او واشګنټن ترمنځ   ٣٠ کلن  تاوتريخوالي ته د پاى ټکې اېښودو په موخه به له ايران سره خبرې  کوي .
د بريتانيوي سرتېرو د وتلو په هکله  د بريتانيا ددفاع وزارت د وياند څرګندونې د امريکا له  هغې امنيتي معاهدې څخه وروسته کېږي  چې پکې د عراقي کابينې لخواهغوى  د ٢٠١١ زېږديز کال پورې په عراق کې د اوسېدو اجازه ورکړل شوې وه .
څو ورځې مخکې عراقي کابينې په عراق کې د امريکايي پوځيانو د راتلونکې په اړه  له امريکا سره د امنيت يو تړون  لاسليک کړ ، عراقي کابينې د ٢٠٠٨ زېږديز کال د دسمبر په ٢٤ مه ، په    ټولټاکنو کې دکمو رايو په ترلاسه کولو سره سره  په عراق کې د امريکايي پوځيانو د اوسېدو  موده غزولې وه  چې دغه منظوري د عراقي وګړيو لخوا په کلکه رد شوه ، په همدې وخت کې په بعقوبې ښار کې يو ځانمرګى بريد وشو چې پکې د ٧ پوځيانو په ګډون ١٥ تنه مړه او ٢٠ تنه ټپيان شول .
په عراق کې د ناټو پوځونو د اوسېدو په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ نېټه د ٢٠٠٨ زېږديز کال د دسمبر په  ٣١ مې ،   پاى ته رسېدونکې وه .
امريکا اوس د پردې تر شا له عراق څخه  وتل غواړي ، خو له عراق څخه په وتلو کې تر ټولو لوى زيان په اتحادي پوځونو کې اسرائيلو ته متوجه دى ، په همدې اړه په سپينه ماڼۍ کې  شته  يهودان هم په عراق کې د امريکايي پوځونود پاتې کېدو د نېټې اوږدېدو غوښتونکي دي او د امنيت دغه تړونونه هم د همدې موخې يوه کړۍ ده چې اتحادي پوځونه  د اسرائيلي غوښتنو له پوره کېدو څخه د مخه له عراق څخه ونه  وځي ،دغه راز د امنيت د تړون په مسوده کې د څه نيمګړتياوو له امله د عراق په پارلمان کې اختلافات رامنځته شول چې په اړه يې عراق له امريکا څخه د مسودې د بېرته جوړولو غوښتنه هم  کړې وه .
د امنيت د تړون  په مخالفت  تر ټولو مخکې مذهبي مشر مقتدى الصدر غبرګون څرګندکړ او په اړه يې ډېر احتجاجي لاريونونه يې هم په لاره واچول .
دغه راز په عراق کې د امنيت معاهدې په ضد په بغداد کې د مقتدى الصدر په  زرګونو پلويانو  لاريونونه کړي ، لاريون کوونکيو د ولسمشر بوش پر جوړې  کړې  مجسمې د بوتلونو او بوټونو ګوزارونه وکړل او د امريکا پر ضديې نارې کولې .
د نادولتي رسنيو د خبرونو له مخې ، شيخ عبدالحدي المحمودي امريکا ي  د اسلام دښمن بللى او زياتوي ، که چېرې حکومت له هېواد څخه د بهرني پوځيانو وېستل وغواړي نو عراقي وګړي به يې په پوره توګه ملاتړ وکړي ، دا مهال په عراق کې د مقتدى الصدرد ملګرو سربېره يو شمېر نورو ډلو هم  د امنيت  دتړون پر ضد خپل غبرګونونه ښودلي دي .
دا مهال په عراق کې پنځوس زره امريکايي پوځيان موجود دي چې له عامو ښاري څنډو څخه به را يوځاى او تر ٢٠١١ زېږديز کال پورې  به له عراق څخه  خپل   ستنېدنه پېل کړي ، خو   مقتدى الصدر  غواړي  چې امريکا او د هغه متحدپوځونه  بايد ژرترژره عراق پرېږدي .
 په عراق کې دا مهال د بريتانيا هم  ٤ زره سرتېري لري، تر دې مهاله په عراق کې پنځه زره سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړى چې امريکايي چارواکيو هم په دې اړه  بېلابېلې شمېرې ورکړي دي.
 له يوې خوا بوش ويلي چې پر عراق ددوى بريد تېروتنه وه چې تر اوسه  ډېره ګرانه ثابت شوې خو کله د عراق جګړه يوه کاميابي بولي او وايي چې د عراق  دپخواني ولسمشر صدام حسين د لرې کولو پرېکړه يوه سمه پرېکړه  وه په همدې هکله هغه له يو جاپاني ټلويزيوني چينل سره په  خپله مرکه کې و ويل چې صدام حسين د امريکا دښمن و او د ډېرى شمېر خلکو په آند له هغه سره تباه کوونکې ډول وسله موجود وه .
بوش په وار وار ويلي وو چې په عراق کې د صدام  د حکومت له  پرځېدو راپدېخوا ډېر پرمختګ شوى  او ويل يې چې دوى به په عراق کې خپل يو شمېر پوځيان   پرېږدي او د عراقي حکومت   هر ډول مرستې ته تيار دى .
بوش وايي : ((  په عراق کې د ډېرو هېوادو پوځونه د خپلو  دندو له ترسره کولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي خو موږ د عراقي حکومت مرسته کوو ځکه  تراوسه  په عراق کې په پوره ډول امنيت   ټينګ شوى ندى . ))
دا مهال چې د ټولو هېوادونو پوځونه بېرته ستانه شوي ، په عراق کې يواځې بريتانوي پوځونه شتون لري ، چې د هغو په وتلو سره به په عراق کې د امريکا د متحده ايالاتو پوځونه  يواځې پاتې شي .
په افغانستان کې خو لا دمخې امريکايان وژل  کېدل خو اوس  په عراق کې هم د امريکا موخو ته کلک تاوان اوښتى .
په داسې حالاتو کې اوس بريتانيا نه غواړي چې له امريکا سره  پاتې شي نو ځکه  له عراق څخه وتلو ته  بېلا بېلې پلمې لټوي ، بريتانيا تل د امريکا ملګرتيا کړې ، له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته  د بريتانيا حکومت د امريکا ملګرى پاتې دى چې په  هر ډګر کې  دې دوو هېوادونوته په ګډه وهل ټکول  په برخه شوي دي .
 
سرچينه : urdupoint.com