هـــــــــــــوا

هوا !
 زاري ده نوره مه سړېږه !
 زموږ سپيره بې غوښو وچ هډونه          نور دسړو سيليو تا ب نه لري
هسې له عمر نه زلمي ښکارېږي          په خدايږو ختم دي شباب نه لري
   هوا !
 منت کوم سړه چې نه شې !
 زموږ ماشومې لنډ غرې ګرځي          تر نيمو شپو پردو – پردو کوڅوکې
بس ديوې مړۍ ډوډۍ له پاره              په پښو لوڅې سر ببرې ګرځـــــــــي

 هوا !
 وړنده خونه يې وګوره ته !
 له شنه سهاره تر سکڼي ماښامه             پر سړکونو کونډې بورې ناستې
 پر سړه زمکه يې بچوڼي پراتـــه
يخ يې په ستوني کې چغار و ژلى      څه وکړي ؟ وږي دي تر هورې ناستې

 هوا !
 دخداى پارده سړه چې نه شې              کورنه وتلې زموږ وړې سوالګرې
شپه نيمايي شوه  ستنې شوې نه دي
ښايي چا ،  ور   وربېرته کړي نه وي        له ولږې سستې دي راغلي نه دي
 هسې نه مړې نه شي خو نکاره نه شې
هوا !
         زاري ده  نوره مه سړېږه !!!!
Numandost75@yahoo.com