غـــــــــزل

بس راځه چې له دې شره ځينې تير  شو
سپين  او تور  خو د يو  رنګ  خبره ده
 
له هر څه به درته  تير شم خو دا  واوره
چې  دا  پښتو  زما  د  ننګ  خبره  ده
 
خوب وړو باندې هر څوک ملنډې  وهي
دا  استقلال خو  د  غورځنګ  خبره   ده
 
د  يار   مينه  می  غيرت  دی  ای رقيبه
دا  زما  او   ستا   د  جنګ   خبره   ده
 
ستا  د غم  دی هيرولو  چل  می نه  زده
دومره   پوهيږم  چی  د   بنګ  خبره  ده
 
هسی    ګرځوئ   په   طبيبانو     باندې
د  پرديس  صرف د غنمرنګ  خبره ده
 
 
هلمند پرديس
د اوکراين جمهوريت د اديسه ښار