 
        	    
                    
                                    
                    
 
نن سبا په  پاکستان کښې پر  افغانانو باندې ډير ظلم او زياتی روان دی ،ځينی خلک د پوليس له لاسه او ځينې خلک د انسانانو  تښتوونکوله لاسه او ځينې هم  د ناروا او بی رحمه  ملکا نو له لاسه  نه پوهيږي چاته وژاړي،  چا ته ورشي او چا ته عرض او داد وکړي؟ لکه د يتمانو په شان ګرځي، نه يی څوک د پوښتنی شته او نه يې څوک د مرستې . هېڅ داسې  اداره يا بله وسيله شته چی ددغو بی وطنه خلکو پوښتنه وکړي
پوليس(دخلکو خدمتکوونکي!؟) د پاکستان پوليس ډېر په ناروا ، غير قانونی او بي رحمانه ډول ظلم او زياتی کوي .يو تن افغان  له سور غر سره په مرکه کښی  وايی ، چې.ماپه سعودی عربستان کښی د پاکستان په قونسلګرۍ کی د پاکستان ويزه واخيسته   او د خپلو ماشومانو ليدو ته  د پيښاور په ايرپوټ باندی کوز شوم ما په پاسپورت کي دخولی ولګوله ،ترهغې وروسته چې د ايرپورټ ( هوايي ډګر)  له دروازې نه ووتم په دی وخت کښی د پاکستاني پوليسو راته پام شو .په ما يی اواز وکړ چې پاسپورټ راکړه ،زما پاسپورټ يی وليد چی افغاني دی نو ماته يی وويل ،  ته خو افغان يې په پاکستان کښې څه کوې؟  ماورته وويل ، چې زه دخپلو ماشومانو  ليدو ته راغلی يم،  ما ته يی وويل،  چی موږ ته پيسی راکړه کنه د القاعده په تور دې جيل ته اچوم . ما ورته وويل زه ويزه لرم او په قانونی ډول پاکستان ته راغلی يم تاسو په ما کښی څه غلطی وينیء چې ما جيل ته اچویء؟ هغه پوليس ما ته وويل چی ستا هيڅ غلطي نشته ،ستا غلطی  داده چی  افغان يې . د ډيرو کنځلو نه پس ما ورته پيسې ورکړې،داد يو مظلوم افغان حال و، چی تاسوته مې بيان کړ. که چيری تاسو اسراييلو ته په ويزه لاړ شیء نو داسی  ظلم به تکرار نشي. بله دا چی ځينی خلک له افغانستان نه پاکستان ته راځي اول خو د طورخم دروازه کښې ځينو ظالمانو له خوا ځورول  کيږي او پهډېره توهي نامېزه توګه يې لټوي، له هغه نه چی د کارخانو مارکيټونو ته راتير شي، بيا يې د فيز ۳ په چوک کښې له موټر نه را کوز کړي او ورته وايی  چی افغان کارت راکړه ،بياورته وايی چی د اخو جعلي دی يا ورته وايي ته خو مهاجر يی دلته څه کوې. ورته بهانې او کنځلې کوې او تکليف او زيان ورته رسوي.
انسانان  تښتونه (  د انسانانودژوند غټ دشمن) د افغانانو د مهاجرت ژوند اوس وخت په  ډيرکړاو تيريږي. ډير افغانان د ځينو ډلو له خوا  برمته شول چی د هغې له جملی څخه  ښاغلی عبدالخالق فراهی (پاکستان کښی افغان نامزد سفير)، عبدالحق دانشمل (پيښور کښی داريانا پوهنتون رييس)او د داکتر احدی (د افغانستان ماليی وزير ) ورو او  همدارنګه يو شمېرنور افغانان ،چی نا دمعلومو اجنسيو يا د ځينو ډلو له خو ا و تښتول  شول  چې انګېزه يې يا سياسی او يا هم  پيسې دي ،نه د  افغانستان حکومت دخپلو مهاجرينو پوښتنه کوی ا و نه نورې ادارې ،
دکورونو مالکان (قصابان) ډير  افغانان په پاکستان کښی د کرايي کور ونوله امله ډېر په ځور دي . په هر ځای که به پراپرټي (کميشن کار) ته ورځي بيا به هغوی تاته کور در کوي چی څومره کرايه ورکوې  ديوی مياشتی کرايه به کميشن کار ته ورکوی  بيا چی څو مياشتې تيری شي درته وايي چی ياکرايه در باندی اوچتوم  اويا  کور خالي کړه  بيا چی  کور ورته خالي کوې  درته وايی چې  کور دې  ډير خراب کړی  او اډوانس (پيشکي)در څخه اخلي او نه يی درکوی او داسی نوری بهانې درته کوي چی دا په اسلا م کښی هم ناروا ده  او د دنياپه قانون کې هم  ،
داسی ظلم نن له افغانانوسره په پاکستان کيې راون دی ،ددې پوښتنه ولی کرزی يا نورې اداری نه کوي. پاکستان دې هم دا د پښتو متل په يآد لري، چې (مه کوه په چا چی  وبه شی په ته)
                  
 
             
            